سویډن غواړي د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکي

د سویډن حکومت له خوا ټاکل شوي یو کمېسیون د سې شنبې په ورځ سپارښتنه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره باید لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله وټاکل شي.

د سویډن حکومت له خوا ټاکل شوي یو کمېسیون د سې شنبې په ورځ سپارښتنه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره باید لږ تر لږه عمر ۱۵ کاله وټاکل شي.
په اروپا کې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د ماشومانو پر ټولنیزو رسنیو د لاسرسي محدودیتونه زیات کړي. دا هڅې وروسته له هغې چټکې شوې چې اسټرالیا تېر کال دسمبر کې د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل.
سویډنۍ څېړونکې لیزا اینګلنډ کرافت د یوې خبري غونډې پر مهال، چې د ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزیر یاکوب فورسمېد هم پکې ګډون درلود، وویل چې د عمر د محدودیت د پلي کېدو احتمالي زیانونه شته، خو د دې ډول رسنیو ته د دوامدار او بې محدودیته لاسرسي په پرتله یې ګټې ډېرې دي.
هغې زیاته کړه چې دا بندیز په داسې ډول عملي کېدای شي چې د کاروونکو د عمر د تایید مسوولیت د ټولنیزو رسنیو د پلاتفورمونو پر شرکتونو واچول شي.
اوس مهال په سویډن کې تر ۱۳ کلنۍ کم عمره ماشومان یوازې د مور او پلار په رضایت د ټولنیزو رسنیو حسابونه جوړولای شي.
د ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزیر یاکوب فورسمېد وویل: «موږ یوه بشپړه نسل د نه ختمېدونکي سکرول کولو له امله له لاسه ورکوو. سکرینونه، ټولنیزې رسنۍ او د هغوی اغېز د ماشومانو او ځوانانو پر روغتیا زموږ د وخت له سترو ننګونو څخه دي».
بلخوا، په ګاونډي ناروې کې حکومت د روان کال په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د کال تر پایه به پارلمان ته داسې لایحه وړاندې کړي چې له مخې به یې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول منع شي.