پر لبنان د اسراییل په ډرون برید کې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي

د لبنان دولتي خبري اژانس (NNA) راپور ورکړی، چې پر سویلي لبنان د اسراییل په ډرون برید کې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ اسراییل د لبنان په سویل کې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي دي.
