• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خوست کې د توپان او سخت باد له امله د دوو سیمه ییزو راډیوګانو نشرات پرې شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

په خوست کې د نن سې شنبې ورځې توپان او سختو بادونو له امله د «اقرا» او «ښکلا» په نامه راډیوګانو خپرونې قطع شوې او ځینې وسایا یې زیانمن شوي. د دغو سیمه ییزو رسنیو مسوولان وایي، د بادونو له کبله د دواړو راډیوګانو نشرات په بشپړه توګه درېدلي دي.

د راډیوګانو مسوول انور صادق نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا تاوانونه د دوی له شخصي امکاناتو لوړ دي او د بیا رغونې لپاره د اړوندو ادارو او د خبریالانو د ملاتړو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.

د معلوماتو له مخې، دغه توپان او توندو بادونو یوازې یادو رسنیو ته نه، بلکې د خوست په بېلابېلو سیمو کې عامو خلکو او نورو عامه تاسیساتو ته هم مالي زیانونه اړولي دي او د زیانونو د کچې په اړه یې ارزونې لا هم په سیمه کې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنۍ له سختو اقتصادي او مسلکي ننګونو سره مخ دي او د بیان د ازادۍ د محدودېدو له امله ګڼو رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۳

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۴

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۵

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او سوریې د کورنیو چارو وزیرانو او استخباراتو رییسانو سره کتلي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
د طالبانو او سوریې د کورنیو چارو وزیرانو او استخباراتو رییسانو سره کتلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو رییس د سعودي عربستان په مکه کې له خپلو سوریايي سیالانو سره لیدلي دي. په خپرو شویو انځورونو کې سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د سوربې د کورنیو چارو له وزیر انس خطاب او استخباراتو رییس جنرال حسین السلیمه سره لیدل کیږي.

د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب په مکه کې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر او د حج د عالي کمېټې مشر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نایف بن عبدالعزیز سره هم کتلي دي.

د دې لیدنې خبر د سعودي عربستان رسمي رسنیو ور کړی دی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، چې له سعودي چارواکو سره یې لیدنه شوې ده او که نه.

په ورته وخت کې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم د سوریې د استخباراتو له رییس جنرال حسین السلیمه سره لیدلي، خو تر دې مهاله ددغو لیدنو جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

سعودي عربستان د سوریې له نوي حکومت سره نږدې اړیکې لري، خو له طالبانو سره په اړیکو کې سره له دې، چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانېستی، محتاطانه چلند لري.

د طالبانو سترې محکمې د بدني سزاوو د معلوماتو خپرول محدود کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۱
د طالبانو سترې محکمې د بدني سزاوو د معلوماتو خپرول محدود کړي
100%

د افغانستان انټرنشنل له څیړنیز راپور وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې پر افغانانو د ۱۰۷ زره دُرو سزا پلې کړې، د طالبانو سترې محکمې د ۱۴۰۵ کال د غويي له دویمې نېټې راهیسې د بدني سزاوو په اړه عامه معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د طالبانو د سترې محکمې وروستۍ خبرپاڼه چې د دُرو وهلو د سزا د تطبیق په اړه خپره شوې، د ۱۴۰۵ کال د غويي دویمې نېټې پورې اړه لري. په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې په بدخشان ولایت کې دوه کسان د «له واده بهر اړیکو» په تور هر یو په یوه کال بند او ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.

د معلوماتو دغه محدودیت د افغانستان انټرنشنل له هغه څېړنیز راپور وروسته رامنځته شوی چې د ۱۴۰۵ کال د غويي په پنځمه خپور شو. په یاد راپور کې، د طالبانو د محکمې د زرګونو رسمي خبرپاڼو، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو معلوماتو او د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو پر بنسټ څرګنده شوې وه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه، پر افغانانو له ۱۰۷ زره او ۵۵۰ څخه زیاتې دُرې تطبیق شوې دي.

په کابل کې د طالبانو دوو قضايي چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، تایید کړې چې بدني سزاوې لا هم عملي کېږي، خو د هغو جزییات نور په علني او منظم ډول نه خپرېږي.

همداراز، په ملګرو ملتونو کې یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د بدني سزاوو د کره شمېرو په اړه د نړیوالو بنسټونو لاسرسی په څرګند ډول محدود شوی دی.

شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دُرو وهلو سزا د ترلاسه کوونکو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی او له ۱۱۰۰ کسانو اوښتی دی.

دغه سزاوې تر ډېره د «له واده بهر اړیکو»، همجنسګرایانه اړیکو، «له کوره تېښتې» او ورته نورو تورونو له امله تطبیق شوې دي.

تر دې وړاندې، د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو د بدني سزاوو د سملاسي بندېدو غوښتنه کړې وه.

دوی دا ډول سزاوې «د انساني کرامت پر وړاندې تېری» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنې ښايي په شکنجه یا غیرانساني او سپکوونکي چلند واوړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د دغو تورونو لپاره د بدني سزاوو پراخ استعمال د جنسیتي تبعیض او ټولنیز کنټرول د یوه سیستماتیک نظام برخه ده چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دی.

د دوی په وینا، دغه بهیر په داسې قضايي نظام کې پلی کېږي چې خپلواکي نه لري، د عادلانه محاکمې تضمینونه پکې نشته او د بشري حقونو اساسي اصول پکې نه مراعاتېږي.

کرزی: افغانستان او افغانان د پاکستان له خوا رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
 کرزی: افغانستان او افغانان د پاکستان له خوا رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي
100%

پخواني ولسمشر کرزي پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې د پاکستان د ناامنۍ رېښې د اسلام اباد په افغان ضد سیاستونو کې ولټوي. کرزي ویلي، چې افغانستان او افغانان د پاکستان له لوري رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي او اوسنی وضعیت هم باید دې ته په پام وڅیړي.

کرزي د سې شنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۱۲مه په خپل اېکس په یوه یادښت کې اروپايي کمیسیون، د بهرنیو چارو او امنیت په برخه کې د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس او نور چارواکي منشن کړي او یادونه یې کړې، چې افغانستان د سیمې له هغو کمو هېوادونو څخه دی چې له اروپايي هېوادونوسره له یوې پېړۍ زیاتې مودې راهیسې صمیمي او دوستانه اړیکې لري او تل یې له اروپايي بنسټونو سره مثبت او رغنده تعامل کړی دی.

کرزی وايي، چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د اسلام اباد د هغو پالیسیو پایله ده چې له مخې یې په تېرو څلورو لسیزو کې بنسټپالنه پیاوړې کړې او دا یې د بهرنۍ پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه د افغانستان پر ضد د دښمنانه موخو ترلاسه کولو لپاره کارولې ده.

کرزي په خپل یادښت کې ویلي، چې هیله لري د اروپايي ټولنې استازې او نور چارواکي د عیني واقعیتونو پر بنسټ او دې حقیقت ته په پام چې افغانستان او افغانان د پاکستان له لوري رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي، د سیمې د اوسني بحران اصلي عوامل او ریښې په پام کې ونیسي.

کرزي ویلي، چې دغه عوامل د افغانستان د پراخو انساني تلفاتو او د عامه تاسیساتو د ویجاړۍ سبب شوي دي.

پخواني ولسمشر له اروپا سره د افغانستان د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او لا پراخېدو هیله ښودلې ده.

د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان له افغانستان سره په شخړه کې ښکېل پاتې شوی او وروستیو نښتو جدي بشري پایلې رامنځته کړې، چې د لا بې‌ثباتۍ او افراطیت د زیاتېدو خطر لري.

نوموړې دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، چې پاکستان د «ځاني دفاع» حق لري، چې دغه څرګندونه یې ډېری شنونکو پر افغانستان د پاکستان له بریدونو سره تړلې ده.

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي
100%

انډیا ټوډي راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او د پاکستان له دریځ څخه د امریکا ملاتړ د دې لامل شوی چې طالبان د خپلو سیمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره روسیې ته لا زیات نږدې شي. ورځپاڼه وايي، طالبان مسکو د یوه مهم ستراتیژیک شریک په توګه ارزوي.

په داسې حال کې چې پاکستان له امریکا سره خپلې اړیکې نږدې کوي او د کرښې دواړو غاړو ته کړکېچ لا هم روان دی، طالبان د نویو متحدینو په لټه کې دي.

له روسیې سره د دوی وروستی تړون، چې د شوروي او روسي جوړو پوځي تجهیزاتو پر بیارغونې تمرکز لري، د کابل او مسکو ترمنځ د لا ژورې ملګرتیا نښه ګڼل کېږي.

