په خوست کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او مړه شوي

د طالبانو د خوست د والي ویاند وايي، چې د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ په ګوخې کلي کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د طالبانو د خوست د والي ویاند وايي، چې د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ په ګوخې کلي کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو ځوانانو جسدونه د طالبانو د خوست امنیه قوماندانۍ ځواکونو، د اطفایې مدیریت مسوولینو او ځایي اوسېدونکو په ګډو هڅو له اوبو رااېستل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د امریکا ځواکونو تیره شپه په کویټ کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر ضد ویشتل شوي دوه بالستیک توغندي په بریالیتوب سره شنډ کړي او کوم امریکايي سرتېری ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فاري ژبې اېکس پاڼه ویلي چې تیره شپه د ختیځې امریکا په وخت ۱۱ بجې د ایران له لوري ویشتل شوي دوه بالستیک توغندي د کویټ په خاوره کې د مېشتو امریکايي ځواکونو هدف وو.
په بیان کې ویل شوي چې امریکايي ځواکونو دغه توغندي په فضا کې له منځه وړي او برید ناکام شوی دی.
دغه وزارت زیاتوي چې په پېښه کې هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه دی اوښتی.
همداراز د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د اوربند د ملاتړ تر څنګ به خپلو ځواکونو ته د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د بشپړ چمتووالي او دفاعي تدابیرو ته دوام ورکړي.
د لبنان په پارلمان کې د حـ . ـزبالله استازي حسن فضلالله ویلي چې د لبنان په ټوله خاوره کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې حزبالله د جګړو د درولو او د لبنان د امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړ اوربند له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
حسن فضلالله ویلي: «موږ په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوو.»
هغه زیاته کړې چې د بشپړ اوربند پلي کېدل کولی شي د دې زمینه برابره کړي چې اسراییلي ځواکونه د لبنان له ټولو سیمو ووځي.
د حزبالله د استازي په وینا، د جګړو پای ته رسېدل او د بهرنیو ځواکونو وتل د لبنان د ثبات او امنیت لپاره مهم ګامونه ګڼل کېږي.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري او د جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنې زیاتې شوې دي.
یو امریکایي چارواکي د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا یوه الوتکه د ایران د بوشهر ولایت په مربوطاتو کې نسکوره شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بوشهر ته نږدې هېڅ امریکایي الوتکه نه ده ویشتل شوې.
تر دې وړاندې د ایران دولتي ټلوېزیون د جمعې په سهار راپور ورکړی و چې د بوشهر ولایت د «جم» ولسوالۍ په سیمه کې یوه امریکایي الوتکه له منځه وړل شوې ده.
د ایران رسنیو دغه ادعا د ایراني دولتي چارواکي مسعود تنګستاني له قوله خپره کړې، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه نور جزیات یا خپلواک تایید نه دی وړاندې شوی.
د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د جګړو په ترڅ کې د جنسي تاوتریخوالي پر ضد ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د جګړو له امله انساني تلفات خورا درانه وو او ملکي وګړي په دوامداره ډول د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
دغه ادارې په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، په اوسط ډول په هرو ۱۴ دقیقو کې یو ملکي وګړی وژل شوی.
دوی زیاته کړې، چې په جګړو کې جنسي تاوتریخوالی لا هم د جګړې، وېرې او ځپلو د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، چې زرګونه ښځې، نارینه او ماشومان یې قرباني شوي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په بېلابېلو شخړو کې د انسانیت هغه ګډ احساس چې د تاوتریخوالي مخه نیسي، د سیاسي پرېکړو له امله کمزوری کېږي.
په بیان کې ویل شوي: «جګړې قوانین لري، او د ملکي وګړو ساتنه اختیاري نه ده.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کولمبیا په سوېل ختیځ کې د کوکایینو د تولید او قاچاق یوې مهمې سیمې د کنټرول پر سر د دوو سیالو وسلهوالو ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۲ وسله وال وژل شوي دي.
دغه نښتې، چې په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي، د ګواویاره ولایت په ځنګلونو کې د بارانکو کولوراډو کلي ته نږدې شوې دي.
کولمبیا د دفاع وزیر پیدرو سانچېز په ټولنیزو رسنیو کې د جګړو پخلی کړی او پوځ هم دا تایید کړې، خو د دواړو ډلو د وژل شویو وسله والو د شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړي. سانچېز ویلي، سیمې ته ځواکونه استول شوي څو د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
دا جګړې د کولمبیا د انقلابي وسلهوالو ځواکونو د بېلې شوې ډلې، چې مشري یې نېستور ګرېګوریو ویرا مشهور په «ایوان مورډیسکو» کوي او بلې ډلې، چې مشري یې الکساندر دیاز مېندوزا مشهور په «کالارکا کوردوبا» کوي، ترمنځ شوې دي.