• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزی: افغانستان او افغانان د پاکستان له خوا رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۱

پخواني ولسمشر کرزي پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې د پاکستان د ناامنۍ رېښې د اسلام اباد په افغان ضد سیاستونو کې ولټوي. کرزي ویلي، چې افغانستان او افغانان د پاکستان له لوري رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي او اوسنی وضعیت هم باید دې ته په پام وڅیړي.

کرزي د سې شنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۱۲مه په خپل اېکس په یوه یادښت کې اروپايي کمیسیون، د بهرنیو چارو او امنیت په برخه کې د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس او نور چارواکي منشن کړي او یادونه یې کړې، چې افغانستان د سیمې له هغو کمو هېوادونو څخه دی چې له اروپايي هېوادونوسره له یوې پېړۍ زیاتې مودې راهیسې صمیمي او دوستانه اړیکې لري او تل یې له اروپايي بنسټونو سره مثبت او رغنده تعامل کړی دی.

کرزی وايي، چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د اسلام اباد د هغو پالیسیو پایله ده چې له مخې یې په تېرو څلورو لسیزو کې بنسټپالنه پیاوړې کړې او دا یې د بهرنۍ پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه د افغانستان پر ضد د دښمنانه موخو ترلاسه کولو لپاره کارولې ده.

کرزي په خپل یادښت کې ویلي، چې هیله لري د اروپايي ټولنې استازې او نور چارواکي د عیني واقعیتونو پر بنسټ او دې حقیقت ته په پام چې افغانستان او افغانان د پاکستان له لوري رامنځته شوي ترورېزم قرباني دي، د سیمې د اوسني بحران اصلي عوامل او ریښې په پام کې ونیسي.

کرزي ویلي، چې دغه عوامل د افغانستان د پراخو انساني تلفاتو او د عامه تاسیساتو د ویجاړۍ سبب شوي دي.

پخواني ولسمشر له اروپا سره د افغانستان د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او لا پراخېدو هیله ښودلې ده.

د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان له افغانستان سره په شخړه کې ښکېل پاتې شوی او وروستیو نښتو جدي بشري پایلې رامنځته کړې، چې د لا بې‌ثباتۍ او افراطیت د زیاتېدو خطر لري.

نوموړې دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، چې پاکستان د «ځاني دفاع» حق لري، چې دغه څرګندونه یې ډېری شنونکو پر افغانستان د پاکستان له بریدونو سره تړلې ده.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۳

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۴

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۵

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

•
•
•

نور کیسې

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي
100%

انډیا ټوډي راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او د پاکستان له دریځ څخه د امریکا ملاتړ د دې لامل شوی چې طالبان د خپلو سیمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره روسیې ته لا زیات نږدې شي. ورځپاڼه وايي، طالبان مسکو د یوه مهم ستراتیژیک شریک په توګه ارزوي.

په داسې حال کې چې پاکستان له امریکا سره خپلې اړیکې نږدې کوي او د کرښې دواړو غاړو ته کړکېچ لا هم روان دی، طالبان د نویو متحدینو په لټه کې دي.

له روسیې سره د دوی وروستی تړون، چې د شوروي او روسي جوړو پوځي تجهیزاتو پر بیارغونې تمرکز لري، د کابل او مسکو ترمنځ د لا ژورې ملګرتیا نښه ګڼل کېږي.

د هند انډیا ټوډې ورځپاڼه وايي، تاریخ داسې ښکاري چې په افغانستان کې یو ځل بیا تکرارېږي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د شوروي له خورا ګرانې جګړې څو لسیزې وروسته روسیې له کابل سره خپل تر ټولو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان له پوځي عملیاتو وروسته، چې د کابل او کندهار په ګډون یې د افغانستان ځینې ښارونه په نښه کړل، د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د وروستیو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. وروسته امریکا د اسلام‌اباد د دغو اقداماتو ملاتړ وکړ او هغه یې د پاکستان «د ځان د دفاع حق» وباله.

په دې شرایطو کې، د طالبانو مشرتابه په زیاتېدونکې توګه روسیې ته د یوه ستراتیژیک شریک په سترګه کتلي دي.

انډیا ټوډې وايي، مسکو هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له کابل سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې په پرله‌پسې ډول پراخې کړې دي. وروسته روسیه د نړۍ لومړنی او یوازینی هېواد شو چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.