د هند انډیا ټوډې ورځپاڼه وايي، تاریخ داسې ښکاري چې په افغانستان کې یو ځل بیا تکرارېږي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د شوروي له خورا ګرانې جګړې څو لسیزې وروسته روسیې له کابل سره خپل تر ټولو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان له پوځي عملیاتو وروسته، چې د کابل او کندهار په ګډون یې د افغانستان ځینې ښارونه په نښه کړل، د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د وروستیو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. وروسته امریکا د اسلام‌اباد د دغو اقداماتو ملاتړ وکړ او هغه یې د پاکستان «د ځان د دفاع حق» وباله.

په دې شرایطو کې، د طالبانو مشرتابه په زیاتېدونکې توګه روسیې ته د یوه ستراتیژیک شریک په سترګه کتلي دي.

انډیا ټوډې وايي، مسکو هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له کابل سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې په پرله‌پسې ډول پراخې کړې دي. وروسته روسیه د نړۍ لومړنی او یوازینی هېواد شو چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.

که څه هم د تړون بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو د دواړو خواوو چارواکو دا د یوه داسې چوکاټ په توګه یاد کړی چې موخه یې په افغانستان کې د شته شوروي او روسي جوړو پوځي تجهیزاتو ساتنه او بیارغونه ده.

د شوروي او روسیې جوړ تجهیزات، له سپکو وسلو او زغره والو وسایطو نیولې تر پوځي لاریو او چورلکو پورې، لا هم د طالبانو د وسله وال ځواک اساسي برخه جوړوي.

انډیا ټوډي د شنونکو له قوله لیکلي چې د طالبانو او روسیې د نږدې کېدو تر ټولو مهم لامل ګډ امنیتي ګواښونه دي.

د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري د داعش خراسان څانګه (ISKP) خپل ګډ دښمن بولي.

په ۲۰۲۴ کال کې داعش په مسکو کې د «کروکس سټي هال» خونړي برید مسوولیت پرغاړه واخېست، په داسې حال کې چې طالبان هم داعش خراسان د خپلې واکمنۍ لپاره جدي ګواښ ګڼي.

د اروپايي پارلمان غړې: بروکسل ته د طالبانو د پلاوي را بلل د اروپا امنیت کمزوری کوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱
د اروپايي پارلمان غړې: بروکسل ته د طالبانو د پلاوي را بلل د اروپا امنیت کمزوری کوي
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې بروکسل ته د طالبانو بلل د اروپا اعتبار او امنیت کمزوری کوي. د هغې په وینا، د کډوالو د بېرته لېږلو لپاره د بشري حقونو د اصولو قرباني کول لویه تېروتنه ده.

د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی چې بروکسل ته د طالبانو بلل د بشري حقونو د اصولو او د اروپا د بهرني سیاست د خپلواکۍ له منځه وړل دي.

هغې وویل چې اروپا د کډوالۍ د هوکړو لپاره د خپلو اصولو په قرباني کولو سره خپل اعتبار او امنیت له لاسه ورکوي.

مېرمن نیومن ټینګار کوي چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې، ان که د کډوالو د شړلو لپاره هم وي، یوه لویه تېروتنه ده او دا لیدنې یوازې تخنیکي نه شي بلل کېدای.

مېرمن نیومن له جرمني رسنۍ «ار‌ان‌ډي» سره په مرکه کې وویل چې له دغې ډلې سره هره لیدنه، انځور او هغوی ته د ویزې ورکول، د مشروعیت ترلاسه کولو په لور یو ګام او د هغوی لپاره سیاسي بریا ده.

هغې دا پرېکړه د «ریاکارۍ» بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې په داسې حال کې د طالبانو استازو ته ویزې ورکول کېږي چې په افغانستان کې دننه د دوی مخالفان په ناامنه شرایطو کې ژوند کوي او د هغوی لپاره د ویزې ټول پروګرامونه تړل شوي دي.

د اروپايي کمیسیون له خوا په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو د ارزونې له پرېکړې وروسته، د اروپايي سیاستوالو او ناظرانو ترمنځ نیوکې خورا زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۲ زره افغان پناه غوښتونکو په اروپا کې د وتلو امر ترلاسه کړی دی.

د همدې وضعیت په لړ کې اروپايي ټولنه د طالبانو د یو پلاوي کوربه توب کوي څو د هغوی د بېرته لېږلو په اړه بحث وکړي.