• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هوا پوهنې اداره: د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ به د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او برېښنا ترڅنګ د سېلابونو د راوتلو احتمال موجود وي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، کندوز، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، میدان‌وردګ، سرپل، فاریاب، غور، خوست، لوګر، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده، چې له امله یې د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د ځینو سیمو د سېلابي کېدو ګواښ شته.

دغه راز د هوا پوهنې ادارې په یوه جلا خبرداري کې ویلي چې په مرکزي، شمالي، سوېل‌ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو احتمال هم شته.

د خبر له مخې، د بادونو سرعت به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي، چې له امله یې د لید کچه ټیټېدل، د سړکونو خنډونه او د ځینو سیمو لپاره د تګ راتګ ستونزې رامنځته کېدای شي.

مسوولان له خلکو غوښتنه کوي چې د احتمالي سېلابونو او سختو هوايي شرایطو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي او له اړتیا پرته سفرونه محدود کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د درملو د کمښت په ترڅ کې؛ طالبانو په هرات ولایت کې شپږ درملتونونه تړلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
د درملو د کمښت په ترڅ کې؛ طالبانو په هرات ولایت کې شپږ درملتونونه تړلي دي
100%

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو د څارنې او ارزونې په لړ کې شپږ درملتونونه تړل شوي او مهر لاک شوي دي. د چارواکو په وینا، دغه اقدام په یادو درملتونونو کې د تاریخ تېرو او بې‌کیفیته درملو د پلورلو او وېشلو له امله شوی دی.

د هرات د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو او وېشلو د څارنې او ارزونې عمومي مدیریت طالب مسوولینو ویلي، چې د دغې ادارې د منظم پلان له مخې د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۶ درملتونونو وضعیت له نږدې څارل شوی او ارزول شوی دی.

خبرپاڼه وایي،‌ د دغې ارزونې په پایله کې، پرېکړه وشوه چې شپږ متخلف درملتونونه د قانوني سرغړونو او خلکو ته د تاریخ‌تېرو درملو د ورکړې له امله وتړل شي. د طالبانو مسوولینو زیاته کړې، چې له دغو درملتونونو څخه ۱۳ قلمه بې‌لیبله، غیرمجاز او تاریخ‌تېر درمل هم راټول او ضبط کړل شوي دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې به د درملو د کیفیت د کنټرول او د ناقانونه درملو د پلور د مخنیوي په موخه د درملتونونو د څارنې لړۍ په جدي توګه دوام ومومي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان کډوال ته امریکا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د کریس کونز د پوښتنې په ځواب کې، چې په قطر کې د السیلیه کمپ د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یې کړې وه، وویل چې دغه کډوال به په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړل شي.

کریس کونز په دې غونډه کې وویل چې شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران، ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰غړي لا هم په قطر کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه خبرداری ورکړ چې دغه کسان ښايي بېرته افغانستان ته واستول شي یا هم د د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په څېر هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې د ایبولا ویروس له پراخېدو سره مخ دي.

دغه ډیموکراټ سناتور د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې د دغو کسانو، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو، امریکا ته د لېږد لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي.

خو مارکو روبیو په ځواب کې وویل: «زه داسې ژمنه نه شم کولی. لومړی دا چې تېر کال پر ملي ګارډ د برید له پېښې وروسته یو اجراییوي فرمان صادر شوی دی. له همدې امله موږ اوس مهال هېڅ افغان امریکا ته نه شو داخلولی».

روبیو زیاته کړه چې امریکا له څو هېوادونو سره د دغو افغانانو د یوې برخې د منلو په اړه خبرې کړې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د ټولو دغو کډوالو د منلو چمتووالی نه دی ښودلی.

هغه کریس کونز ته وویل: «زه به له تاسو سره همکاري وکړم څو د دغو کسانو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړو. موږ غواړو چې دا کار ترسره شي».

د تېر کال په نومبر میاشت کې، وروسته له هغه چې یوه افغان کډوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې، د ډونالډ ټرمپ ادارې امریکا ته د افغانانو د سفر او منلو محدودیتونه لا سخت کړل

ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو امریکا ته ننوتل منع کړل. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د داسې طرحې ارزونه کوي چې له مخې یې په قطر کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

دغه طرحه له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. د امریکا له ۶۰۰ څخه زیاتو پخوانیو ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې له مارکو روبیو غوښتي چې کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد له پرېکړې تېر شي.

په ورته وخت کې، کریس کونز د کډوالو په اړه د امریکا پر اوسنیو محدودوونکو تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې د کډوالۍ د پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي، له تر ټولو سختو امنیتي ارزونو تېر شوي او د امریکا په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه چې له ځپنې او بې‌ثباتۍ څخه تښتېدلي کډوال د کیوبا، وېنېزویلا، وېتنام او افغانستان په څېر هېوادونو څخه، په تېرو لسیزو کې د امریکا د پرمختګ او ودې لپاره د پام وړ ونډه لرلې ده.

