• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایټالیا کې د څلورو پاکستاني وګړو د وژنې په تور دوه نور پاکستانيان نيول شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱

په جنوبي ايټالیا کې د څلورو پاکستاني کارګرانو مړي د يو سوځېدلي موټر څخه ترلاسه شوي دي، د دغو کسانو د وژلو په تور دوه نور پاکستاني وګړي نيول شوي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د وژل شویو کسانو «دقیق هویت» لا نه دی تایید شوی.

د سه شنبې په ورځ د ايټاليا کوريره دلا سرا ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د جنوبي ايټاليا د کلابريا په سيمه کې په يو سوځول شوي موټر کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د خبر له مخې، دغه د کرنې په یوه لویه ساحه کې د امندولارا کلي ته نږدې په یوه پمپ سټیشن کې وموندل شو. په خبر کې د سرچينو له قوله ویل شوي، د پمپ سټیشن د امنیتي کامرو انځورونو ښودلې چې دوو کسانو له بهر څخه د موټر دروازې بندې کړې او دننه یې مایع وپاشله.

په خبر کې زیاته کړل شوې، د اور وژنې ډلې د اور له مړ کولو وروسته دننه جسدونه وموندل. همداراز د ځايي پولیسو مشر انتونیو بوریلي ویلي: «دا په پرېکنده توګه قتل دی، موږ یوازې باید پر جزیاتو کار وکړو».

ورځپاڼې ليکلي، چې په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې د پاکستانیانو د لېږدونکو موټرو د سوځولو ۱۴ پېښې شوې دي، چېرته چې د کرنې د کار د وېش، د استوګنې د اسنادو او ځای پر سر د کډوالو ترمنځ تاوتریخوالی شتون لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د وژل شویو کسانو «دقیق هویت» لا نه دی تایید شوی.

وزارت زیاته کړې، دا موضوع د ځايي پولیسو له خوا تر څېړنې لاندې ده، او «په ایټالیا کې د پاکستان سفارت دا موضوع تعقیبوي او د نورو پرمختګونو په اړه له ځايي چارواکو سره په اړیکه کې دی».

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۳

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

۴

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۵

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۱۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۱۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې
100%

د پاکستان پوځ ویلي، چې د بلوچستان په مرکزي ښار کویټه کې یې د اورګاډي له پېښې وروسته د دغه ايالت په يو شمېر سيمو کې يو لړ عمليات ترسره کړي او د ۱۷ وسله والو د وژلو ادعا یې کړې ده.

پوځ د سه شنبې په ورځ يوه خبرپاڼه کې وویل، د ۲۰۲۶ کال د می پر ۲۴مه د ریل ګاډي له پېښې وروسته، امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت په مستونګ، نوشکي، زهري، خضدار او کیچ ولسوالیو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو لړ عملیات ترسره کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملیاتو د ترسره کولو پر مهال، «ځواکونو د ترهګرو ګڼ شمېر ځایونه په نښه کړل. د سختې او توندې نښتې په پایله کې، د بلوچستان ازادۍ پوځ چې پاکستان یې د هند په ملاتړ تورنوي، ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، د وژل شوو وسله والو څخه د وسلو، مهماتو او په لویه کچه چاودېدونکيو توکيو او چمتو شويو لاسي بمونو ترلاسه کولو هم ويل شوي دي.

د پاکستان پوځ وخت نا وخت دغه ډول ادعا کوي چې له ازادو سرچينو څخه یې تاييد نه کيږي.

د يادونې وړ ده، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني عسکرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم کې شاوخوا ۲۴ کسان ووژل شوي او تر ۵۰ډېر ټپیان شوي وو.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت یې په غاړه اخیستی و.

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ سره د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

دواړه خواوو د سیمې د ثبات ساتلو د همغږۍ پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ ضد ګدو همکاریو پر پراختیا هم هوکړه کړې ده. دغه لیدنه داسې مهال شوې، چې چین هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ کم کړي.

اسلام‌‌اباد ادعا کوي، چې وسله‌‌والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي او طالبانو په افغان خاوره کې ورته پناه ورکړې ده. طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې ناامني او د وسله‌والو فعالیتونه د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
محمد صادق خان د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له افغان خاورې د پاکستاني طالبانو تحریک او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو او د رامنځته شويو ګواښونو په ګډون د سیمه‌ییز امنیت په اړه رغنده بحثونه شوي دي.

اسلام‌‌اباد ادعا کوي، چې د ټي‌ټي‌پي ډلې ګڼ غړي په افغانستان کې پناه‌ ځایونه لري او له هماغه ځایه فعالیت کوي؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. د پاکستان او طالبانو اړیکې د روان زېږدیز کال په پیل کې پر ډیورنډ کرښه د خونړیو نښتو له امله کړکېچنې شوې او د دواړه خواوو ترمنځ د وروستیو کلونو تر ټولو جدي تقابل رامنځته شوی.

