• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د افغان بندیانو د کورنیو شکایت: عراقي پولیس د افغان بندیانو د خوشې کولو لپاره پیسې غواړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د عراق په زندانونو کې د یو شمېر افغان بندیانو کورنۍ وايي، عراقي پولیس د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ۴۰۰ تر ۶۰۰ ډالر غواړي. دوی د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې کوي چې ددغو بندیانو د ستونزو په حل کې یې تر دې دمه همکاري نه ده کړې.

د ننګرهار یوه ځوان افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې ورور یې یو ځل له زندان څخه ورسره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د خوشې کېدو لپاره ترې ۶۰۰ ډالر غوښتل شوي دي.

د هغه په وینا، له پیغام سره یو بانکي حساب هم ورلېږل شوی او ورته ویل شوي چې که پیسې انتقال کړي، ورور به یې افغانستان ته ډیپورټ شي.

نوموړي زیاته کړه چې پیسې یې ورته ونه لیږلې او پر ځای یې په عراق کې د افغانستان له سفارت سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل: «سفارت هر ځل راته وایي چې نن او سبا به موضوع وڅېړي، خو تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی».

د دغه ځوان په وینا، پرون بیا هم له ورته شمېرې څخه پیغام ورلېږل شوی او ترې غوښتل شوي چې ۴۰۰ ډالر ورکړي څو د ورور د ډیپورټ چارې یې بشپړې شي. نوموړی وایي نه پوهېږي چې دغه پیسې د څه لپاره غوښتل کېږي او ایا دا یوه رسمي پروسه ده او که نه.

هغه ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵ نور افغان ځوانان هم پېژني چې له ورته ستونزې سره مخ دي او د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو یا ډیپورټ په نوم ترې د پیسو غوښتنې شوې دي.

دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم په عراق کې مېشتو یو شمېر افغان مساپرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان ځوانان د کار موندنې لپاره عراق ته تللي، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي او زندانونو ته لېږدول شوي دي.

یو شمېر افغان بندیان او د هغوی خپلوان ادعا کوي چې زرګونه افغان کډوال په عراق کې د غیرقانوني استوګنې په تور نیول شوي او اوس مهال په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کېږي.

د دوی په وینا، د زندانونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او بندیان د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. هغوی همدارنګه ادعا کوي چې له ځینو افغان بندیانو سره د نړیوالو انساني معیارونو خلاف چلند کېږي.

د بندیانو کورنۍ له طالب دیپلوماتیکو استازولیو او اړوندو ادارو غواړي چې د عراق په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي او د هغوی د قانوني او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

یو افغان: زوی مې د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې اعتراف ته اړ اېستل شوی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
یو افغان: زوی مې د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې اعتراف ته اړ اېستل شوی
100%

یو افغان افغانستان انټرنشنل ته په دغه لېږلي غږیز پیغام کې وايي، چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه دوام لري. هغه وايي، چې زوی یې له څه مودې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی او له سختو شکنجو او جبري اعترافونو سره مخ شوی دی.

دغه افغان په خپل لېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو په زندانونو کې «شکنجې، ناوړه چلند او تاوتریخوالی» شته. د نوموړي په خبره؛ زوی یې اوس هم د طالبانو په زندان کې بندي دی او ۴۰ ورځې کېږي، چې له سختو شکنجو وروسته یې جبري اقرار ترې اخیستی.

نوموړي زیاته کړې: «دا رښتیا ده، په زندانونو کې شکنجې، ناوړه چلند او تاوتریخوالی شته». هغه له افغان سیاست‌والو او مشرانو هم غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره د خلکو د ژوند شرایطو د ښه کولو او په افغانستان کې د روانو کړاوونو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

یو پخوانی افغان خبریال د اقتصادي ستونزو له کبله د سړک پر غاړه هنډواڼې او اوبه پلوري

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۱
یو پخوانی افغان خبریال د اقتصادي ستونزو له کبله د سړک پر غاړه هنډواڼې او اوبه پلوري
100%

یو پخوانی افغان خبریال عبدالمعید هاشمي د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله اوس د کابل پر سړک اوبه او هندواڼې پلوري. نوموړي له خلکو غوښتي: « لویه مرسته به مو دا وي، چې یو بوتل اوبه او هندواڼه رانه واخلئ! ستاسو به ثواب وشي او زما د اولادونو نفقه!»

هغه پر فېسبوک پاڼه کابل مېشتو ته په یوه پيغام کې ویلي: « که د کابل د قلعه زمان خان- ارزان قیمت او احمدشاه بابا مینې پر سرک تېرېږئ؛ نو له ما سره دمه او خواله کوئ». هغه چې د سړک پر غاړه اوبه او هندواڼې پلوري کاږلي، دوه ورځې کېږي چې د یخ پیسې هم نه‌شي برابرولی او ښاروالی ورڅخه د یو متر پر سر ۶۰ افغانۍ اخلي.

100%

څه موده مخکې یوشمېر فرهنګ‌پالو نوموړي ته د کار موندنې او مالي مرستو د ټولولو کمپاین هم پيل کړی و. د سیف‌الرحمان نیازي په نوم یو کس پر فېسبوک پاڼه د هاشمي له انځور سره لیکلي: «دغه سړی حقدار او ناچاره دی! هيله ده يو څوک ورسره د دندې پيدا کولو کې همکاري وکړي. هغه د پښتو، دري او هر ډول متن جوړولو، اداري کار، عامه پوهاوي، ژورنالیزم، ادبیاتو، حقوقو، اسلامیاتو، صنعت او سوداګرۍ کې دېرش کلنه کاري تجربه لري».

