• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د درملو د کمښت په ترڅ کې؛ طالبانو په هرات ولایت کې شپږ درملتونونه تړلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو د څارنې او ارزونې په لړ کې شپږ درملتونونه تړل شوي او مهر لاک شوي دي. د چارواکو په وینا، دغه اقدام په یادو درملتونونو کې د تاریخ تېرو او بې‌کیفیته درملو د پلورلو او وېشلو له امله شوی دی.

د هرات د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو او وېشلو د څارنې او ارزونې عمومي مدیریت طالب مسوولینو ویلي، چې د دغې ادارې د منظم پلان له مخې د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۶ درملتونونو وضعیت له نږدې څارل شوی او ارزول شوی دی.

خبرپاڼه وایي،‌ د دغې ارزونې په پایله کې، پرېکړه وشوه چې شپږ متخلف درملتونونه د قانوني سرغړونو او خلکو ته د تاریخ‌تېرو درملو د ورکړې له امله وتړل شي. د طالبانو مسوولینو زیاته کړې، چې له دغو درملتونونو څخه ۱۳ قلمه بې‌لیبله، غیرمجاز او تاریخ‌تېر درمل هم راټول او ضبط کړل شوي دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې به د درملو د کیفیت د کنټرول او د ناقانونه درملو د پلور د مخنیوي په موخه د درملتونونو د څارنې لړۍ په جدي توګه دوام ومومي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۳

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

۴

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۵

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان کډوال ته امریکا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د کریس کونز د پوښتنې په ځواب کې، چې په قطر کې د السیلیه کمپ د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یې کړې وه، وویل چې دغه کډوال به په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړل شي.

کریس کونز په دې غونډه کې وویل چې شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران، ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰غړي لا هم په قطر کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه خبرداری ورکړ چې دغه کسان ښايي بېرته افغانستان ته واستول شي یا هم د د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په څېر هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې د ایبولا ویروس له پراخېدو سره مخ دي.

دغه ډیموکراټ سناتور د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې د دغو کسانو، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو، امریکا ته د لېږد لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي.

خو مارکو روبیو په ځواب کې وویل: «زه داسې ژمنه نه شم کولی. لومړی دا چې تېر کال پر ملي ګارډ د برید له پېښې وروسته یو اجراییوي فرمان صادر شوی دی. له همدې امله موږ اوس مهال هېڅ افغان امریکا ته نه شو داخلولی».

روبیو زیاته کړه چې امریکا له څو هېوادونو سره د دغو افغانانو د یوې برخې د منلو په اړه خبرې کړې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د ټولو دغو کډوالو د منلو چمتووالی نه دی ښودلی.

هغه کریس کونز ته وویل: «زه به له تاسو سره همکاري وکړم څو د دغو کسانو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړو. موږ غواړو چې دا کار ترسره شي».

د تېر کال په نومبر میاشت کې، وروسته له هغه چې یوه افغان کډوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې، د ډونالډ ټرمپ ادارې امریکا ته د افغانانو د سفر او منلو محدودیتونه لا سخت کړل

ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو امریکا ته ننوتل منع کړل. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د داسې طرحې ارزونه کوي چې له مخې یې په قطر کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

دغه طرحه له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. د امریکا له ۶۰۰ څخه زیاتو پخوانیو ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې له مارکو روبیو غوښتي چې کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد له پرېکړې تېر شي.

په ورته وخت کې، کریس کونز د کډوالو په اړه د امریکا پر اوسنیو محدودوونکو تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې د کډوالۍ د پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي، له تر ټولو سختو امنیتي ارزونو تېر شوي او د امریکا په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه چې له ځپنې او بې‌ثباتۍ څخه تښتېدلي کډوال د کیوبا، وېنېزویلا، وېتنام او افغانستان په څېر هېوادونو څخه، په تېرو لسیزو کې د امریکا د پرمختګ او ودې لپاره د پام وړ ونډه لرلې ده.

پر ښځو د سختو بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي د څلورو ښځو د جبري ودونو مخه یې نیولې ده

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱
پر ښځو د سختو بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي د څلورو ښځو د جبري ودونو مخه یې نیولې ده
100%

د طالبانو د امر بالمعروف او د شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په هرات، کاپیسا او کابل ولایتونو کې یې دڅلور ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د «زوجینو تفریق اصولنامې» د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او افغانانو اندېښنې راپارولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د معلوماتو له مخې، دغه قضیې وروسته له هغې تر څېړنې لاندې ونیول شوې چې یو شمېر ښځو د دغه وزارت ریاستونو ته مراجعه وکړه او د خپلو کورنیو له خوا د دوی له خوښې پرته د جبري ودونو په تړاو خپل شکایتونه ثبت کړل.

