د افغانانو اکثره تعلیم یافته قشر، په خپل تصور کې د خپلو روانونو د تسکین لپاره، د ځمکني واقعیتونو خلاف، مدینه فاضله په خپلو مغزو کې جوړه کړی ده. د دوی وخت، انرژي او مالي منابع په خپلو منځو کې د یو بل په غندلو او نفې کولو مصرف کیږي.
د همدغه خیالي تصور له امله، تعلیمیافته قشر، په خپلو منځو کې او هم د افغانانو په منځ کې د جمعي فعالیتونو زمینه او امکانات کم او یا له منځه وړي دي.
تر څو چې تعلیمیافته نسل د جمعي (Collective Action) مهارتونو ظرفیت په خپلو منځو کې پیدا نه کړي، د دوی فعالیتونه به ملموسه نتیجه ونه لري.
د افغانستان سیاست او قدرت به د هغه ډلې او ګروپ په انحصار کې وي چې د جمعي فکر او فعالیتونو مهارت لري. د همدې جمعي مهارتونو په وسیله طالبان قدرت ته ورسیدل یا ورسول شول، او په مقابل کې تعلیمیافته قشر د ټولو امکاناتو، ولسي او نړیوال حمایت سره سره وپاشل شو ځکه چې دوی د جمعي فکر مدیریت او په خپلو منځو کې د تعهد جمعي مهارتونه نه درلودل.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته اکثره تعلیمیافته قشر نورهم سره په فکري لحاظ پاشل شوي او د جمعي کار او فکر مهارت یې نور هم د لاسه ورکړېدی. زیات یې د بیکارې له امله په رواني مرضونو اخته او نه پوهیږي چې ځانونه څنګه او په څه مصروف وساتي.
همدې سر درګمي، له دوی نه «ګوسفندي ژورنالستان، ګوسفندي مدني فعالان، ګوسفندي سیاسیون او ګوسفندي لیکوالان» جوړ کړیدي. د ګوسفندي تیوري په هکله مې پخوا یوه لیکنه کړې وه. هغه کسان چې خپل فکر، تولید او تګلاره ونه لري، یا د نورو تقلید کوي او همیشه د نورو په فعالیتونو نیوکې او هغه نفې کوي، خو د ټولنې د اصلاح لپاره څه نه لري، هغوي د ګوسفندي ډلو په قطار کې محسوبیږي.
تاسې که دا ډول ژورنالیزم، لیکوالانو، سیاسیونو او مدني فعالانو او په خاصه توګه د ټولینزو رسنیو اکثره کارونوکو ته نظر واچوئ، دوی د یو بل سره جوړ نه راځي او خپله انرژي د یو بل په ضد او په ماضي خبرو مصرفوي. دوی د اوس او راتلونکې لپاره هیڅ د حل لار نه لري ځکه چې دوی د جمعي فعالیتونو مهارتونه او ظرفیتونه په خپلو منځو کې نه لري. هره ورځ په ورځیني سوژو چې زیاتره د استخباراتي کړیو له خوا مطرح کیږي، دوی عکس العملي غبرګونونه ښیي او اوږدمهاله تګلاره نه لري. دوی غواړي چې ټولنه هم د خپلو ځانونو غوندي په تاویلو ماویلو مصروفه او په رواني مرضونو اخته کړي.
که د افغانانو تعلیمیافته قشر واقعا غواړي چې مثبت رول ولوبوي، باید د جمعي فعالبتونو مهارتونه په خپلو منځو کې پیدا کړي. که نه، همداسې به سر ګردانه وي او د دوی د سرنوشت په هکله به هغه کسان پریکړې کوي څوک چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه لري ولو کې د دوی نه یې د تعلیم کچه ټیټه او یا د ښه بیګروند څښتنان نه وي.
که د جمهوریت شل کلن دور ته نظر واچول شي، قدرت د هغه کسانو سره و چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه یې درلود که نه د اکثره کسانو بیکرونډ ښه نه و او د تعلیم کچه یې هم ټیټه وه. هغو ډلو چې د جمعي فعالیتونو لپاره مدني ګروپونه او سياسي تنظیمونه درلودل، په ټولو سیاسي او تصمیم نیونکو پریکړو کې مطرح و او تعلیمیافته قشر نظر مهم نه و.
