د امریکا جګړې وزارت د خبریالانو پرمخ د پنټاګون رسنیز دفتر دروازه وتړله

د امریکا جګړې وزارت خبریالان د پنټاګون له رسنیز دفتر څخه منعه کړي دي. دا د ټرمپ ادارې لهخوا دولتي معلوماتو او ادارو ته د رسنیو د لاسرسي محدودولو په برخه کې وروستی اقدام دی.

د امریکا جګړې وزارت خبریالان د پنټاګون له رسنیز دفتر څخه منعه کړي دي. دا د ټرمپ ادارې لهخوا دولتي معلوماتو او ادارو ته د رسنیو د لاسرسي محدودولو په برخه کې وروستی اقدام دی.
د پنټاګون چارسمبالي ویاند جویل والډیز د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه دفتر د «حساسو ډلبندي شوو معلوماتو مرکز» په توګه بیا تعریف شوی؛ ځکه د ویناوو لیکونکي چې محرمو معلوماتو ته لاسرسی لري هلته کار کوي.
هغه وویل: «دغه لیکوالان معمولا له محرمو معلوماتو سره سروکار لري او اړتیا لري، چې د SIPRNet په نوم خوندي او محرمه انټرنېټي شبکه وکاروي». د والډیز په وینا؛ له دې وروسته خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې یادې ادارې ته ننوځي.
خو د جګړې وزارت د عامه اړیکو او د پنټاګون د ویاند دفتر ته به له وړاندې د اجازې اخیستلو په صورت کې د تګ امکان وي. دغه پرېکړه د ټرمپ ادارې د هغو اقداماتو دوام بلل کېږي، چې د پوځ او نورو دولتي ادارو په اړه د امریکایي رسنیو د راپور ورکولو وړتیا محدودوي.
په تېرې مارچ میاشت کې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې رسنۍ نور نهشي کولای په پنټاګون کې خپل دایمي دفترونه وساتي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې یوې محکمې د نیویارک ټایمز په ګټه پرېکړه وکړه او د رسنیو د جوازونو نوي مقررات یې تر پوښتنې لاندې راوستل.
پنټاګون همداراز ویلي، چې خبریالان یوازې د یوه رسمي مامور په ملتیا د وزارت ودانۍ ته داخلېدای شي. نیویارک ټایمز په مئ میاشت کې د دغه محدودیت د لغوه کېدو لپاره جلا دعوه ثبت کړې وه.
د امریکا د خبریالانو تر ټولو لوی مسلکي سازمان ملي پرېس کلب دغه نوي محدودیتونه د رسنیو پر څار د ټرمپ ادارې د فشارونو زیاتوالی بللی دی. د یاد سازمان مشر مارک شوف جونیر وویل: «د امریکا د پوځ په اړه خپلواکه خبریالي یو اختیاري کار نهدی. کله چې خبریالان له هغو ادارو څخه لرې ساتل کېږي، چې باید پرې راپورونه جوړ کړي؛ نو د امریکا خلک له لږو معلوماتو، لږې روڼتیا او لږې څارنې سره مخ کېږي».
همدارنګه د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ چې د رسنیو د ازادۍ ملاتړې غیرانتفاعي اداره ده، هم پر یادې پرېکړه نیوکه کړې ده.