• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون د درېیو کسانو مړي موندل شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا ایالت د مردان ولسوالۍ په شیخ ملتون سیمه کې له یوه کور څخه د یوې ښځې په ګډون د درېیو کسانو مړي موندل شوي دي.

د ژغورنې او مرستندویه ادارې یا ریسکیو ۱۱۲۲ مسوولینو ویلي چې د پېښې له راپور ترلاسه کېدو سره سم، د دوی طبي ډله سمدستي د پېښې ځای ته ورسېده.

د سرچینو په وینا، طبي کارکوونکو د پولیسو په شتون کې لومړنۍ طبي ارزونې ترسره کړې او وروسته یې مړي د قانوني او عدلي چارو د بشپړولو لپاره روغتون ته لېږدولي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې چې د دغو جسدونو موندل کېدو په سیمه کې د خلکو ترمنځ سخته وېره او اندېښنه خپره کړې ده.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د موندل شویو مړو کې یو ښځه او خاوند او ورسره یو بل کس هم شامل دي.

تر اوسه د دې پېښې اصلي علت او انګېزه نه ده روښانه شوې، خو پولیسو ویلي چې د شواهدو د راټولولو ترڅنګ یې رسمي پلټنې پیل کړې دي. پولیس چارواکو زیاته کړې چې د پېښې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په ۹ ورځو کې ۳۰ وسله وال بریدونه شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په ۹ ورځو کې ۳۰ وسله وال بریدونه شوي
100%

د ۲۰۲۶ کال د مې له ۲۲مې تر ۳۱مې پورې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ۳۰ بریدونه ثبت شوي چې د ورته تېرې مودې په پرتله کم دي، خو مرګ‌ژوبله لوړه شوې ده. په دغو بریدونو کې ۵۶ کسان وژل شوي، ۴۰ ټپیان او ۱۶ تښتول شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د راپور له مخې، په دې موده کې بلوچستان د تاوتریخوالي مرکز پاتې شوی، ۲۴ بریدونه پکې ثبت شوي، چې په بېلابېلو ولسوالیو کې شوي دي.

که څه هم په خیبر پښتونخوا کې د بریدونو شمېر د راپور له مخې یوڅه کم و، خو د مرګ ژوبلې کچه پکې تر ټولو لوړه ثبت شوې، چې دا د کمو خو مرګونو بریدونو نښه ګڼل کېږي.

په دغه ایالت کې پر پاکستاني ځواکونو سربېره، د سولې کمېټو غړي، قبایلي مشران او سیاسي او مذهبي څېرې په نښه شوې دي.

د راپور له مخې په دې موده کې تر ټولو ډېر کارېدلي تاکتیکونه هدفي وژنې او تښتونې وې. د کوټې د چمن پاټک ته نږدې پر مسافرو وړونکي رېل ګاډي ځانمرګی برید تر ټولو خونړی پېښه بلل شوې، چې مسوولیت یې د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ منلی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په ۱۱ عملیانو کې د ۳۸ وسله والو د وژلو خبر ور کړی دی.

راپور وايي، وسله والو ډلو د عملیاتو تر څنګ د معلوماتي او تبلیغاتي جګړې برخه هم فعاله ساتلې ده. د تحریک طالبان پاکستان، د اسلامي دولت خراسان څانګې، حرکت انقلاب اسلامي پاکستان، جماعت الاحرار او اتحاد المجاهدین پاکستان په ګډون بېلابېلو ډلو د لوی اختر او حج اړوند پیغامونه د خپلو ایډیالوژیکو روایتونو د پیاوړتیا، د پلویانو د جلب او د وسله وال فعالیت د توجه لپاره کارولي دي.

بلوڅ او جهادي ډلو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د لسګونو بریدونو مسوولیت منلی دی، او په دې موده کې د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ترمنځ د تبلیغاتي جګړې شدت هم زیات شوی، چې د راپور لیکونکو په وینا، د وسله والو ډلو ترمنځ د داخلي اختلافاتو ژورتیا ښيي.