اوس هم د هیواد نه بهر، د هغه کسانو اوازونه اوچت دي چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه په خپلو منځو کې لري. که نه، نه د دوی سابقه سمه ده او نه کومه ښه کاري تجربه، پوهه او د راتلونکې لپاره تګلاره لري.
له بده مرغه، د افغانستان تعلیم یافته قشر «د فیل په غوږ کې ویده» دی. یوازې تعلیم، د انسان نه روښانفکره نه جوړوي بلکې تعلیم د روښانفکرې لپاره زمینه مساعدوي. که تعلیم د انسان فکر روښانه نه کړي او د جمعي فعالیتونو د مهارتونو کمال په ځانونو کې پیدا نه کړي، بیا علم او پوهه د شیطان د پوهې غوندې وي چې نور ګمراه کوي، ولس د یو بل په مقابل کې په ټکر کې راولي او په فکري لحاظ یې وژني.
څلور لسیزې وړاندې افغانستان د جګړو ډګر و، شوروي اتحاد د ببرک کارمل له حکومت سره همکاري کوله او اسلامي ډلو یې پر وړاندې د جهاد تر شعار لاندې د امریکا او غربي بلاک په ملاتړ جګړه کوله.
دا یوازې د واک جګړه نه وه؛ بلکې د ایډیولوژۍ، دین او نړۍوال سیاست تر منځ یو څو اړخیز ټکر و.
په همدې فضا کې یو نسل راټوکېد، هغه نسل چې وروسته د طالبانو د رهبرۍ بنسټ وګرځېد. ملا محمد عمر، ملا هبت الله اخوندزاده، ملا اختر محمد منصور او ملا محمد حسن اخوند، ټول د همدې جهادي چاپېریال محصول وو. د دوی لپاره جګړه یو مقدس ماموریت و؛ شوروي اتحاد “کافر” ګڼل کېده او د هغوی ملاتړ کوونکی افغان حکومت “د دین دښمن” بلل کېده.
دغه تعبیر یوازې تبلیغاتي نه و؛ دا د جګړې د مشروعیت بنسټ و. د همدې منطق له مخې، د شوروي اتحاد هر ډول حضور له نظامي تجهیزاتو نیولې تر دولتي زیربناوو پورې د مشروع هدف په توګه تعریف شوی و. دا هغه پړاو و چې پکې دیني روایت د جګړې د بسیج لپاره په پراخه کچه وکارول شو.
خو نېږدې ۴۵ کاله وروسته هماغه نسل په افغانستان کې واک ته رسېدلی او هماغه روسیه چې یو وخت “کافره” بلل کېده، د سیاسي تعامل شریک ګرځېدلې ده. طالبان له مسکو سره اړیکې پراخوي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ لټوي او د متقابل درناوي ژبه کاروي. یوه غوره بېلګه یې د طالبانو او روسیې تر منځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون دی.
دا بدلون یوازې د سیاست یو عادي تحول نه دی؛ دا د یو پخواني عقیدوي روایت اساسي بدلون ته اشاره کوي.
له یوې خوا، استدلال کېږي چې نړۍوال سیاست ثابت نه دی. شوروي اتحاد ړنګ شوی او معاصره روسیه د کمونیزم هغه ایډیولوژیکه بڼه نه لري چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې موجوده وه. له بلې خوا، طالبان نور یوه یاغي ډله نه ده، بلکې د یوه دولت په توګه عمل کوي او دولتونه اړ دي چې د خپلو ګټو پر بنسټ سیاست وکړي. خو دا استدلالونه د انتقاد څخه خلاص نه دي.