یاد وزارت وایي، د دوی ولایتي مسوولینو له هغو کورنیو سره چې په دغو قضیو کې ښکېلې وې، لیدلي او هغوی ته یې د ښځو د شرعي حقونو او په ځانګړې توګه د واده په چاره کې د رضایت د اصل په اړه معلومات او توصیې وړاندې کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغو هڅو په پایله کې یادو کورنیو د خپلو پخوانیو اقداماتو په اړه پښېماني ښودلې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به د ښځو شرعي حقونه رعایتوي او د خپلو لورګانو ودونه به د هغوی د رضایت او د دیني ارزښتونو پر بنسټ ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي او طالبانو نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي او له زده کړو د نجونو محرومیت، هغوی له ګڼو رواني او ټولنیزو ستونزو، په ځانګړې توګه له وخت څخه مخکې او جبري ودونو سره مخ کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران ژور او بې‌ساري کچې ته رسېدلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران ژور او بې‌ساري کچې ته رسېدلی
100%

دملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه بې‌ساري حد ته رسېدلې او د خوړو د کمښت له امله ګڼ شمېر میندې او ماشومان له روغتیايي مرکزونو څخه ناهیلي او بې‌برخې بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

یاد نړیوال بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۲مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د خوړو نشتون د افغانستان د روغتیايي وضعیت پر وړاندې یوه جدي ننګونه ګرځېدلې او تر ټولو زیانمن قشرونه یې ښځې او ماشومان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د جګړو، د اکمالاتي لارو د بندېدو او د لارو د تړل کېدو له امله افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر له سخت فشار سره مخ شوی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې: «زموږ د اړتیا وړ بودجې یوازې اته سلنه تمویل شوې او د جګړو او سرحدي بندیزونو له امله د اکمالاتي لارو د تړل کېدو له کبله زموږ عملیات په افغانستان کې له سختو ستونزو سره مخ دي.»

تر دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او سیمه‌ییزو کړکېچونو اغېزو افغانستان ته د بشري مرستو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

د پروګرام په وینا، د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله افغانستان ته د بشري مرستو د خوراکي توکو لېږد د پخوا په پرتله درې برابره ډېر وخت نیسي، چې دا چاره د مرستو رسولو بهیر لا ستونزمن کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د روانو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړني مالي ملاتړ ته اړتیا ده، څو د خوارځواکۍ د پراخېدو او د میلیونونو افغانانو د خوراکي ناامنۍ مخه ونیول شي.

په خوست کې د توپان او سخت باد له امله د دوو سیمه ییزو راډیوګانو نشرات پرې شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱
په خوست کې د توپان او سخت باد له امله د دوو سیمه ییزو راډیوګانو نشرات پرې شوي
100%

په خوست کې د نن سې شنبې ورځې توپان او سختو بادونو له امله د «اقرا» او «ښکلا» په نامه راډیوګانو خپرونې قطع شوې او ځینې وسایا یې زیانمن شوي. د دغو سیمه ییزو رسنیو مسوولان وایي، د بادونو له کبله د دواړو راډیوګانو نشرات په بشپړه توګه درېدلي دي.

د راډیوګانو مسوول انور صادق نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا تاوانونه د دوی له شخصي امکاناتو لوړ دي او د بیا رغونې لپاره د اړوندو ادارو او د خبریالانو د ملاتړو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.

د معلوماتو له مخې، دغه توپان او توندو بادونو یوازې یادو رسنیو ته نه، بلکې د خوست په بېلابېلو سیمو کې عامو خلکو او نورو عامه تاسیساتو ته هم مالي زیانونه اړولي دي او د زیانونو د کچې په اړه یې ارزونې لا هم په سیمه کې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنۍ له سختو اقتصادي او مسلکي ننګونو سره مخ دي او د بیان د ازادۍ د محدودېدو له امله ګڼو رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

د طالبانو او سوریې د کورنیو چارو وزیرانو او استخباراتو رییسانو سره کتلي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
د طالبانو او سوریې د کورنیو چارو وزیرانو او استخباراتو رییسانو سره کتلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو رییس د سعودي عربستان په مکه کې له خپلو سوریايي سیالانو سره لیدلي دي. په خپرو شویو انځورونو کې سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د سوربې د کورنیو چارو له وزیر انس خطاب او استخباراتو رییس جنرال حسین السلیمه سره لیدل کیږي.

د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب په مکه کې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر او د حج د عالي کمېټې مشر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نایف بن عبدالعزیز سره هم کتلي دي.

د دې لیدنې خبر د سعودي عربستان رسمي رسنیو ور کړی دی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، چې له سعودي چارواکو سره یې لیدنه شوې ده او که نه.

په ورته وخت کې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم د سوریې د استخباراتو له رییس جنرال حسین السلیمه سره لیدلي، خو تر دې مهاله ددغو لیدنو جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

سعودي عربستان د سوریې له نوي حکومت سره نږدې اړیکې لري، خو له طالبانو سره په اړیکو کې سره له دې، چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانېستی، محتاطانه چلند لري.