د چمن د پولیسو په یوه حوزه کې د محمود خان اڅکزي پر ضد قضیه ثبت شوې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
 د چمن د پولیسو په یوه حوزه کې د محمود خان اڅکزي پر ضد قضیه ثبت شوې
100%

د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر ضدد پولیسو په یوهحوزه کې قضیه ثبت شوې ده. اڅکزي په یوه غونډه کې ویلي چې پښتانه باید د افغانستان تذکرې هم واخلي.

د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر ضد د پولیسو په یوه حوزه کې قضیه ثبت شوې ده.

د پولیسو د راپور له مخې، دغه قضیه د عبدالولي خان په نوم یو کس په شکایت ثبت شوې، چې پکې ادعا شوې ده محمود خان اڅکزي د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال داسې څرګندونې کړې چې «د دولتي ادارو او خلکو ترمنځ د کرکې او پارونې» لامل کېدای شي.

په ثبت شوې قضیه کې ویل شوي چې اڅکزي ادعا کړې وه چې په بلوچستان کې هره ورځ موټر سوځول کېږي او ایالتي حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي همداراز اوسنی حکومت د "فورم ۴۷ له لارې راغلی حکومت" بللی او د پاکستان د پوځ په مقابل کې یې د بېلابېلو قبایلو له کسانو څخه د یوه لښکرجوړولو وړاندیز کړی دی.

د شکایت له مخې، اڅکزي د چمن اوسېدونکي هم هڅولي چې د افغانستان د تابعیت تذکرې ترلاسه کړي.

په قضیه کې دا هم راغلي چې د غونډې ګډونوالو د سړک پر سر د رسۍ په تړلو سره عامه لاره تړلې وه او خلک یې د دولتي ادارو پر ضد پارول.

د یادونې وړ ده چې محمود خان اڅکزي د مې په ۲۹مه د چمن په یادې غونډې کې ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لګول شوی اغزن تار د امریکا په غوښتنه نصب شوی او دوی به یې لرې کړي. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی و چې که افغانستان ټوټه شي، نو پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

اڅکزي په خپله وینا کې زیاته کړې وه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه کسان دوه‌ګونی تابعیت لري، نو پښتانه هم کولای شي د افغانستان تذکرې ترلاسه کړي او په ویاړ یې ښکاره کړي.

سهیل اپریدی: د عمران خان د یوې سترګې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱
سهیل اپریدی: د عمران خان د یوې سترګې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی
100%

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ادعا کړې چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د یوې سترګې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی دی. هغه ویلي چې یو ځل بیا به د اډیاله زندان مخې ته ورشي.

سهیل اپریدي د یکشنبې په شپه په پېښور کې د ګوند پارلماني غونډې ته په وینا کې وویل: «د جعلي حکومت د سخت‌دریځۍ او د زندان د ادارې د بې‌غورۍ له امله د عمران خان د یوې سترګې نږدې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی دی».

هغه زیاته کړه چې د عمران خان کورنۍ او د ګوند غړي هم له هغه سره د لیدنې اجازه نه لري، او د هغه د روغتیا په اړه معلومات پټ ساتل کېږي، چې دا چاره اندېښنې لا زیاتوي.

هغه وویل: «د سې شنبې په ورځ به یو ځل بیا ټول په ګډه د اډیاله زندان مخې ته ولاړ شو او له جعلي حکومت او د دغه حکومت له جوړوونکو څخه به وغواړو چې د عمران خان درملنه د هغه او د هغه د کورنۍ د خوښې له مخې، د هغه د خپل ډاکټر او په ټاکل شوي روغتون کې ترسره شي».

تحریک انصاف ګوند تور لګوي چې عمران خان ته د خپل ډاکټر له خوا د درملنې اسانتیاوې نه ورکول کېږي، خو مرکزي حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې عمران خان ته تل د روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سهیل اپریدي غونډې ته دا هم وویل چې په غونډه کې د اسمبلۍ د غړو پراخ ګډون هغه اوازې ردوي چې ګواکې په ګوند کې دننه کومه ډله جوړه شوې ده. هغه همدارنګه د راتلونکې بودجې په اړه هم خبرې وکړې.