که جګړه په رښتیا هم د “عقیدې” لپاره وه، نو ولې د هماغه “دښمن” سره نن سیاسي او اقتصادي اړیکې توجیه کېږي؟ او که نننۍ اړیکې د “ملي ګټو” پر بنسټ دي، نو ایا دا معنا نه لري چې پروننۍ جګړه هم تر ډېره سیاسي وه، نه یوازې عقیدوي؟
نن چې طالبان د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي او له پخوانیو دښمنانو سره اړیکې جوړوي، دا پوښتنې نورې هم مهمېږي. ځکه دا یوازې د تېر تحلیل نه دی، بلکې د راتلونکي د سیاست لپاره هم لارښوونه ده او له سیاسي دینه د استفادې اینه ده.
که په لنډ ډول ووایو، د طالبانو د دریځ بدلون یوازې یو سیاسي انعطاف نه دی؛ دا د یو اوږد تاریخي تضاد څرګندونه ده. یو داسې تضاد چې د عقیدې او عمل تر منځ موجود دی، د شعار او واقعیت تر منځ ښکاري، او د جهاد او سیاست تر منځ موږ حس کړی دی.
طالبانو پر همدې شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دوی پنځه تن مشران؛ ملا محمد فاضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا عبد الحق وثیق، ملا خیرالله خیرخواه او مولوي محمد نبي عمري د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د قطر هېواد هغه پلاوي ته سپارل شوي، چې له درې ورځو راهیسې د طالب بندیانو د ور سپارلو لپاره یې انتظار کاوه.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی ملا محمد فاضل اخوند د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت مرستیال و، چې په ۲۰۰۱ کال کې جنرال دوستم ونیوه او وروسته یې امریکایانو ته وسپاره. ملا نور الله نوري هم، چې د زابل د شاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بلخ والي و، په ۲۰۰۱ کال کې د مزارشریف له سقوط وروسته له ملا محمد فاضل سره یو ځای د دوستم لاس ته لوېدلی و.
نبي عمري د حقاني شبکې جګپوړی غړی، د جلال الدین حقاني د کوربه توب او د شاهیکوټ په جګړه کې د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د ملاتړ په تور نیول شوی و. د کندهار اوسېدونکی ملا خیر الله خیرخواه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي او ملا عبدالحق وثیق د طالبانو په لومړنۍ دوره کې ددې ډلې د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال وو، چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شول.
دوی هر یوه نږدې ۱۳ کاله د امریکا په توقیف کې تېر کړي وو. دغه بندیاند جون پر لومړۍ نېټه قطر ته ورسېدل او د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ښه راغلاست ورته ووایه. وروسته پنځو واړو د طالبانو په اداره کې مهمې څوکۍ ترلاسه کړې.
د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې افغان دولت دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید دغه بندیان افغانستان ته سپارل شوي وای. کابل ټینګار کاوه چې د افغان دولت له پامه غورځول د افغانستان د ملي حاکمیت کمزوري کول دي.
د ۲۰۱۴ کال د مې پر ۳۱مه د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د سپینېه ماڼۍ په ګلبڼ کې د امریکايي سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو اعلان کوي. له اوباما سره د بو برګډال مور جاني برګډال او پلار باب برګډال هم ولاړ دي.
ایا طالبان د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي؟
د یرغمل نیونې ډیپلوماسي تر ډېره دولتونه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، خو په ځینو مواردو کې داسې وسلهوالې ډلې هم ترې ګټه اخلي، چې یا د ډیفاکټو واکمنو بڼه غوره کوي او یا د دولتونو ترمنځ په سیاسي معادلاتو کې د تعامل وړ لوبغاړي ګرځي.
په دولتي کچه د دا ډول ډیپلوماسۍ بېلګې ډېری په روسیه، ایران او وینزویلا کې ترسترګو کیږي، خو په وسله والو ډلو کې د تاکتیک په ډول ددې بنسټ القاعدې کېښود. په عراق او پاکستان کې له ایراني ډیپلوماټانو سره د القاعدې د جګپوړو غړو تبادلې افغان طالبان هم دې ته وهڅول، چې له یرغمل نیونې نه د امتیازونو لپاره کار واخلي. له دې وړاندې د بهرنیانو تښتونو ډېری مالي اړخ درلود.
