ازبکستان له افغانستان سره د څه باندې ۴۰ ټنه معیاري تخمونو مرسته کړې

د ازبکستان د کرنې وزارت او د تخمونو د پراختیا مرکز د افغانستان بزګرانو او کرنیزو بنسټونو ته د معیاري کرنیزو تخمونو مرسته لیږلې ده.

د ازبکستان د کرنې وزارت او د تخمونو د پراختیا مرکز د افغانستان بزګرانو او کرنیزو بنسټونو ته د معیاري کرنیزو تخمونو مرسته لیږلې ده.
د تاشکند د کرنې او د تخمونو د پراختیا مرکز ویلي، په دې مرسته کې ۲۰ ټنه د پنبې تصدیق شوي تخمونه، ۲۰ ټنه وریجې او ۵۰۰ کیلوګرامه د سبزیجاتو او خټکیو لوړ کیفیت تخمونه شامل دي.
د معلوماتو له مخې دغه مرسته د افغانستان د خوړو د امنیت د ملاتړ، په کلیو کې د کارموندنې د زیاتوالي، او د کرنې په سکټور کې د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د معرفي کولو په موخه شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو د لویې لارې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه. نوموړي د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د سالنګونو ټولې پلان شوې چارې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې کړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۱۲مه په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ددغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د سالنګونو د لویې لارې د بېلابېلو برخو او د قراردادي شرکتونو د کمپونو له رغنیزو چارو لیدنه او ارزونه کړې ده.
نوموړي د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د دغې لویې لارې د روان کال ټولې پلان شوې چارې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په جنوبي سالنګ کې د بیارغونې عملي چارې روانې دي او د دوو نورو برخو لپاره اړینه ماشینري، تجهیزات او تخنیکي امکانات په ساحه کې ځای پر ځای شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو وزیر خپلو لاس لاندې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د پاتې برخو عملي چارې هم په چټکۍ سره پیل او د ټاکل شوي پلان له مخې پرمخ یوسي.
د سالنګونو د بیارغونې پروژه په درېیو برخو؛ شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي – خنجان مسیرونو کې پلې کېږي، چې د تېر کال پلان شوې چارې یې بشپړې شوې دي.
د قراردادي شرکتونو مسوولینو د طالبانو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د کارونو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا، د ټولګټو وزارت ویلي چې اوس مهال پر سالنګ لویه لاره د باروړونکو او مسافروړونکو وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري او که د لارې د تړل کېدو یا د وسایطو د نوبتي تګ راتګ اړتیا رامنځته شي، څو ورځې وړاندې به رسمي خبرتیا خپره کړي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ارومچي خبرو د دویم پړاو پیلېدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی. یو شیاویونګ له دې وړاندې په کابل او قطر کې د طالبانو او قطر له استازو سره هم لیدلي.
د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو شیاویونګ اسلاماباد ته تللی، چې له پاکستاني چارواکو سره د ارومچي خبرو اترو د دویم پړاو د پیل پر لارو چارو خبرې وکړي.
دا سفر د هغو پرلهپسې ډیپلوماټیکو هڅو برخه بلل کېږي چې چین یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو «اورمچي بهیر» د بیا فعالولو لپاره کوي.
یو شیاویونګ د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره وکتل او وروسته یې پر خپل اېکس ولیکل، چې د ارومچي بهیر په اړه یې، چې په اپرېل میاشت کې پیل شوی و، رغنده او ګټورې خبرې کړې دي.
له دې ناستې وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ارومچي خبرو اترو ته له اشارې پرته وویل، چې له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ او د هغه له ملګري پلاوي سره یې د سیمهییز امنیت په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
صادق زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې یې دده په وینا، له افغان خاورې دټي ټي پي اوختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو له امله د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې، چې د سیمې د ټیکاو لپاره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې او ترهګرۍ ضد هڅې سره همغږې کړي.
تر دې وړاندې، یوی شیاویونګ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي وو، چې په هغه لیدنه کې دواړو لوریو د اورمچي بهیر د دوام پر اهمیت ټینګار کړی و.