که څه هم د تړون بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو د دواړو خواوو چارواکو دا د یوه داسې چوکاټ په توګه یاد کړی چې موخه یې په افغانستان کې د شته شوروي او روسي جوړو پوځي تجهیزاتو ساتنه او بیارغونه ده.

د شوروي او روسیې جوړ تجهیزات، له سپکو وسلو او زغره والو وسایطو نیولې تر پوځي لاریو او چورلکو پورې، لا هم د طالبانو د وسله وال ځواک اساسي برخه جوړوي.

انډیا ټوډي د شنونکو له قوله لیکلي چې د طالبانو او روسیې د نږدې کېدو تر ټولو مهم لامل ګډ امنیتي ګواښونه دي.

د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري د داعش خراسان څانګه (ISKP) خپل ګډ دښمن بولي.

په ۲۰۲۴ کال کې داعش په مسکو کې د «کروکس سټي هال» خونړي برید مسوولیت پرغاړه واخېست، په داسې حال کې چې طالبان هم داعش خراسان د خپلې واکمنۍ لپاره جدي ګواښ ګڼي.

د اروپايي پارلمان غړې: بروکسل ته د طالبانو د پلاوي را بلل د اروپا امنیت کمزوری کوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱
د اروپايي پارلمان غړې: بروکسل ته د طالبانو د پلاوي را بلل د اروپا امنیت کمزوری کوي
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې بروکسل ته د طالبانو بلل د اروپا اعتبار او امنیت کمزوری کوي. د هغې په وینا، د کډوالو د بېرته لېږلو لپاره د بشري حقونو د اصولو قرباني کول لویه تېروتنه ده.

د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی چې بروکسل ته د طالبانو بلل د بشري حقونو د اصولو او د اروپا د بهرني سیاست د خپلواکۍ له منځه وړل دي.

هغې وویل چې اروپا د کډوالۍ د هوکړو لپاره د خپلو اصولو په قرباني کولو سره خپل اعتبار او امنیت له لاسه ورکوي.

مېرمن نیومن ټینګار کوي چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې، ان که د کډوالو د شړلو لپاره هم وي، یوه لویه تېروتنه ده او دا لیدنې یوازې تخنیکي نه شي بلل کېدای.

مېرمن نیومن له جرمني رسنۍ «ار‌ان‌ډي» سره په مرکه کې وویل چې له دغې ډلې سره هره لیدنه، انځور او هغوی ته د ویزې ورکول، د مشروعیت ترلاسه کولو په لور یو ګام او د هغوی لپاره سیاسي بریا ده.

هغې دا پرېکړه د «ریاکارۍ» بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې په داسې حال کې د طالبانو استازو ته ویزې ورکول کېږي چې په افغانستان کې دننه د دوی مخالفان په ناامنه شرایطو کې ژوند کوي او د هغوی لپاره د ویزې ټول پروګرامونه تړل شوي دي.

د اروپايي کمیسیون له خوا په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو د ارزونې له پرېکړې وروسته، د اروپايي سیاستوالو او ناظرانو ترمنځ نیوکې خورا زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۲ زره افغان پناه غوښتونکو په اروپا کې د وتلو امر ترلاسه کړی دی.

د همدې وضعیت په لړ کې اروپايي ټولنه د طالبانو د یو پلاوي کوربه توب کوي څو د هغوی د بېرته لېږلو په اړه بحث وکړي.

پخواني بندیان: د طالبانو په زندانونو کې لاهم زندانیان شکنجه کیږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۱
پخواني بندیان: د طالبانو په زندانونو کې لاهم زندانیان شکنجه کیږي
100%

لږ تر لږه څلورو پخوانيو بندیانواو د هغوی نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ کېږي او له هغوی څخه جبري اعترافونه اخیستل کېږي.

یو پخوانی بندي چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي ویلي چې طالبانو هغه له مشخص تور پرته یوه شپه او ورځ بندي کړی و او د پلټنو پر مهال یې سخت شکنجه کړی دی.

هغه ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونه د بندیانو لاسونه، پښې او سترګې تړي او هغوی په برېښنا (برقي شوک) ربړوي.

له کندوز ولایت څخه یو بل پخوانی بندي وایي چې ډېر کسان له ثبوت پرته نیول کیږي او تور پرې لګیږي، چې د طالبانو له مخالفانو سره همکاري لري.