د برګډال له قضیې څخه تر دوحې بهیر او د بندیانو تر لویو تبادلو تحول ډېر د اټکل وړ نه و. په پیل کې دا د جګړې او اسیر نیونې دود عمل برېښېده، خو وروسته، چې طالبانو د امریکا پر دولت کورني سیاسي فشارونه ولیدل، د یوې لویې معاملې او نویو فرصتونو لپاره یې وکاراوه.
طالبانو د هغه په نیولو سره دا امتیاز ترلاسه کړ، چې د خپلو شرایطو په رڼا کې له ګونتانامو زندان نه خپل جګپوړي غړي قطر ته ولیږدوي او حتا له امریکا سره د خبرو اترو ور پرانیزي. دې معاملې په پای کې د دوحې پروسې ته لاره پرانېسته، چې په پایله کې یې د افغانستان له زندانونو نه ددې ډلې نږدې ۵۰۰۰ جنګیالي خوشي شول او له افغانستان نه په تدریج د امریکايي ځواکونو وتل هم پیل شول.
له روسیې او نورو هېوادونو سره د بندیانو د تبادلې په برخه کې د متحده ایالاتو لېوالتیا طالبانو ته داذهنیت ورکړ، چې د یرغمل نیونې له تاکتیک څخه د مذاکراتي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي او دغه چلند یې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته هم روان وساته. طالبانو ښايي دا عمل د محدودو سیاسي تعاملاتو او د مستقیم ډیپلوماټیک تماس د نشتوالي له امله د ستونزو د مدیریت یوه لاره ګڼله.
د بو برګډال او نورو امریکايي وګړو په یرغمل نیونې طالبانو له امریکايي استازو او پلاویو سره مستقیمې اړیکې پیدا کړې، خپل پیغامونه یې ولېږدول، بندیان یې را خوشي کړل او ځینې امتیازات یې هم ترلاسه کړل.
سپینې ماڼۍ د طالبانو دغه ګام مثبت وباله خو ویې ویل، چې لا هم ډېر کار پاتې دی او درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او نور هم باید خوشي شي.
طالبانو له دې یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی هم د خلیلزاد په مشرۍ د یوه امریکايي پلاوي له ورتګ وروسته خوشی کړی و.هغه ۸۳۶ ورځې د طالبانو په بند کې و.
زلمی خلیلزاد د امریکايي زنداني ډینس کویل له خوشي کېدو وروسته له نوموړي سره په الوتکه کې
د امریکايي بندیانو په بدل کې د طالبانو یوه غوښتنه په ګوانتانامو زندان کې د بن لادن د یوه نږدې پیغام رسوونکي عبدالرحیم افغاني خوشي کول دي، خو متحده ایالاتو دغسې معاملې ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.
د ډینس کویل له خوشې کېدو شاوخوا دوه میاشتې اوړي، خو طالبانو لا دوه نور امریکايي وګړي نه دي خوشي کړي او نه هم متحده ایالتونو خپل پخوانی ګواښ تکرار کړی دی. دا ښايي د تدریجي خوشې کېدو بهیر، د طالبانو قضایي توجیهات او یا هم پر نورو کړکېچونو د امریکا د تمرکز له امله وي.
د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي»، چې طالبانو له خپل اړخه رد کړې، ښايي ځینې لنډمهاله سیاسي او ډیپلوماتیک امتیازات ولري، خو په نړیوالو اړیکو کې لوړګواښې او غیرمستحکمه وسیله ګڼل کېږي، ځکه د دوامدارې ډیپلوماسۍ پر ځای د فشار او معاملې منطق ته وده ورکوي.
په ورته وخت کې، دغه کړنلاره پر طالبانو د نورو بندیزونو، سیاسي انزوا او متقابل فشار احتمال زیاتوي، چې په اوږده مهال کې یې له نړۍ سره د تعامل کړۍ نوره هم محدودیږي.