د چین ځانګړي استازي اسلام اباد ته له سفر وړاندې د مې پر۱۵مه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي سهیل شاهین او په بهرنیو چارو کې د قطر ددولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره جلا لیدنې کړې وې. په دغو لیدنو کې د افغانستان د وضعیت، سیمهییز امنیت او د همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی و.
تر دې وړاندې، یو شیاویونګ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي وو او په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ارومچي بهیر د دوام پر اهمیت ټینګار کړی و.
وروسته د مې پر۲۱مه او ۲۲مه نوموړی په اسلاماباد کې د چین-پاکستان د دیپلوماتیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مراسمو کې د چین د پلاوي له غړو سره یوځای ګډون وکړ.
د چین د دغو پرلهپسې اړیکوموخه د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د یو منظم او دوامدار چوکاټ رامنځته کول بلل کېږي، چې د دوه اړخیزو اختلافاتو د کمولو لپاره ډیپلوماټیکه لاره فعاله وساتل شي او اوسنی نااعلان شوی اوربند وغځیږي.
د ارومچي په لومړي پړاو خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ټیټپوړو پلاویو ګډون کړی او د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ اعلان وکړ، چې دواړو هېوادونو په خبرو کې دا منلې چې پاروونکي ګامونه به نه اخلي.
ماو زیاته کړه چې چین به له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې او خبرې دوامدارې وساتي او د خبرو اترو لپاره به یو وړ پلیټفارم برابر کړي.
طالبان په خپلو رسمي دریځونو کې د ارومچي خبرو اترو په اړه خوشبیني ښيي او ددغه بهیر د غځېدو او له پاکستان سره یوې حل لارې ته پر رسېدو ټینګار کوي، خو د اسلام اباد له دریځونو داسې برېښي چې طالبان تر فشار لاندې ساتل غواړي او د خبرو اترو د پایلو او دوام په تړاو محتاط دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې ده، چې د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال میرزا کټوازی د واشنګټن په ډالس نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی. د یاد وزارت د ویاند په وینا، کټوازی د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰مې مادې له مخې د ایستلو وړ دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند ددوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل - پښتو د برېښنالیک په ځواب کې تایید کړه، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال میرزا کټوازی د واشنګټن په ډالس نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړی د کډوالۍ له قوانینو د سرغړونې له امله له امریکا څخه د اېستلو وړ پېژندل شوی دی او اوسمهال په توقیف کې دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د دغه هېواد د ګمرکونو او سرحدي ساتنې پولیسو د ۲۰۲۶ کال د مې په ۲۷مه نېټه په ډلس هوايي ډګر کې میرزا کټوازی درولی او تر څېړنو وروسته معلومه شوې چې هغه د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰ مادې له مخې د شړلو وړ دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند زیاته کړې، چې مېرزا کټوازی ته د کډوالۍ د قاضي پر وړاندې د حاضرېدو خبرتیا ورکړل شوې ده.
د هغه په وینا، کټوازی دا مهال د نورو قانوني پړاوونو د تېرولو لپاره د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې په توقیف کې دی.
د امریکا د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰ مادې پر بنسټ، هغه کسان چې په غیرقانوني توګه امریکا ته ننوځي یا د ویزې شرایط نقض کړي، د اخراج له پروسې سره مخ کېږي.
دوه ورځې وړاندې د غبرګولي پر ۹مه باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ولسي جرګي پخوانی مرستیال او سوداګر میرزا ګټوازی د امریکا په یوه هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، اټوازی د دې له امله نیول شوی دی، چې د ګرین کارت په لرلو سره یې افغانستان ته سفر کړی و او پلټنې ترې روانې دي.
میرزا کټوازي ته نژدې سرچینو ویلي ، چې له نوموړي سره امریکا ته په سفر کې د هغه مېرمنې هم ملتیا کوله، خو مېرمنې ته یې اجازه ورکړل شوې چې له هوايي ډګره ووځي.
دغو سرچینو زیاته کړې، چې کټوازی د مالي فساد په کومه موضوع کې نه دی نیول شوی، بلکې یوازې افغانستان ته د سفر کولو له امله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
میرزا کټوازی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې په خپلو سوداګریزو چارو کې فعال پاتې شوی.
