د پښتونخوا په پېښور کې د توپاني بادونو له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي

د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توپاني بادونو او دوړو له امله رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توپاني بادونو او دوړو له امله رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
په پېښور کې د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د خبر پاڼې له مخې، د سه شنبې په ماسخوتن د پېښور په بېلابېلو سيمو کې د توپاني بادونو امله د ونو د راپرېوتو، د دېوالونو او چتونو د نړېدو، او د سولر تختو او لویو لوحو د رالوېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې.
دوی زیاته کړې «د توپاني بادونو له امله په بېلابېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵څخه زیات کسان ټپیان شوي دي، خو د هغوی روغتیايي حالت له خطر څخه بهر دی او درملنه یې روانه ده».
همداراز په خبره پاڼه کې زياته کړل شوې، د تېزو بادونو له امله پر سړکونو راپرېوتې ونې، سولر تختې، لویې لوحې او نور خنډونه لیرې کړل شول او په ګڼو ځایونو کې تړل شوي سړکونه د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شول».
د دوشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا د پېښو د مدیریت ادارې د ایالت په شمالي سيمو کې د واورې د غرونو ښوېدو او ډنډونو د چاودېدو او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری وکړی او د جون له ۴مې څخه یې په لوړو سیمو کې د تالندې او برېښنا سره د باران اټکل کړی دی.
ادارې د بارانونو سره د ځمکې ښوېدنې، د خټو او ډبرو د راغورځېدو او د نښلوونکو سړکونو د اغېزمنېدو د خطر سره،په لښتيو او سیندونو کې د ناڅاپي سېلابونو له امله په ژوورو سیمو کې د سېلابي حالت احتمل څرګند کړی دی.
ادارې سیلانیانو او مسافرو ته هم لارښوونه کړې چې له غیر اړين سفرونو څخه ډډه وکړي او په حساسو سیمو کې احتیاط وکړي.