طالبانو په لومړي ځل په رسمي کچه له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی؛ دا تړون چې که څه هم جزییات یې تر ډېره پټ ساتل شوي، خو سیاسي او امنیتي پیغامونه یې خورا روښانه دي.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې مسکو په ښکاره ډول اعلان کوي، چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو هر ډول پوځي حضور ورته د منلو نه دی.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په وروستیو څرګندونو کې دا دریځ لا پسې واضح کړی. هغه وایي، په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د لوېدیځ پوځي تاسیسات «یو نه منونکی اقدام» دی. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت لا هم نازک دی؛ د مخدره توکو او وسلو قاچاق دوام لري او د ترهګرو ډلو فعالیتونه پای ته نه دي رسېدلي.
دا دوه موازي پیغامونه، یعنې له طالبانو سره همکاري او لوېدیځ سره مخالفت یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې مسکو له طالبانو سره اړیکې پراخوي، خو په عین وخت کې لوېدیځ ته دروازه تړي؟
د تړون ماهیت: امنیت که نفوذ؟
که څه هم د دې تړون بشپړ متن نه دی خپور شوی، خو د ورته نړۍوالو تړونونو پر بنسټ، دا ډول همکارۍ عموماً څو مهم اړخونه لري:
د ځواکونو روزنه،
د وسلو تخنیکي ملاتړ،
استخباراتي همکاري،
د ترهګرۍ ضد عملیات،
لوژستیکي مرسته،
امنیتي همغږي.
په ظاهره، دا ټول هغه عناصر دي چې د یو هېواد د امنیتي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي. خو د روسیې د اوسني سیاست په رڼا کې دا تړون یوازې یو تخنیکي یا نظامي سند نه ښکاري، بلکې د نفوذ د پراخولو یوه وسیله هم بلل کېدای شي.
مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په معادله کې خپل ځای بېرته له سره تعریف کړي، هغه هېواد چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته تر ډېره د لوېدیځ د نفوذ تر سیوري لاندې و.
تضاد که تکتیک؟
په دې تړون کې یو ښکاره تضاد هم تر سترګو کېږي. روسیه له یوې خوا له طالبانو سره “بشپړ مشارکت” یادوي، خو له بلې خوا خپله اعتراف کوي چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، قاچاق او ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.
د ولسمشر محمد اشرف غني اختر پیغام یوازې یو موسمي مبارکي نه ده، بلکې دا یو سیاسي خبرداری، اخلاقي غوښتنه او د ملي مسؤلیت غږ دی؛ په داسې وخت کې چې افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو خطرناکو پړاوونو څخه تېرېږي.
ولسمشر غني په خپل پیغام کې افغانانو ته یو ځل بیا یادونه کړې چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې خبرداری ورکړی و چې ملت د یوې تاریخي دوه لارې پر سر ولاړ دی. نن، د هغه په وینا، دا انتخاب لا ډېر بېړنی شوی دی.
هغه وايي: «ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ». نوموړی زیاتوي چې وضعیت لا جدي شوی او «دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.»
د پیغام یوه اصلي خبره دا ده چې وايي افغانستان نه شي کولای په همدې روان مسیر دوام وکړي. هېواد یوازې له سیاسي بحران سره نه، بلکې د مشروعیت، حکومتولۍ، حقونو، اقتصاد او ملي بقا له بحران سره مخ دی.
د ولسمشر غني تر ټولو مهم سیاسي ټکی د مشروعیت مسئله ده. هغه په څرګندو ټکو وايي: «مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، بهدست نمیآید». د هغه په وینا، مشروعیت د ولس حق دی او یوازې د ولس له ازادې ارادې او ازاد انتخاب څخه ترلاسه کېدای شي.
دا یوازې یو تحلیل یا نظر نه دی. دا د افغانستان د بحران مرکزي نقطه ده. هېڅ نظام نه شي کولای یو ویاړلی، متنوع او سیاسي شعور لرونکی ملت د تل لپاره په زور اداره کړي. تاریخ، په افغانستان او نورو ځایونو کې، دا ښودلې چې دیکتاتوري او استبداد کېدای شي خلک د یوې مودې لپاره چوپ کړي، خو ثبات، سوکالي او دوامداره سوله نه شي راوستلی.