له هغه وخت راهیسې چین خپلې ډیپلوماتیکې هڅې پراخې کړې؛ څو د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي. یو شیاویونګ د مارچ په میاشت کې د اسلام‌‌اباد او کابل ترمنځ څو ډیپلوماتیک سفرونه وکړل. همدارنګه چین د سین‌کیانګ سیمې په مرکز اورومچي کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه هم و.

چینایي چارواکو په ښکاره له دواړو خواوو غوښتي، چې خپل اختلافات د پوځي اقدام پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. دوی د اوربند د ټینګښت او پراخ سیاسي تفاهم د رامنځته کېدو له هڅو ملاتړ هم کړی دی.

د اپرېل په میاشت کې پاکستان او طالبان د چین په منځګړیتوب بیا خبرو ته کېناستل؛ څو کړکېچونه راکم کړي او پر ډیورنډ کرښه د امنیت، د وسله‌‌والو ډلو د فعالیتونو او اقتصادي همکاریو لپاره د اوږدمهاله چوکاټ په اړه بحث وکړي.

وروسته دواړه خواوو دغه خبرې «رغنده او ګټورې» وبللې او چین هم اعلان وکړه، چې د مذاکراتو بهیر د پرمختګ په حال کې دی.

پيکس انسټیټیوټ: پاکستان کې د مې په میاشت کې بريدونه، مرګ ژوبلې او تښتونې خورا زیاتې شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
پيکس انسټیټیوټ: پاکستان کې د مې په میاشت کې بريدونه، مرګ ژوبلې او تښتونې خورا زیاتې شوي
100%

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ «پيکس» ويلي، د دوو پرله پسې میاشتو له ښه والي وروسته، د ۲۰۲۶م کال د می په میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو فعاليتونو له امله خورا خراب شوی دی.

د پيکس لخوا د خپاره شوي میاشتني امنیتي راپور له مخې، وسله والو ډلو د می په میاشت کې، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بېرته خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي. د بریدونو، مرګ ژوبلې، ځانمرګو بریدونو او سړي تښتونو د کچې ناڅاپي لوړېدل ښيي چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد پرله پسې هڅو سربېره امنیتي ننګونې لا هم په جدي توګه پر ځای دي.

د پيکس د معلوماتو له مخې، د می په مياشت کې په هېواد کې ۱۲۸ وسله وال بریدونه شوي، ۷۱ ملکي وګړي، ۶۸ د امنیتي ځواکونو سرتيري او د سولې د کمېټو ۶ غړي پکې وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۴۷ ملکي وګړي، ۳۵ امنیتي سرتيري او د سولې کمېټې ۳ غړي ټپیان شوي هم دي.

په راپور کې ویل شوي، د اپرېل د میاشتې په پرتله په می کې، د ملکي وګړو وژنه له ۳۷څخه ۷۱ ته لوړه شوې چې ۹۲ سلنه زیاتوالی ښيي، او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله له ۲۸څخه ۶۸ ته رسېدلې چې ۱۴۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د پيکس لخوا یو تر ټولو د اندېښنې وړ ټکی د ځانمرګو بریدونو په بې ساري ډول ډېرېدل ښودل شوي دي. ویل شوي چې د می په مياشت کې په دغه هېواد کې شپږ ځانمرګي بریدونه شوي، چې څلور یې د موټر په واسطه شوي وو. او یوازې په دغو بریدونو کې ۳۴ امنیتي سرتيري او ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په راپور کې زیاته کړل شوې، بلوچستان تېره میاشت تر ټولو زیات ځپلی ايالت و. په دغه ايالت کې ۷۱ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي. او په ټول هېواد کې د ۵۴ راپور شویو تښتونو څخه ۵۲یوازې په بلوچستان کې شوې دي، چې په دغه ایالت کې د وسله والو ډلو د نفوذ زیاتوالی څرګندوي.

پيکس د امنیتي ځواکونو لخوا په ټول هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد عملياتو په اړه ويلي، امنیتي ځواکونو تېره مياشت ۲۷۰ وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې نیولي دي. په وژل شویو وسله والو کې ۱۲۸ په پخوانیو قبایلي سیمو، ۶۲ په خیبرپښتونخوا، ۷۱ په بلوچستان او یو په پنجاب کې وژل شوی دی.

همداراز دغه څيړنيزې ادارې د روان کال د امنیت عمومي انځور لا هم د اندېښنې وړ بللی، او زیاته کړې یې ده، د ۲۰۲۶م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په دغه هېواد کې ټول ۱۹۰۴ کسان وژل شوي، چې پکې ۱۲۵۸ وسله وال، ۳۵۲ ملکي وګړي او ۲۸۱ د امنیتي ځواکونو سرتيري شامل دي.

