په داسې حال کې چې پاکستان له امریکا سره خپلې اړیکې نږدې کوي او د کرښې دواړو غاړو ته کړکېچ لا هم روان دی، طالبان د نویو متحدینو په لټه کې دي.
له روسیې سره د دوی وروستی تړون، چې د شوروي او روسي جوړو پوځي تجهیزاتو پر بیارغونې تمرکز لري، د کابل او مسکو ترمنځ د لا ژورې ملګرتیا نښه ګڼل کېږي.
د هند انډیا ټوډې ورځپاڼه وايي، تاریخ داسې ښکاري چې په افغانستان کې یو ځل بیا تکرارېږي.
د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د شوروي له خورا ګرانې جګړې څو لسیزې وروسته روسیې له کابل سره خپل تر ټولو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان له پوځي عملیاتو وروسته، چې د کابل او کندهار په ګډون یې د افغانستان ځینې ښارونه په نښه کړل، د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د وروستیو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. وروسته امریکا د اسلاماباد د دغو اقداماتو ملاتړ وکړ او هغه یې د پاکستان «د ځان د دفاع حق» وباله.
په دې شرایطو کې، د طالبانو مشرتابه په زیاتېدونکې توګه روسیې ته د یوه ستراتیژیک شریک په سترګه کتلي دي.
انډیا ټوډې وايي، مسکو هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له کابل سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې په پرلهپسې ډول پراخې کړې دي. وروسته روسیه د نړۍ لومړنی او یوازینی هېواد شو چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.
که څه هم د تړون بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو د دواړو خواوو چارواکو دا د یوه داسې چوکاټ په توګه یاد کړی چې موخه یې په افغانستان کې د شته شوروي او روسي جوړو پوځي تجهیزاتو ساتنه او بیارغونه ده.
د شوروي او روسیې جوړ تجهیزات، له سپکو وسلو او زغره والو وسایطو نیولې تر پوځي لاریو او چورلکو پورې، لا هم د طالبانو د وسله وال ځواک اساسي برخه جوړوي.
انډیا ټوډي د شنونکو له قوله لیکلي چې د طالبانو او روسیې د نږدې کېدو تر ټولو مهم لامل ګډ امنیتي ګواښونه دي.
د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري د داعش خراسان څانګه (ISKP) خپل ګډ دښمن بولي.
په ۲۰۲۴ کال کې داعش په مسکو کې د «کروکس سټي هال» خونړي برید مسوولیت پرغاړه واخېست، په داسې حال کې چې طالبان هم داعش خراسان د خپلې واکمنۍ لپاره جدي ګواښ ګڼي.