تېر کال د زمري څلورمه او پنځمه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د نوموړي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي.
سرچینې ویلي وو، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي ول. د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون رییس عبدالحکیم شرعي په یوه مکتوب کې د طالبانو له بېلابېلو ادارو غوښتي وو چې د میرزا کټوازي قراردادونه لغوه کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ سره د سیمهییزو امنیتي ګواښونو او په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
دواړه خواوو د سیمې د ثبات ساتلو د همغږۍ پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ ضد ګدو همکاریو پر پراختیا هم هوکړه کړې ده. دغه لیدنه داسې مهال شوې، چې چین هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ کم کړي.
اسلاماباد ادعا کوي، چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي او طالبانو په افغان خاوره کې ورته پناه ورکړې ده. طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې ناامني او د وسلهوالو فعالیتونه د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
محمد صادق خان د سېشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له افغان خاورې د پاکستاني طالبانو تحریک او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو او د رامنځته شويو ګواښونو په ګډون د سیمهییز امنیت په اړه رغنده بحثونه شوي دي.
اسلاماباد ادعا کوي، چې د ټيټيپي ډلې ګڼ غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه فعالیت کوي؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. د پاکستان او طالبانو اړیکې د روان زېږدیز کال په پیل کې پر ډیورنډ کرښه د خونړیو نښتو له امله کړکېچنې شوې او د دواړه خواوو ترمنځ د وروستیو کلونو تر ټولو جدي تقابل رامنځته شوی.
له هغه وخت راهیسې چین خپلې ډیپلوماتیکې هڅې پراخې کړې؛ څو د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي. یو شیاویونګ د مارچ په میاشت کې د اسلاماباد او کابل ترمنځ څو ډیپلوماتیک سفرونه وکړل. همدارنګه چین د سینکیانګ سیمې په مرکز اورومچي کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه هم و.
چینایي چارواکو په ښکاره له دواړو خواوو غوښتي، چې خپل اختلافات د پوځي اقدام پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. دوی د اوربند د ټینګښت او پراخ سیاسي تفاهم د رامنځته کېدو له هڅو ملاتړ هم کړی دی.
د اپرېل په میاشت کې پاکستان او طالبان د چین په منځګړیتوب بیا خبرو ته کېناستل؛ څو کړکېچونه راکم کړي او پر ډیورنډ کرښه د امنیت، د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او اقتصادي همکاریو لپاره د اوږدمهاله چوکاټ په اړه بحث وکړي.
وروسته دواړه خواوو دغه خبرې «رغنده او ګټورې» وبللې او چین هم اعلان وکړه، چې د مذاکراتو بهیر د پرمختګ په حال کې دی.
د فرانسې په امبر ښار کې له ۷۵۰ زیاتو زدهکوونکو د افغانستان او عراق د لوږې ضد ځغاستې سیالیو کې ګډون کړی دی. د دغه سیالیو موخه په نړۍ کې د لوږې د ناورین په اړه د عامه پوهاوي لوړول او په خیریه فعالیتونو کې د فرانسوي ځوانانو د ونډې اخیستنې هڅول بلل شوي دي.
ګډونوالو زدهکوونکو د خپلو هڅو له لارې د افغانستان، عراق او د مرکزي افریقا جمهوریت د اړمنو خلکو لپاره مالي مرستې راټولې کړې. دغه پروګرام د یاد ښار په ورزشي لوبغالي کې د ګڼ شمېر زدهکوونکو په ګډون ترسره شوی.
یاده سیالي د سیمهییزو تنظیموونکو د یوې ډلې په نوښت جوړه شوې وه. زدهکوونکو د ځغاستې هر پړاو په بشپړولو هغه مالي مرستې راټولې کړې، چې مخکې د مرستندویه ټولنو لهخوا ورسره ژمنه شوې وه.
تنظیموونکو ویلي، چې دغه اقدام د نړۍوالې همغږۍ او د زدهکوونکو ترمنځ د ټولنیز مسوولیت د احساس یوه څرګنده بېلګه ده. د دوی په وینا؛ دغه ډول نوښتونه او حتی د هر انسان کوچنۍ مرستې هم کولای شي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړمنو خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون راولي.