د پښتونخوا په پېښور کې د توپاني بادونو له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
د پښتونخوا په پېښور کې د توپاني بادونو له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي
100%

د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توپاني بادونو او دوړو له امله رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

په پېښور کې د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د خبر پاڼې له مخې، د سه شنبې په ماسخوتن د پېښور په بېلابېلو سيمو کې د توپاني بادونو امله د ونو د راپرېوتو، د دېوالونو او چتونو د نړېدو، او د سولر تختو او لویو لوحو د رالوېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې.

دوی زیاته کړې «د توپاني بادونو له امله په بېلابېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵څخه زیات کسان ټپیان شوي دي، خو د هغوی روغتیايي حالت له خطر څخه بهر دی او درملنه یې روانه ده».

همداراز په خبره پاڼه کې زياته کړل شوې، د تېزو بادونو له امله پر سړکونو راپرېوتې ونې، سولر تختې، لویې لوحې او نور خنډونه لیرې کړل شول او په ګڼو ځایونو کې تړل شوي سړکونه د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شول».

د دوشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا د پېښو د مدیریت ادارې د ایالت په شمالي سيمو کې د واورې د غرونو ښوېدو او ډنډونو د چاودېدو او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری وکړی او د جون له ۴مې څخه یې په لوړو سیمو کې د تالندې او برېښنا سره د باران اټکل کړی دی.

ادارې د بارانونو سره د ځمکې ښوېدنې، د خټو او ډبرو د راغورځېدو او د نښلوونکو سړکونو د اغېزمنېدو د خطر سره،په لښتيو او سیندونو کې د ناڅاپي سېلابونو له امله په ژوورو سیمو کې د سېلابي حالت احتمل څرګند کړی دی.

ادارې سیلانیانو او مسافرو ته هم لارښوونه کړې چې له غیر اړين سفرونو څخه ډډه وکړي او په حساسو سیمو کې احتیاط وکړي.

پر ښځو د سختو بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي د څلورو ښځو د جبري ودونو مخه یې نیولې ده

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱
پر ښځو د سختو بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي د څلورو ښځو د جبري ودونو مخه یې نیولې ده
100%

د طالبانو د امر بالمعروف او د شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په هرات، کاپیسا او کابل ولایتونو کې یې دڅلور ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د «زوجینو تفریق اصولنامې» د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او افغانانو اندېښنې راپارولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د معلوماتو له مخې، دغه قضیې وروسته له هغې تر څېړنې لاندې ونیول شوې چې یو شمېر ښځو د دغه وزارت ریاستونو ته مراجعه وکړه او د خپلو کورنیو له خوا د دوی له خوښې پرته د جبري ودونو په تړاو خپل شکایتونه ثبت کړل.

یاد وزارت وایي، د دوی ولایتي مسوولینو له هغو کورنیو سره چې په دغو قضیو کې ښکېلې وې، لیدلي او هغوی ته یې د ښځو د شرعي حقونو او په ځانګړې توګه د واده په چاره کې د رضایت د اصل په اړه معلومات او توصیې وړاندې کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغو هڅو په پایله کې یادو کورنیو د خپلو پخوانیو اقداماتو په اړه پښېماني ښودلې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به د ښځو شرعي حقونه رعایتوي او د خپلو لورګانو ودونه به د هغوی د رضایت او د دیني ارزښتونو پر بنسټ ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي او طالبانو نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي او له زده کړو د نجونو محرومیت، هغوی له ګڼو رواني او ټولنیزو ستونزو، په ځانګړې توګه له وخت څخه مخکې او جبري ودونو سره مخ کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران ژور او بې‌ساري کچې ته رسېدلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران ژور او بې‌ساري کچې ته رسېدلی
100%

دملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه بې‌ساري حد ته رسېدلې او د خوړو د کمښت له امله ګڼ شمېر میندې او ماشومان له روغتیايي مرکزونو څخه ناهیلي او بې‌برخې بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

یاد نړیوال بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۲مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د خوړو نشتون د افغانستان د روغتیايي وضعیت پر وړاندې یوه جدي ننګونه ګرځېدلې او تر ټولو زیانمن قشرونه یې ښځې او ماشومان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د جګړو، د اکمالاتي لارو د بندېدو او د لارو د تړل کېدو له امله افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر له سخت فشار سره مخ شوی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې: «زموږ د اړتیا وړ بودجې یوازې اته سلنه تمویل شوې او د جګړو او سرحدي بندیزونو له امله د اکمالاتي لارو د تړل کېدو له کبله زموږ عملیات په افغانستان کې له سختو ستونزو سره مخ دي.»

تر دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او سیمه‌ییزو کړکېچونو اغېزو افغانستان ته د بشري مرستو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

د پروګرام په وینا، د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله افغانستان ته د بشري مرستو د خوراکي توکو لېږد د پخوا په پرتله درې برابره ډېر وخت نیسي، چې دا چاره د مرستو رسولو بهیر لا ستونزمن کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د روانو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړني مالي ملاتړ ته اړتیا ده، څو د خوارځواکۍ د پراخېدو او د میلیونونو افغانانو د خوراکي ناامنۍ مخه ونیول شي.