ایمل ولي خان: دین د انسان او خالق ترمنځ شخصي اړیکه ده او هېڅوک یې د انحصار حق نه لري

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
ایمل ولي خان: دین د انسان او خالق ترمنځ شخصي اړیکه ده او هېڅوک یې د انحصار حق نه لري
100%

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دین د انسان او د هغه د خالق ترمنځ شخصي اړیکه ده او هېڅوک د دین د انحصار یا مطلق واک ادعا نه شي کولای. نوموړي دا څرګندونې د «رښتیا رښتیا دي»په نوم د خپلې نوې پوډکاسټ خپرونې په اړه د تبصرو پر مهال کړې دي.

اېمل ولي خان ویلي، «دا څه چې اوس روان دي، باور وکړئ چې دا لا هېڅ هم نه دي. کله چې زه خپله مخې ته راشم او په خپرونه کې د تاریخ هغه پټ فصلونه راوسپړم چې کلونه، کلونه یې د پټ ساتلو هڅې شوې دي، نو د ډېرو خلکو لپاره به یې زغمل اسانه نه وي.»

هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی: «دین د انسان او د هغه د خالق ترمنځ شخصي اړیکه ده، او هېڅوک په دې برخه کې د انحصار یا واک ادعا نه شي کولای. موږ ټول به د الله تعالی پر وړاندې په جلا توګه د خپلو کړنو ځواب ورکوو، نو د نورو د ایمان پر ځای د خپلو اعمالو او چلند په اړه فکر وکړئ.»

نوموړي په دې وروستیو کې د«ریښتیا ريښتیا دي» په نوم د پوډکاسټ خپرونه پیل کړې او ویلي یې دي چې د دې پلیټفارم موخه د پښتنو د اصلي تاریخ په اړه د متخصصینو نظرونه عامو خلکو ته رسول دي.

هغه زیاته کړې چې له دې پلیټفارم څخه به د پښتنو د تاریخ، سیاسي حقایقو، بې پرې شننو او د ورځنیو حالاتو پر بنسټ پروګرامونه خپرېږي.

په بلوچستان کې د جماعت اسلامي مشر په ځوانانو غږ کړی چې ډیموکراټیکه مبارزه پیل کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
په بلوچستان کې د جماعت اسلامي مشر په ځوانانو غږ کړی چې ډیموکراټیکه مبارزه پیل کړي
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر هدایت‌الرحمن بلوڅ پر ځوانانو غږ کړی چې وسلې دې نه اخلي، غرونو ته دې نه خېژي، بلکې د خپلو حقونو لپاره دې ډیموکراټیکه مبارزه وکړي. هغه له خلکو وغوښتل، «سړکونو ته راووځئ. دا پارلمان د کوم خان، سردار او پانګه‌وال شخصي ملکیت نه دی.

هدایت‌الرحمن بلوڅ په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې ویډیو کې ویلي: «ځوانانو! مه ناهیلي کېږئ، وسلې په لاس کې مه اخلئ، غرونو ته مه خېژئ. موږ به د بلوچستان په سړکونو په منظم ډول د ظالمانو پر وړاندې مبارزه وکړو، هغوی به له ګرېوانه راونيسو».

هغه، پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل: «دوی موږ ته د غرونو لاره راښيي او بیا راته وایي چې غرونو ته وخېژئ. وروسته به راباندې بمباري وکړي، موږ به ووژني، د ترهګرو او ورانکارو نوم به راکړي او قتل عام به راله وکړي».

نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ: «سړکونو ته راووځئ. دا پارلمان د کوم خان، سردار، پانګه‌وال او نواب شخصي ملکیت نه دی. رامخکې شئ، سیاسي ډګر ته داخل شئ، پارلمان ته راشئ او ډیموکراټیکه او سیاسي مبارزه وکړئ، څو بلوچستان د ظالمانو له منګولو خلاص کړو».

هدایت‌الرحمن بلوڅ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې یو شمېر سیاسي ګوندونه او مدني فعالان په بلوچستان کې د مرکزي حکومت پر تګلارو نیوکې کوي. د دوی په وینا، د حکومت د پالیسیو له امله په ایالت کې د بېلتون غوښتنې غږونه پیاوړي شوي او ځینې کسان د وسلوالې مبارزې لپاره غرونو ته ختلي دي.