د برېتانوي ځواکونو پخوانی افغان همکار: د اسنادو له افشا کېدو وروسته د امنیت احساس نهلرم

یو افغان چې پخوا یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د برېتانیا د دفاع وزارت له لوري د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته هغه او د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې له جدي امنیتي اندېښنو سره مخ شوي دي.