د هغه په وینا، ځینې بندیان له زندان نه تر خلاصون ورورسته هم له بد چلند او شکنجې سره مخ کېږي.

دا روایتونه په داسې حال کې خپرېږي چې مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو چې په هرات کې یو ځوان د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بندیانو د کورنۍ یو غړی هم ورته کیسه لري. د هغه په وینا، ورور یې له جرم پرته نیول شوی، شکنجه شوی او وروسته تر خوشې کېدو ورته ویل شوي چې طالبانو ته جاسوسي وکړي.

یو بل کس ادعا کوي چې زوی یې د طالبانو په بند کې له شکنجې لاندې راغلی او جبري اعتراف ته اړ ایستل شوی دی.

دا ټولې سرچینې د امنیتي خطرونو له امله خپل نومونه نه څرګندوي.

له بلې خوا، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ډول راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو د قوانینو له مخې په بند کې شکنجه په بشپړه توګه منع ده.

خو ځینې پخوانۍ ښځینه بندیانې دا ادعا ردوي. پخوانۍ بندي ظریفې یعقوبي ل دې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو په زندان کې له سختې شکنجې او جبري اعتراف سره مخ شوې وه.

طالبان وايي د اختر په ورځو کې څلور میلیونه کسانو له تفریحي سیمو لیدنه کړې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
 طالبان وايي د اختر په ورځو کې څلور میلیونه کسانو له تفریحي سیمو لیدنه کړې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د لوی اختر په ورځو کې نږدې «څلور میلیونه» کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو لیدنه کړې ده. دغه وزارت زرغونو سیمو، پارکونونو او تاریخي ځایونو ته تلونکي ټول کسان د سیلانیانو په توګه یاد کړي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن سې شنبه، د غبرګولي ۱۲مه په یوه ویډیو پېغام کې ویلي، چې دغه کورني او بهرني سیلانیان تر ټولو زیات هغو ولایتونو ته تللي دي چې مهمې طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبې لري.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تفریحي او تاریخي ځایونو شتون د دې لامل شوی چې په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لېوالتیا ورته زیاته شي.

نوموړي له سېلانیانو غوښتني، چې هغه سیمو ته چې د چکر لپاره ځي باید د سیمې د خلکو کلتور او همدراز چاپېریال ساتنې ته زیات پام وکړي او همدراز د سیمې له خلکو یې غوښتي چې له سیلانیانو سره د خپل کلتور له مخې ښه چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې (د غبرګولي ۹مه) د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د سېلانیانو د هوایي ډزو او مرمیو له امله د پارون اړوند اسټوي کلي یو اوسېدونکی چې زین‌السلام نومیده وژل شوی دی.

د اسټوي کلي اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د مېلو په ورځو کې دې نورستان ته ورتلونکي سیلانیان له وسلو سره نه ور پرېښودل کیږي.

د طالبانو ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د رغونې چارو د چټکولو خبر ور کړی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۱
د طالبانو ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د رغونې چارو د چټکولو خبر ور کړی
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو د لویې لارې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه. نوموړي د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د سالنګونو ټولې پلان شوې چارې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۱۲مه په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ددغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د سالنګونو د لویې لارې د بېلابېلو برخو او د قراردادي شرکتونو د کمپونو له رغنیزو چارو لیدنه او ارزونه کړې ده.

نوموړي د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د دغې لویې لارې د روان کال ټولې پلان شوې چارې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په جنوبي سالنګ کې د بیارغونې عملي چارې روانې دي او د دوو نورو برخو لپاره اړینه ماشینري، تجهیزات او تخنیکي امکانات په ساحه کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزیر خپلو لاس لاندې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د پاتې برخو عملي چارې هم په چټکۍ سره پیل او د ټاکل شوي پلان له مخې پرمخ یوسي.

د سالنګونو د بیارغونې پروژه په درېیو برخو؛ شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي – خنجان مسیرونو کې پلې کېږي، چې د تېر کال پلان شوې چارې یې بشپړې شوې دي.

د قراردادي شرکتونو مسوولینو د طالبانو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د کارونو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

بلخوا، د ټولګټو وزارت ویلي چې اوس مهال پر سالنګ لویه لاره د باروړونکو او مسافروړونکو وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري او که د لارې د تړل کېدو یا د وسایطو د نوبتي تګ راتګ اړتیا رامنځته شي، څو ورځې وړاندې به رسمي خبرتیا خپره کړي.