• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: د ایران ډېری اټومي فعالیتونه درېدلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي، په ابوظبۍ کې اعلان وکړ چې د ایران ډېری هغه اټومي فعالیتونه چې له دې وړاندې روان وو، اوس درېدلي دي.

هغه وویل، د ایران د اټومي پروګرام په اړه ارزونه په بنسټیز ډول بدله شوې ده، ځکه چې اوس د جګړې وضعیت حاکم دی او دغه پروګرام د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

ګروسي زیاته کړه چې د جګړې له تجربو څخه د زده کړو او په راتلونکي کې د چمتووالي د څرنګوالي د ارزونې لپاره به غونډې ترسره شي. نوموړي وویل، د ترمیماتو د بشپړولو لپاره به یو لړ نور فعالیتونه هم ترسره شي.

هغه همداراز وویل چې د متحده عربي اماراتو چارواکو پر براکه اټومي بټۍ د برید په غبرګون کې ډېر ژر اقدام وکړ او د بهرنۍ برېښنا د پرې کېدو له امله یې یو اټومي ریاکټر بند کړ. ګروسي ټینګار وکړ چې دا چاره ښيي د برید عاملان په بشپړه توګه پوهېدل چې څه کوي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۳

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

۴

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۵

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

•
•
•

نور کیسې

سویډن غواړي د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
سویډن غواړي د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکي
100%

د سویډن حکومت له خوا ټاکل شوي یو کمېسیون د سې شنبې په ورځ سپارښتنه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره باید لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله وټاکل شي.

په اروپا کې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د ماشومانو پر ټولنیزو رسنیو د لاسرسي محدودیتونه زیات کړي. دا هڅې وروسته له هغې چټکې شوې چې اسټرالیا تېر کال دسمبر کې د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل.

سویډنۍ څېړونکې لیزا اینګلنډ کرافت د یوې خبري غونډې پر مهال، چې د ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزیر یاکوب فورسمېد هم پکې ګډون درلود، وویل چې د عمر د محدودیت د پلي کېدو احتمالي زیانونه شته، خو د دې ډول رسنیو ته د دوامدار او بې محدودیته لاسرسي په پرتله یې ګټې ډېرې دي.

هغې زیاته کړه چې دا بندیز په داسې ډول عملي کېدای شي چې د کاروونکو د عمر د تایید مسوولیت د ټولنیزو رسنیو د پلاتفورمونو پر شرکتونو واچول شي.

اوس مهال په سویډن کې تر ۱۳ کلنۍ کم عمره ماشومان یوازې د مور او پلار په رضایت د ټولنیزو رسنیو حسابونه جوړولای شي.

د ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزیر یاکوب فورسمېد وویل: «موږ یوه بشپړه نسل د نه ختمېدونکي سکرول کولو له امله له لاسه ورکوو. سکرینونه، ټولنیزې رسنۍ او د هغوی اغېز د ماشومانو او ځوانانو پر روغتیا زموږ د وخت له سترو ننګونو څخه دي».

بلخوا، په ګاونډي ناروې کې حکومت د روان کال په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د کال تر پایه به پارلمان ته داسې لایحه وړاندې کړي چې له مخې به یې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول منع شي.

د امریکا جګړې وزارت د خبریالانو پرمخ د پنټاګون رسنیز دفتر دروازه وتړله

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱
د امریکا جګړې وزارت د خبریالانو پرمخ د پنټاګون رسنیز دفتر دروازه وتړله
100%

د امریکا جګړې وزارت خبریالان د پنټاګون له رسنیز دفتر څخه منعه کړي دي. دا د ټرمپ ادارې له‌خوا دولتي معلوماتو او ادارو ته د رسنیو د لاسرسي محدودولو په برخه کې وروستی اقدام دی.

د پنټاګون چارسمبالي ویاند جویل والډیز د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه دفتر د «حساسو ډلبندي شوو معلوماتو مرکز» په توګه بیا تعریف شوی؛ ځکه د ویناوو لیکونکي چې محرمو معلوماتو ته لاسرسی لري هلته کار کوي.

هغه وویل: «دغه لیکوالان معمولا له محرمو معلوماتو سره سروکار لري او اړتیا لري، چې د SIPRNet په نوم خوندي او محرمه انټرنېټي شبکه وکاروي». د والډیز په وینا؛ له دې وروسته خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې یادې ادارې ته ننوځي.
خو د جګړې وزارت د عامه اړیکو او د پنټاګون د ویاند دفتر ته به له وړاندې د اجازې اخیستلو په صورت کې د تګ امکان وي. دغه پرېکړه د ټرمپ ادارې د هغو اقداماتو دوام بلل کېږي، چې د پوځ او نورو دولتي ادارو په اړه د امریکایي رسنیو د راپور ورکولو وړتیا محدودوي.

په تېرې مارچ میاشت کې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې رسنۍ نور نه‌شي کولای په پنټاګون کې خپل دایمي دفترونه وساتي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې یوې محکمې د نیویارک ټایمز په ګټه پرېکړه وکړه او د رسنیو د جوازونو نوي مقررات یې تر پوښتنې لاندې راوستل.