نږدې پنځه کاله کېږي چې ګڼو افغانانو زموږ د جمهوریت له چارواکو نیولې، تر هغو چې لا هم په سوله باور لري د خبرو اترو لپاره هره ممکنه دروازه ټکولې ده. موږ په مستقیم او غیر مستقیم ډول غوښتنه کړې چې طالبان دې د ملي بحث دروازه پرانیزي. موږ هغوی ته ویلي چې د انحصار پر ځای خبرې، د حذف پر ځای ملي اجماع، او د انزوا پر ځای سیاسي جوړجاړی غوره کړي. خو د سولې او ملي ډیالوګ د دروازې د پرانیستلو پر ځای، طالبانو سیاسي فضا تړلې، افغان وژنه او ځپنه یې ژوره کړې او د میلیونونو افغانانو مشروع غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.
د ولسمشر غني پیغام همدې ګواښ ته مستقیمه اشاره کوي. هغه خبرداری ورکوي چې افغانستان په بېسارې توګه منزوي شوی دی. نوموړی وايي نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ چې وګوري په افغانستان کې څه بدلون راځي، خو دا تمه اوس پر ناهیلۍ بدلېږي. نن ډېری هېوادونه افغانستان ته د یوه عادي ګاونډي پر ځای د امنیتي ګواښ په سترګه ګوري. دا د هغه سیاسي نظم پایله ده چې ملي مشروعیت نه لري او له ټولشموله جوړجاړي څخه انکار کوي.
اوس ګواښ دا دی چې کله د سولې هره دروازه وتړل شي، نارضایتي او حق غوښتنه له منځه نه ځي؛ بلکې بڼه بدلوي. ټولو ته روښانه ده چې د طالبانو پر ضد ځینې وسلهوالې ډلې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي. یوناما مخکې په څو ولایتونو کې د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو د ادعا شویو بریدونو یادونه کړې، او د جګړو وروستۍ څارنې هم د طالبانو پر پوستو او موقعیتونو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.
هېڅ مسؤل افغان بله جګړه نه غواړي. هېڅ افغانه کورنۍ نه غواړي خپل بل زوی غرونو، زندان یا هدېرې ته واستوي. خو تاریخ بیا بیا ثابته کړې چې استبداد او دیکتاتوري دایمي چوپتیا نه زېږوي. که د طالبانو ظلمونه په همدې ډول دوام وکړي، که ښځې په کورونو کې بندې وساتل شي، که نجونې له ښوونځي منع پاتې شي، که پخواني سرتېري تعقیب، شکنجه یا وژل کېږي، او که د ملي خبرو هر غږ رد شي، قیام به زیاتېږي. د ډېرو افغانانو د صبر کاسه نسکوره شوې. دا ګواښ نه دی؛ دا د تاریخ خبرداری دی. طالبان باید اوس د رښتینو مذاکراتو دروازه پرانیزي، مخکې له دې چې افغانستان لا ډېر د بدبختیو پر لور ټېل وهل شي.
د دې بحران بیه عام افغانان پرې کوي
ولسمشر غني وايي افغانې کورنۍ اوس دې حالت ته رسېدلي چې لومړی د کوم ماشوم خېټه مړه کړي. دا خبرې دردونکې دي، ځکه د میلیونونو کورنیو واقعي حالت انځوروي. افغانستان لا هم د نړۍ له سختو خوراکي بحرانونو څخه دی. د ملګرو ملتونو او نړیوال خوراکي پروګرام له راپورونو سره سم، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان د شدیدې خوړو ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي، چې میلیونونه یې د بیړنۍ لوږې کچې ته رسېږي.
ولسمشر غني سم وايي چې: «زموږ لوږه ازلي نه ده». په افغانستان کې فقر تقدیر نه دی. دا د انتخابونو پایله ده: سیاسي انزوا، د ادارو سقوط، د ښځو پر کار بندیزونه، د پانګونې له منځه تګ، د مرستو کمېدل، اقلیمي ټکانونه او د یوه مشروع ملي چوکاټ نشتوالی.