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱
د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ لا هم دوام لري او د دې ډلې د بریدونو د درولو په اړه د طالبانو پر «متضادو پیغامونو» باور نه شي کېدای.

خواجه اصف دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له ټي‌ټي‌پي غوښتي چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

د پاکستان د دفاع وزیر وویل: «دا دریځ یوازې په رسنیو کې مطرح شوی او په عملي ډګر کې یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.» هغه زیاته کړه چې له ټي‌ټي‌پي څخه د طالبانو ملاتړ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د وسله‌والو ډلو په اړه د طالبانو د ادارې پر متضادو څرګندونو باور کول «ډېر خطرناک کار» دی او تر اوسه په عملي ډول هېڅ نوی اقدام نه تر سترګو کېږي.

د پاکستان پوځ ته نږدې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې طالبانو په غیر رسمي ډول اسلام‌اباد ته خبر ورکړی چې هبت‌الله اخندزاده ټي‌ټي‌پي ته خبرداری ورکړی څو په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي. خو د راپور له مخې، پاکستان دغه پیغام ناکافي بللی او ویلي یې دي چې یوازې خبرداری بسنه نه کوي، بلکې عملي اقدامات اړین دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا پیغام د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام‌اباد قانع کړي څو باور وکړي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو د مهارولو لپاره اقدام کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ نښتو او تاوتریخوالي مرګ‌ژوبله هم اړولې ده. د سیمې یو شمېر هېوادونو، لکه سعودي عربستان، ترکیې، قطر او چین هڅه کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو تر اوسه دغو هڅو د پام وړ پایله نه ده لرلې.

پاکستان له طالبانو غواړي چې په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ نه کوي او د دې ډلې غړي به له افغانستان وباسي. خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله فعالیت نه لري او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون ساتنې غورځنګ د محمود خان اڅکزي پر ضد ثبت شوې قضيه غندلې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
د پاکستان د اساسي قانون ساتنې غورځنګ د محمود خان اڅکزي پر ضد ثبت شوې قضيه غندلې
100%

پاکستان کې د حکومت مخالفه ډلو اتحاد «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» د اپوزیسیون پر مشر محمود خان اڅکزي باندې قضیه ثبت کېدل غندلي او ويلي يې دي، د چمن په غونډه کې د حقایقو د بیانولو په تور د قضيې ثبت کول د افسوس ځای او د بیان پر ازادۍ ښکاره برید دی.

دغه غورځنګ په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، محمود خان اڅکزي د خپلې سیمې د خلکو د ستونزو او احساساتو وړاندې کولو پر مهال چې کوم دریځ غوره کړی، هغه پر استدلال، حقایقو او ځمکنیو واقعیتونو ولاړ و. له بده مرغه جبر، تسلط او د مخالفو غږونو د ځپلو عناصر دا نه شي زغملی چې کوم ولسي استازی د دولتي تګلارو په اړه پر انتقادي او حقایقو ولاړې خبرې وکړي.

غورځنګ د اڅکزي پرضد ثبت شوې قضیه بې بنسټه او پر سیاسي غچ اخیستنې ولاړه بللې ده. همداراز په بيان کې زیاته کړل شوې، «موږ دا اقدام د ډیموکراټیکو ارزښتونو او د اساسي حقونو سخته سرغړونه ګڼو. د سیاسي مشرانو او ولسي استازو پر وړاندې د دوسیو او فشارونو په وسیله د رښتیا غږ نه شي چوپ کېدای. داسې اقدامات د دولتي ادارو د وقار د لوړولو پر ځای د ولس او ادارو ترمنځ واټن نور هم زیاتوي».

ياد غورځنګ غوښتنه کړې، چې د محمود خان اڅکزي پر ضد ثبت شوې بې بنسټه قضيه دې دې سمدستي بېرته واخیستل شي او سیاسي اختلاف ته د جرم رنګ ورکولو لاره دې پرېښودل شي.

د يادونې وړ ده، چې د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر ضدد پولیسو په یوه حوزه کې قضیه ثبت شوې ده.

محمود خان اڅکزي د مې په ۲۹مه د چمن په غونډه کې ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لګول شوی اغزن تار د امریکا په غوښتنه نصب شوی او دوی به یې لرې کړي. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی و چې که افغانستان ټوټه شي، نو پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

اڅکزي په خپله وینا کې زیاته کړې وه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه کسان دوه‌ګونی تابعیت لري، نو پښتانه هم کولای شي د افغانستان تذکرې ترلاسه کړي او په ویاړ یې ښکاره کړي.