نورو تبصره کوونکو هم د نوموړي ملاتړ کړی، د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو او واکمنو طالبانو یې غږ کړی، چې د هغه لاسنیوی وکړي.

د برېتانوي ځواکونو پخوانی افغان همکار: د اسنادو له افشا کېدو وروسته د امنیت احساس نه‌لرم

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
د برېتانوي ځواکونو پخوانی افغان همکار: د اسنادو له افشا کېدو وروسته د امنیت احساس نه‌لرم
100%

یو افغان چې پخوا یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د برېتانیا د دفاع وزارت له لوري د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته هغه او د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې له جدي امنیتي اندېښنو سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا؛ داسې راپورونه او معلومات ترلاسه شوي، چې ښايي د دغه دوسیو اړوند کسان د طالبانو د استخباراتي او امنیتي ادارو له لوري وپېژندل شي او تر څار لاندې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د امنیتي او اقتصادي وضعیت له مخې خورا ستونزمن حالت کې دی. هغه ادعا کړې، ځینې کسان د سیمې د نفوذ لرونکو کسانو په همکارۍ د هغه د موندلو په لټه کې دي چې له امله یې د دوی د کورنۍ اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.

نوموړي له اړوندو مسوولینو او بنسټونو غوښتي، چې د هغه او د کورنۍ وضعیت ته یې پاملرنه وکړي او د دوی غږ تر پرېکړه نیوونکو بنسټونو ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا د دفاع وزارت له لوري د افغان همکارانو د معلوماتو او اسنادو له افشا کېدو وروسته په افغانستان کې د دغه کسانو د امنیت او ژوند په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې هم د برېتانیا یوشمېر پخوانیو افغان همکارانو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې د خپل امنیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې د اسنادو افشا کېدل یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

بلخوا د برېتانیا دفاع وزارت ویلي، هغه زرګونه افغانان چې مخکې د برېتانیا د مېشتېدو او پناه ورکولو پروګرامونو لپاره منل شوي وو؛ اوس باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان نه د وتلو لارې چارې په خپله ومومي. د برېتانیا حکومت دغه پرېکړه له پراخو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

د پکتیکا اوسېدونکې: طالبانو اختر کې کورنیو ته په سردې بند کې د مېلې اجازه نه‌ده ورکړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۱
د پکتیکا اوسېدونکې: طالبانو اختر کې کورنیو ته په سردې بند کې د مېلې اجازه نه‌ده ورکړې
100%

د پکتیکا ولایت یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د اختر په ورځو کې د ښځو د حضور له امله کورنیو ته د سردې بند له سیمې د لیدنې او ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې.

د نوموړې په وینا، د اختر په څلورمه او پنځمه ورځ له بېلابېلو او لرو پرتو سیمو یوشمېر کورنۍ د سردې بند سیمې ته د سیاحت او تفریح لپاره ورغلې وې؛ خو طالبانو د ښځو د حضور له امله ورته د سېل او مېلې اجازه نه‌ده ورکړې.

هغه زیاتوي، چې په همدې موده کې ګڼ شمېر نارینه سېلانیان یادې تفریحي سیمې ته ورغلي وو؛ خو طالبانو یوازې ښځو او نجونو ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې. د یادونې وړ ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې پارکونو، تفریحي ځایونو او ګڼو عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د اختر په ورځو کې د افغانستان بېلابېلو سیاحتي سیمو لکه نورستان، کونړ، پنجشېر او کاپیسا ته د زرګونه سېلانیانو د ورتګ خبر ورکړی؛ خو د راپورونو له مخې دغه سېلانیان نارینه‌ وو او ښځو ته له یادو تفریحي سیمو د لیدنې اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

د فراه یو کروندګر: که طالبانو ته جبري عشر ورنه کړو بندیانوي مو

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱
د فراه یو کروندګر: که طالبانو ته جبري عشر ورنه کړو بندیانوي مو
100%

له فراه ولایت نه یو کروندګر افغانستان انټرنشنل ته په دغه لېږلي غږیز پیغام کې ویلي: «طالبان جبري عشر غواړي؛ که یې ورنه کړو بندیانوي مو». نوموړي‌ زیاته کړې، چې طالبان پر هر ۱۰۰۰ متره کرنیزې ځمکې ۶زره افغانۍ عشر اخلي.

دغه کروندګر په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې حاصلات یې بازار نه‌لري او پر کروندو لګول شوي لګښتونه نه‌شي پوره کولی. نوموړي‌ زیاته کړې: «له دې هر څه سره، سره طالبان هم راڅخه په جبري توګه عشر غواړي او که یې ورنه کړو بندیانوي مو».

هغه زیاته کړې: «حاصلات بازار نه‌لري، طالبان پر هر زر متره ځمکې ۶ یا شپږ نیم زره افغانۍ جبري عشر اخلي چې جنجال ورسره وکړې یوازې ۵۰۰ درته بښي او که یې ورنه کړې بندیانوي مو».

هغه وايي، چې طالبان له بزګرانو سره هیڅ ډول مرسته نه‌کوي.