د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا ډېر اندېښمنوونکی دی. ولسمشر غني وايي انجونېله زدهکړو محرومول او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي موضوعات نه دي. هغه وايي: «دا اصلي مسئله ده». نوموړی زیاتوي: «هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای.»
دا خبره باید طالبان په روښانه ډول واوري. افغانستان هیڅکله نه شي جوړېدای چې د نفوس نیمایي برخه یې له ټولګیو، کارځایونو او عامه ژوند څخه بې برخې وي. یونیسکو وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زدهکړو څخه په سخت ډول منع دي، او نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له ابتدايي زدهکړو وروسته له ښوونځي محرومې شوې دي.
دا یوازې د بشري حقونو ناورین نه دی؛ دا ملي فاجعه ده. کله چې نجونې له زدهکړو منع کېږي، کورنۍ لا بېوزلې کېږي، روغتیايي خدمتونه کمزوري کېږي، اقتصاد کوچنی کېږي او راتلونکو نسلونو ته فرصت له منځه ځي. د ولسمشر غني دا جمله چې «یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي»یوازې شعار نه دی؛ دا د پرمختګ حقیقت دی.
د بیان ازادي هم ځپل شوې ده. یوه ټولنه هغه وخت ځان نه شي اصلاح کولای چې خبریالان چوپ کړای شي، مدني ټولنه محدوده شي او وګړي له خبرو کولو ووېرېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او یوناما راپور ورکړی چې په افغانستان کې خبریالان له ګواښ، خپلسرو نیونو، توقیف، ناوړه چلند او مبهمو محدودیتونو سره مخ دي.
دا د وېرې فضا له سولې سره نه جوړېږي. سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی. سوله دا معنا لري چې خلک له وېرې پرته خبرې وکړي، نجونې له وېرې پرته زدهکړې وکړي، پخواني سرتېري او چارواکي له وېرې پرته ژوند وکړي، او سیاسي مخالفان له ورکېدو او زندان پرته خپل مخالفت څرګند کړي.
له پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره چلند د تېرو پنځو کلونو له تر ټولو دردناکو ټپونو څخه دی. دغو ځوانانو او ښځو د افغانانو او افغانستان خدمت وکړ. ډېرو یې د عمومي بښنې پر ژمنه باور کړی و. موږ د عمومي بښنې عیني شاهدان یوو. د ملګرو ملتونو راپورونو هم د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر ضد جدي سرغړونې مستندې کړې دي، چې پکې له قضایي بهیر پرته وژنې، اجباري ورکېدل، شکنجه، ناوړه چلند او خپلسرې نیونې شاملې دي.
دا کړنې هیڅکله بې ځوابه نه پاتې کېږي. خو که سوله وشي د بخښنې چارې زیاتوي.
د ولسمشر غني پیغام له دې امله هم مهم دی چې هغه تاوتریخوالی ردوي. نوموړی په څرګنده وايي چې هېڅ سیاسي هدف یا نارضایتي نه شي کولای د افغان په لاس د افغان د وژنې دروازه بیا پرانیزي. د هغه په وینا: «هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمیتواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند.»
دا مسؤلانه دریځ دی. افغانستان بله کورنۍ جګړه نه غواړي. زموږ خلکو ډېر زامن او لوڼې خاورې ته سپارلي دي. خو د تاوتریخوالي ردول باید د چوپتیا، تسلیمۍ یا دایمي حذف د توجیه لپاره ونه کارول شي. د جګړې بدیل دیکتاتوري نه ده. د جګړې بدیل خبرې، اساسي مشروعیت، ټولشمولیت او ملي اجماع ده.
که څه هم تر اوسه دا څرګندونې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، خو د سیمې د جیوپولیټیک وضعیت، د لویو قدرتونو سیالۍ او د افغانستان د امنیتي راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.
د ادعا تر شا احتمالي انګېزې
د روسیې دا ډول څرګندونې یوازې امنیتي خبرداری نه دی، بلکې یو مهم سیاسي پیغام هم ګڼل کېږي. مسکو له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ وساتي او د لوېدیځ حضور محدود کړي. پر برېتانیا یا نورو لوېدیځو هېوادونو تور لګول، د دې لپاره وي چې هغوی د سیمې د بېثباتۍ عاملین وښيي.
