د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو شیاویونګ اسلاماباد ته تللی، چې له پاکستاني چارواکو سره د ارومچي خبرو اترو د دویم پړاو د پیل پر لارو چارو خبرې وکړي.
دا سفر د هغو پرلهپسې ډیپلوماټیکو هڅو برخه بلل کېږي چې چین یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو «اورمچي بهیر» د بیا فعالولو لپاره کوي.
یو شیاویونګ د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره وکتل او وروسته یې پر خپل اېکس ولیکل، چې د ارومچي بهیر په اړه یې، چې په اپرېل میاشت کې پیل شوی و، رغنده او ګټورې خبرې کړې دي.
له دې ناستې وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ارومچي خبرو اترو ته له اشارې پرته وویل، چې له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ او د هغه له ملګري پلاوي سره یې د سیمهییز امنیت په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
صادق زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې یې دده په وینا، له افغان خاورې دټي ټي پي اوختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو له امله د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې، چې د سیمې د ټیکاو لپاره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې او ترهګرۍ ضد هڅې سره همغږې کړي.
تر دې وړاندې، یوی شیاویونګ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي وو، چې په هغه لیدنه کې دواړو لوریو د اورمچي بهیر د دوام پر اهمیت ټینګار کړی و.
د چین ځانګړي استازي اسلام اباد ته له سفر وړاندې د مې پر۱۵مه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي سهیل شاهین او په بهرنیو چارو کې د قطر ددولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره جلا لیدنې کړې وې. په دغو لیدنو کې د افغانستان د وضعیت، سیمهییز امنیت او د همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی و.
تر دې وړاندې، یو شیاویونګ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي وو او په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ارومچي بهیر د دوام پر اهمیت ټینګار کړی و.
وروسته د مې پر۲۱مه او ۲۲مه نوموړی په اسلاماباد کې د چین-پاکستان د دیپلوماتیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مراسمو کې د چین د پلاوي له غړو سره یوځای ګډون وکړ.
د چین د دغو پرلهپسې اړیکوموخه د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د یو منظم او دوامدار چوکاټ رامنځته کول بلل کېږي، چې د دوه اړخیزو اختلافاتو د کمولو لپاره ډیپلوماټیکه لاره فعاله وساتل شي او اوسنی نااعلان شوی اوربند وغځیږي.
د ارومچي په لومړي پړاو خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ټیټپوړو پلاویو ګډون کړی او د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ اعلان وکړ، چې دواړو هېوادونو په خبرو کې دا منلې چې پاروونکي ګامونه به نه اخلي.
ماو زیاته کړه چې چین به له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې او خبرې دوامدارې وساتي او د خبرو اترو لپاره به یو وړ پلیټفارم برابر کړي.
طالبان په خپلو رسمي دریځونو کې د ارومچي خبرو اترو په اړه خوشبیني ښيي او ددغه بهیر د غځېدو او له پاکستان سره یوې حل لارې ته پر رسېدو ټینګار کوي، خو د اسلام اباد له دریځونو داسې برېښي چې طالبان تر فشار لاندې ساتل غواړي او د خبرو اترو د پایلو او دوام په تړاو محتاط دی.