د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار: ټول د ایران د ناسمو غوښتنو بیه پرې کوو

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر ډیپلوماتیک سلاکار انور قرقاش پر اېکس پاڼه لیکلي، چې «له فارس خلیج نه تر یمن، لبنان او عراق پورې موږ ټول د ایران د مخ پر زیاتېدونکو سیمهییزو غوښتنو او سیاستونو بیه پرې کوو».
