سهیل اپریدي د سه شنبې په شپه د پنجاب د راولپنډۍ ښار د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو پر مهال په پاکستان کې دومره خوشحالي وه چې «مټايانې پرې وېشل کېدې او خوړل کېدې».
خو هغه پوښتنه وکړه: «اوس داسې څه وشول او د چا د خوښې لپاره زموږ اړیکې له هغوی سره خرابېږي؟ زموږ ګټه پاکستان ته پکار ده، که له کوم هېواد سره په اړیکو کې د پاکستان خیر وي، باید اړیکې ورسره جوړې وساتل شي».
هغه زیاته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان به ویل چې «افغانستان زموږ مسلمان ورور هېواد دی»، او د هغه د حکومت پر مهال چې په افغانستان کې کوم حکومت و پاکستان ته یې ښه نه کتل، خو بیا هم له کابل سره ښې اړیکې وساتل شوې.
سهیل اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، او وایي چې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري زیاته شوې ده.
خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ویلي، چې طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ نه دی پرېښی.
سهیل اپریدي د خېبر پښتونخوا د خراب امنیتي وضعیت په اړه بیا ټینګار وکړ، چې هلته ناامني د «تړلو دروازو تر شا د پرېکړو» نتیجه ده.
هغه همدارنګه د عمران خان له خوېندو سره یو ځای رسنیو ته وویل، چې حکومت یې کلنۍ بودجه وړاندې کوي او دوی غواړي له عمران خان سره وویني، د بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي او منظوري ترې واخلي، خو ورته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، دوی په دغه اړوند د اسلام اباد سترې محکمې ته عريضه کوي خو که غوښتنې یې بيا هم ونه منل شي، نو د جون په لسمه به په اسلام اباد کې د ملي پارلمان مخې ته پرلت ووهي او د مرکزي بودجې د منظورېدو مخه به ونیسي.