پنټاګون همداراز ویلي، چې خبریالان یوازې د یوه رسمي مامور په ملتیا د وزارت ودانۍ ته داخلېدای شي. نیویارک ټایمز په مئ میاشت کې د دغه محدودیت د لغوه کېدو لپاره جلا دعوه ثبت کړې وه.

د امریکا د خبریالانو تر ټولو لوی مسلکي سازمان ملي پرېس کلب دغه نوي محدودیتونه د رسنیو پر څار د ټرمپ ادارې د فشارونو زیاتوالی بللی دی. د یاد سازمان مشر مارک شوف جونیر وویل: «د امریکا د پوځ په اړه خپلواکه خبریالي یو اختیاري کار نه‌دی. کله چې خبریالان له هغو ادارو څخه لرې ساتل کېږي، چې باید پرې راپورونه جوړ کړي؛ نو د امریکا خلک له لږو معلوماتو، لږې روڼتیا او لږې څارنې سره مخ کېږي».

همدارنګه د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ چې د رسنیو د ازادۍ ملاتړې غیرانتفاعي اداره ده، هم پر یادې پرېکړه نیوکه کړې ده.

پر اوکراین د روسیې په برید کې پنځه کسان وژل شوي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۱
پر اوکراین د روسیې په برید کې پنځه کسان وژل شوي دي
100%

اوکرایني چارواکو ویلي، د سې‌شنبې په سهار د اوکراین د څو لویو ښارونو په ګډون پر کیف، دنیپرو او خارکیف د روسیې د هوايي بریدونو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د دنیپرو سیمې والي اولیکسانډر هانزا وویل، چې د اوکراین ښار په ختیځ کې د روسیې د برید په پایله کې څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. له دنیپرو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې استوګنیزې ودانۍ سختې زیانمنې شوې، موټرونه سوځېدلي او د ماشومانو د لوبو یو میدان په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

په کیف کې د پلازمینې د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي، چې یو کس وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل، چې د استوګنې پر یوې ۲۴ پوړیزې ودانۍ د توغنديز برید له امله د ودانۍ یوه برخه نړېدلې او ښایي خلک تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.

هغه زیاته کړه، چې د یوې ۹ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ په ګډون څو نورې ودانۍ د توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله اور اخیستی دی. عیني شاهدانو ویلي، چې د کیف زرګونه اوسېدونکو د دغه هېواد په ګڼو برخو کې د هوایي بریدونو تر خبرداري وروسته د میټرو تم ځایونو کې پناه اخیستې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د روسیې د لوی برید خبرداری ورکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د هوایي بریدونو خبرداری جدي ونیسي. روسیې تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې غواړي د اوکراین د پوځ اړوند هدفونه او په کییف کې د پرېکړو نیوونکو مرکزونو پر وړاندې «منظم او پرله‌پسې بریدونه» ترسره کړي.
همدارنګه یې له بهرنیو وګړو غوښتي و، چې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي. مسکو ویلي، دغه اقدام د تېرې میاشتې د هغه ډرون برید په غبرګون کې دی چې د روسیې تر کنټرول لاندې د لوهانسک سیمې پر یوې لیلیه شوی و. د روسیې په وینا؛ په هغه برید کې ۲۱ کسان وژل شوي وو؛ خو اوکراین د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت : کویټ کې د مېشتو ځواکونو پر ضد ویشتل شوي ایراني توغندي شنډ شوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
د امریکا بهرنیو چارو وزارت : کویټ کې د مېشتو ځواکونو پر ضد ویشتل شوي ایراني توغندي شنډ شوي
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د امریکا ځواکونو تیره شپه په کویټ کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر ضد ویشتل شوي دوه بالستیک توغندي په بریالیتوب سره شنډ کړي او کوم امریکايي سرتېری ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فاري ژبې اېکس پاڼه ویلي چې تیره شپه د ختیځې امریکا په وخت ۱۱ بجې د ایران له لوري ویشتل شوي دوه بالستیک توغندي د کویټ په خاوره کې د مېشتو امریکايي ځواکونو هدف وو.

په بیان کې ویل شوي چې امریکايي ځواکونو دغه توغندي په فضا کې له منځه وړي او برید ناکام شوی دی.

دغه وزارت زیاتوي چې په پېښه کې هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه دی اوښتی.

همداراز د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د اوربند د ملاتړ تر څنګ به خپلو ځواکونو ته د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د بشپړ چمتووالي او دفاعي تدابیرو ته دوام ورکړي.

د حـ . ـزب الله استازی: په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند ملاتړ کوو

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
د حـ . ـزب الله استازی: په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند ملاتړ کوو
100%

د لبنان په پارلمان کې د حـ . ـزب‌الله استازي حسن فضل‌الله ویلي چې د لبنان په ټوله خاوره کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې حزب‌الله د جګړو د درولو او د لبنان د امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړ اوربند له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

حسن فضل‌الله ویلي: «موږ په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړې چې د بشپړ اوربند پلي کېدل کولی شي د دې زمینه برابره کړي چې اسراییلي ځواکونه د لبنان له ټولو سیمو ووځي.

د حزب‌الله د استازي په وینا، د جګړو پای ته رسېدل او د بهرنیو ځواکونو وتل د لبنان د ثبات او امنیت لپاره مهم ګامونه ګڼل کېږي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري او د جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنې زیاتې شوې دي.