له بلې خوا، روسیې په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې دي. د طالبانو حکومت ته د یو نسبي مشروع شریک په سترګه کتل او د هغوی مخالفین د “بهرنیو ملاتړ لرونکو ډلو” په توګه معرفي کول، د همدې سیاست برخه بلل کېدای شي.
په ورته وخت کې هغه ډار چې د لویدیځ له نفوذ څخه موجود دی، په غیرمستقیم ډول په دا ډول څرګندونو کې بیانېدی شي.
روسیه په ځانګړې توګه د داعش - خراسان ډلې له فعالیتونو اندېښنه لري. دا ډله نه یوازې په افغانستان کې بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره هم احتمالي ګواښ ګڼل کېږي. د بهرنیو جنګیالیو جذب، د پټو شبکو جوړول او د بریدونو پلانونه هغه څه دي چې مسکو یې جدي خطر بولي. له همدې امله، روسیه هڅه کوي دا موضوع نړۍواله کړي او د سیمهییزو همکاریو اړتیا پرې ټینګار وکړي.
مسکو د دغه بیان پر اساس نه یوازې دا چې طالبان متوجې کوي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم یو خبرداری ورکوي چې که دقیق چلند ونه کړي، ښايي له لویدیځه راغلې جګړه یې پر کور ور دننه شي.
ممکنه پایلې
که څه هم د روسیې له خوا د دا ډول ادعاوو کول لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا هم ویلي وو چې په افغانستان کې وسله والې ډلې موجودې دي، خو دا ادعاوې کولای شي څو مهمې پایلې ولري.
لومړی، د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي بېباوري نوره هم ژوره کولی شي.
درېیم، د منځنۍ اسیا هېوادونه به له زیات امنیتي فشار سره مخ شي او ښايي خپل سرحدي کنټرول او پوځي چمتووالی لوړ کړي. دا وضعیت کولی شي د سیمې عمومي ثبات ته زیان ورسوي.
پر افغانستان خپرېدونکی تاثیر
د افغانستان لپاره دغه ادعاوې څو اړخیزې اغېزي لري او که د افغانستان خلک ورته متوجې نه شي، ښايي زیان یې له بل هر وخته زیات وي.
طالبان ښايي د بهرني ګواښ د پلمې له مخې خپل امنیتي سیاستونه سخت کړي، چې دا به د سیاسي ازادۍ او داخلي ثبات پر وضعیت منفي اغېز ولري.
له بلې خوا، د طالبانو مخالفې ډلې به د “بهرنیو لاسپوڅو” په توګه وښودل شي، چې دا به د ملي پخلاینې او سیاسي حل لارو امکانات کمزوري کړي. نړۍوال تعامل هم اغېزمنېدای شي، ځکه لوېدیځ هېوادونه به له احتیاط څخه کار واخلي او په مقابل کې به روسیه او چین خپل رول زیات کړي.
د ادعاوو دا بهیر د مرستو پر کمښت، افغانستان ته د بهرنیو پر تګ راتګ او د بهر مېشتو افغانانو د پېسو پر لېږد هم منفي اغېز کولی شي.
که په لنډه ووایو، د روسیې دا ادعا که څه هم تر اوسه نه ده ثابته شوې، خو د افغانستان حساس جیوپولیټیک موقعیت یو ځل بیا څرګندوي چې افغانستان لا هم د لویو قدرتونو د سیالۍ مرکز کې دی. که د دې ډول تورونو او متقابلو سیاسي فشارونو لړۍ دوام وکړي، نو افغانستان به له اوږدمهاله بېثباتۍ، امنیتي ننګونو او نړۍوالې انزوا سره مخ وي.
ثبات یوازې هغه وخت راتللی شي چې افغانستان د نیابتي رقابتونو له ډګره ووځي او سیمهییز او نړۍوال ځواکونه د سیالۍ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي.