• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ سره د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

دواړه خواوو د سیمې د ثبات ساتلو د همغږۍ پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ ضد ګدو همکاریو پر پراختیا هم هوکړه کړې ده. دغه لیدنه داسې مهال شوې، چې چین هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ کم کړي.

اسلام‌‌اباد ادعا کوي، چې وسله‌‌والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي او طالبانو په افغان خاوره کې ورته پناه ورکړې ده. طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې ناامني او د وسله‌والو فعالیتونه د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
محمد صادق خان د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له افغان خاورې د پاکستاني طالبانو تحریک او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو او د رامنځته شويو ګواښونو په ګډون د سیمه‌ییز امنیت په اړه رغنده بحثونه شوي دي.

اسلام‌‌اباد ادعا کوي، چې د ټي‌ټي‌پي ډلې ګڼ غړي په افغانستان کې پناه‌ ځایونه لري او له هماغه ځایه فعالیت کوي؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. د پاکستان او طالبانو اړیکې د روان زېږدیز کال په پیل کې پر ډیورنډ کرښه د خونړیو نښتو له امله کړکېچنې شوې او د دواړه خواوو ترمنځ د وروستیو کلونو تر ټولو جدي تقابل رامنځته شوی.

له هغه وخت راهیسې چین خپلې ډیپلوماتیکې هڅې پراخې کړې؛ څو د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي. یو شیاویونګ د مارچ په میاشت کې د اسلام‌‌اباد او کابل ترمنځ څو ډیپلوماتیک سفرونه وکړل. همدارنګه چین د سین‌کیانګ سیمې په مرکز اورومچي کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه هم و.

چینایي چارواکو په ښکاره له دواړو خواوو غوښتي، چې خپل اختلافات د پوځي اقدام پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. دوی د اوربند د ټینګښت او پراخ سیاسي تفاهم د رامنځته کېدو له هڅو ملاتړ هم کړی دی.

د اپرېل په میاشت کې پاکستان او طالبان د چین په منځګړیتوب بیا خبرو ته کېناستل؛ څو کړکېچونه راکم کړي او پر ډیورنډ کرښه د امنیت، د وسله‌‌والو ډلو د فعالیتونو او اقتصادي همکاریو لپاره د اوږدمهاله چوکاټ په اړه بحث وکړي.

وروسته دواړه خواوو دغه خبرې «رغنده او ګټورې» وبللې او چین هم اعلان وکړه، چې د مذاکراتو بهیر د پرمختګ په حال کې دی.

ترویج لرونکی

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې
۱

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۲

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۵

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

•
•
•

نور کیسې

سلګونه فرانسوي زده‌کوونکو د افغانستان او عراق د لوږې ضد سیالیو کې ګډون کړی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
سلګونه فرانسوي زده‌کوونکو د افغانستان او عراق د لوږې ضد سیالیو کې ګډون کړی
100%

د فرانسې په امبر ښار کې له ۷۵۰ زیاتو زده‌کوونکو د افغانستان او عراق د لوږې ضد ځغاستې سیالیو کې ګډون کړی دی. د دغه سیالیو موخه په نړۍ کې د لوږې د ناورین په اړه د عامه پوهاوي لوړول او په خیریه فعالیتونو کې د فرانسوي ځوانانو د ونډې اخیستنې هڅول بلل شوي دي.

ګډونوالو زده‌کوونکو د خپلو هڅو له لارې د افغانستان، عراق او د مرکزي افریقا جمهوریت د اړمنو خلکو لپاره مالي مرستې راټولې کړې. دغه پروګرام د یاد ښار په ورزشي لوبغالي کې د ګڼ شمېر زده‌کوونکو په ګډون ترسره شوی.

یاده سیالي د سیمه‌ییزو تنظیموونکو د یوې ډلې په نوښت جوړه شوې وه. زده‌کوونکو د ځغاستې هر پړاو په بشپړولو هغه مالي مرستې راټولې کړې، چې مخکې د مرستندویه ټولنو له‌خوا ورسره ژمنه شوې وه.

تنظیموونکو ویلي، چې دغه اقدام د نړۍوالې همغږۍ او د زده‌کوونکو ترمنځ د ټولنیز مسوولیت د احساس یوه څرګنده بېلګه ده. د دوی په وینا؛ دغه ډول نوښتونه او حتی د هر انسان کوچنۍ مرستې هم کولای شي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړمنو خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون راولي.

کندهار کې نیوکه کوونکو ته د طالبانو د پوهنې ادارې ګواښ: نیوکه مه کوئ، که نه پوښتل کېږئ

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
کندهار کې نیوکه کوونکو ته د طالبانو د پوهنې ادارې ګواښ: نیوکه مه کوئ، که نه پوښتل کېږئ
100%

د طالبانو استخباراتي او امنیتي ادارې له اوږدې مودې راهیسې د خبریالانو، فعالانو او د خواله رسنیو د کاروونکو پر فعالیتونو محدودیتونه لګوي؛ خو اوس د خلکو له نیوکو سره د مقابلې لړۍ نورو ملکي ادارو ته هم غځېدلې ده.

د کندهار پر ښوونیز بهیر له نیوکو وروسته د طالبانو یادې ادارې د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکي ګواښلي او د چوپ پاتې کېدو غوښتنه یې ترې کړې ده. په کندهار کې د طالبانو پوهنې ادارې تر هغه وروسته یوشمېر د خواله رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته د څار او ورڅخه د پوښتنو خبرداری ورکړی، چې د ښوونځيو د ازموینو پر مهالوېش یې نیوکې کړې وې.

له اختر وروسته په داسې مهال چې ګڼ شمېر زده‌کوونکي لا په سفرونو او رخصتیو بوخت وو، په ښوونځیو کې ازموینې پیل شوې. دغه پرېکړه د یوشمېر زده‌کوونکو د کورنیو او د خواله رسنیو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوه.
نیوکه کوونکو ویلي، چې ډېری زده‌کوونکي د ازموینو له بهیر څخه پاتې شوي او په ټولګیو کې یوازې د ګوتو په شمېر زده‌کوونکي حاضر وو. خو د دغه نیوکو پر وړاندې د پوهنې ریاست د وضاحت او ځواب ویلو پر ځای د نیوکه کوونکو د پوښتنې او څار خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو د یادې ادارې یوه ویاند په خپلو څرګندونو کې ویلي، هغه کسان به تر پوښتنو لاندې راشي چې په دې اړه یې نیوکې کړې دي. د یاد ریاست دغه دریځ د خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
نیوکه کوونکي وایي، چې ښوونیز بنسټونه باید د زده‌کوونکو د ستونزو د حل او د خلکو د اندېښنو د اورېدو مرکزونه وي؛ نه دا چې د نیوکو پر وړاندې د اخطار او ګواښ ژبه وکاروي.

د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکي پوښتنه کوي، که د ازموینو د وخت ټاکل سمه پرېکړه وه؛ نو ولې د هغې د دفاع لپاره منطقي دلایل نه وړاندې کېږي او پر ځای یې د نیوکه کوونکو د پوښتنې خبره مطرح کېږي؟

د کندهار یو اوسېدونکی نثار احمد په دې اړه وایي: «د پوهنې ریاست اصلي دنده د زده‌کړو د کیفیت لوړول او د زده‌کوونکو ستونزو ته رسېدنه ده؛ نه د هغو کسانو څارل چې د پوهنې د بهیر په اړه خپل نظر څرګندوي».

خلک وایي، د نیوکه کوونکو د ځپلو هڅې نه یوازې ستونزې نه حلوي؛ بلکې د خلکو او ادارو ترمنځ د باور واټن نور هم زیاتوي. د خواله رسنیو یو کاروونکی عبدالله په دې اړه وایي: «د خلکو د غږ د خاموشه کولو هڅې د ستونزو د حل پر ځای د لا ډېرو نارضایتیو لامل ګرځي، ولې باید نیوکه ونه شي؟»

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په تېرو نږدې پنځو کلونو کې لسګونه خبریالان، د خواله رسنیو فعالان او مدني شخصیتونه د نیوکو او معلوماتو خپرولو له امله له فشارونو، احضارونو او محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو فعالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونو په وار وار ویلي، چې د دولتي ادارو او چارواکو له لوري د نیوکه کوونکو پر وړاندې سخت دریځ د خلکو د نظر څرګندولو حق محدودوي.

د کندهار د پوهنې ریاست وروستی دریځ هم له همدې امله د خلکو او د خواله رسنیو د کاروونکو له نیوکو سره مخ شوی؛ ځکه د هغوی په باور ښوونیز بنسټونه باید د خلکو اندېښنو ته ځواب ووایي، نه دا چې د نیوکه کوونکو د څار او پوښتنې خبره وکړي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بشري مرستو ناکافي بودجه مېلیونونه کسان له ګواښ سره مخ کوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بشري مرستو ناکافي بودجه مېلیونونه کسان له ګواښ سره مخ کوي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د تمویل کچه کمه شوې او که ژر تر ژره اضافي مالي ملاتړ برابر نه‌شي؛ نو مېلیونونه کسان به له جدي ستونزو سره مخ شي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال د بشري مرستو د پلان لپاره ټولټال ۱.۷۱ مېلیارد ډالرو ته اړتیا ده؛ خو تر مئ میاشتې پورې یوازې شاوخوا ۲۶۹ مېلیونه ډالر چې د اړتیاوو نږدې ۱۶ سلنه جوړوي، ترلاسه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د تمویل دغه تشه د دې لامل شوې چې د افغانستان زیانمنونکې ډلې چې له وړاندې له سختو اقتصادي او بشري شرایطو سره مخ دي؛ د ژوند ژغورونکو مرستو له ترلاسه کولو بې‌برخې پاتې شي.

دغه اداره ټینګار کوي، که نړۍواله ټولنه په بېړنۍ توګه د مرستو کچه لوړه نه‌کړي؛ نو د افغانستان مېلیونونه وګړي به له بشري ناورین سره مخ شي. تر دې وړاندې اوچا ویلي و، چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ۲۰۲۵کال کې ۷۳،۴ مېلیون ډالره ۱۱۹ پروژو ته ځانګړي کړي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره په ۲۰۲۶کال کې هم بشري اړتیاوې لوړې پاتې کېږي او د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره پر وخت او انعطاف‌منونکو مالي مرستو ته جدي اړتیا ده.

تېرکال؛ په ایران کې ۳۶۰زره افغان کډوال زده‌کوونکي په ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوخت وو

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱
تېرکال؛ په ایران کې ۳۶۰زره افغان کډوال زده‌کوونکي په ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوخت وو
100%

د ایران پوهنې وزارت ویلي، چې په تېر ښوونیز کال کې شاوخوا ۳۶۰زره افغان کډوال زده‌کوونکي د دغه هېواد په ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوخت وو. د یاد وزارت په وینا؛ ایران دغه زده‌کوونکو ته له تبعیض پرته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د ایران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او بهرنیو ښوونځیو د مرکز ریس محمد سلیمي دغه شمېرې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له سرمنشي یان اېګلنډ سره په لیدنه کې شریکې کړې دي.
نوموړي ویلي، ایران دغه زده‌کوونکو ته له تبعیض پرته د زده‌کړو زمینه برابره کړې او په ځینو مواردو کې یې ان د هویت اسنادو له غوښتنې پرته هم ښوونځیو ته د هغوی د لاسرسي امکان برابر کړی دی.
د نوموړي په وینا؛ د دومره شمېر کډوالو زده‌کوونکو زده‌کړې ایران ته د پام وړ لګښتونه او ننګونې هم رامنځته کړې دي. سلیمي د دغه زده‌کوونکو د ښوونیزو ستونزو یادونه هم کړې او ویلی یې دي، چې ډېری یې د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو د تجربو له امله د زده‌کړو په بهیر کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دغه ایراني چارواکي هیله څرګنده کړې، چې د ناروې د کډوالو شورا او نور نړۍوال بنسټونه به د دغه ماشومانو د ښوونیزو اړتیاوو په پوره کولو کې لا ډېره هڅه وکړي.
له بل پلوه د ایران د استثنایي زده‌کړو ادارې مشر سالار قاسمي تر دې وړاندې ویلي و، اټکل کېږي شاوخوا ۸۰زره نوي افغان زده‌کوونکي د دغه هېواد په ښوونځیو کې شامل شي.

ایراني رسنیو د ښاغلي قاسمي په حواله خبر ورکړی ړ، چې د استثنایي زده‌‌کړو ادارې د ۳۴زره نوو زده‌‌کوونکو د روغتیا ارزونه کړې او له دې وروسته به دغه افغان زده‌کوونکي د نوي ښوونیز کال لپاره په ایران کې نوم‌ لیکنه وکړي.

په جرمني کې یو افغان د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژنې په تور نیول شوی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۱
په جرمني کې یو افغان د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژنې په تور نیول شوی
100%

د جرمني پولیسو اعلان کړی، یو افغان چې د زاکسن ایالت د کمنیتس په ښار کې د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژنې په تور تورن دی، له تېښتې وروسته په چک جمهوریت کې نیول شوی او ټاکل شوې جرمني ته وسپارل شي.

پولیسو د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، ویلي چې په دې پېښه کې یوه ۳۸ کلنه افغانه ښځه وژل شوې او یوه بله ۲۰ کلنه ښځه سخته ټپي شوې ده.

د راپورونو له مخې، پېښه د ځايي وخت له مخې د سهار شاوخوا ۴:۲۵ بجې د کمنیتس ښار په یوه اپارتمان کې رامنځته شوې ده. د بېړنیو مرستو کارکوونکي د مرستې له غوښتنې وروسته سیمې ته ورغلي او هلته یې دوه ټپي شوې ښځې موندلې دي.

پولیس وايي، ۳۸ کلنې افغانې ښځې د ژغورنې د هڅو سربېره خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو ۲۰ کلنه بله ښځه د سختو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوې ده.

د جرمني پولیسو په وینا، شکمن کس له پېښې وروسته په موټر کې چک جمهوریت ته تښتېدلی و، خو شاوخوا یو نیم ساعت وروسته د پراګ او برنو ترمنځ پر لویه لاره د چک پولیسو له خوا پېژندل شوی او نیول شوی دی.

پلټونکي لا هم د پېښې په ځای کې د شواهدو راټولولو ته دوام ورکوي. پولیسو د پېښې سیمې ته نږدې د یوه چاقو د موندلو خبر هم ورکړی چې ښايي د وژنې په پېښه کې کارول شوی وي.

شکمن دا مهال د چک جمهوریت د پولیسو په توقیف کې دی او تمه ده چې د تحقیقاتو د قاضي مخې ته د حاضرېدو لپاره جرمني ته ولېږدول شي.

پولیسو تر اوسه د دې پېښې د انګېزې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې جنايي څېړنې روانې دي.