• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قرغیزستان او قزاقستان له افغانستان نه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو د بانډ نیولو خبر ورکړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د قزاقستان او قرغیزستان د کورنیو چارو وزارتونو په ګډو عملیاتو کې د قزاقستان په شیمکېنټ ښار کې دوه قزاقستاني وګړي له افغانستان نه د تریاکو د قاچاق په نړۍواله شبکه کې د ښکېلتیا په تور نیولي دي.

د قزاقستان رسنیو د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې له افغان نشه‌يي توکو د نړۍوال بانډ سره تړاو لرونکي نیول شوي کسان د قزاقستان وګړي دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له یادو قاچاقبرانو څخه یې د نشه‌يي توکو د ناقانونه قاچاق او سوداګرۍ په تور تر محاکمې وړاندې لومړنۍ څېړنې پیل کړي دي.

د قزاقستان امنیتي ادارو ویلي، چې پر یادو کسانو د نشه‌يي توکو د نړۍوال بانډ سره د تړاو تور هم دی.

دا لا نه ده، څرګنده چې له یادو کسانو سره په څومره اندازه نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

د راپورنو له‌مخې، د افغانستان تاریاک او نور نشه‌يي توکي د قرغیزستان له لارې تېرېدو وروسته د قزاقستان شیمکېنټ ښار ته رسېږي او دا لاره د افغانستان د نشه‌يي توکو د لېږد په یو مهم دهلیز بدله شوې ده.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او اوزبکستان د سوداګرۍ خونو مشران د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
د افغانستان او اوزبکستان د سوداګرۍ خونو مشران د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي اوزبکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتولو او د اقتصادي اړیکو د پراخولو پر لارو چارو بحث کړی دی.

دوی زیاتوي چې په ناسته کې، د ترانزیټي او ګمرکي اسانتیاوو د ښه والي، د سوداګریزو بهیرونو د چټکتیا او د هغو ستونزو د حل په اړه هم خبرې شوې چې سوداګر او خصوصي سکټور ورسره مخ دي.

د طالبانو او اوزبکستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. دواړه لوري هڅه کوي چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

یوه افغان توکمه مېرمن د ډنمارک د اقلیم، انرژۍ او عامه خدماتو وزیره ټاکل شوې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱
یوه افغان توکمه مېرمن د ډنمارک د اقلیم، انرژۍ او عامه خدماتو وزیره ټاکل شوې
100%

د ډنمارک په نوي حکومتي جوړښت کې افغان‌ الاصله سیاستواله سمیرا نوا امیني د اقلیم، انرژۍ او عامه خدماتو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. د اقلیمي بدلون او انرژۍ امنیت مسایل د دغه هېواد د نوي حکومت مهم لومړیتوبونه ګڼل کېږي.

نوموړې چې د ډنمارک په البورګ ښار کې په ۱۹۸۸ کال کې د افغان کډوالو والدینو په کور کې زیږېدلې، د «رادیکال وینستره» ګوند غړې ده او د سوسیال لیبرال سیاسي لیدلوري استازیتوب کوي.

د راپورونو له مخې، هغه به له چارشنبې ورځې څخه په رسمي ډول د یاد وزارت چارې پر غاړه واخلي.

د هغې د کورنۍ کیسه هم د افغانستان له وروستیو څو لسیزو کړکېچونو سره تړاو لري.

د نوموړې مور او پلار په ۱۹۸۶ کال کې پر افغانستان د شوروي د برید له امله ډنمارک ته کډوال شول.

د ډنمارک د پارلمان پر ویبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، سمیرا نوا په کوپنهاګن پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې ماسټري کړې ده.

له اکادمیکو زده کړو وروسته هغې په مختلفو څېړنیزو بنسټونو او دولتي ادارو کې کار کړی او بیا یې سیاست ته مخه کړې ده.

په ۲۰۱۹ کال کې هغه د «رادیکال وینستره» ګوند په استازیتوب پارلمان ته نومانده شوه او وروسته یې د اقتصاد، کارموندنې، جنسیتي برابرۍ او اقلیمي پالیسۍ په برخو کې ځان د ګوند مهمه څېره ثابته کړه.

د اقلیم او انرژۍ وزارت ته د هغې ټاکل په داسې وخت کې دي چې اروپا د انرژۍ د امنیت، د اقلیمي بدلون د شدت او د زرغونو تګلارو د پليتابه په برخه کې له جدي بحثونو سره مخ ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغانستان صادرات ۷۷ سلنه لوړ شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغانستان صادرات ۷۷ سلنه لوړ شوي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستان سره د لارو تر بندېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري پراخه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې صادرات ۷۷ سلنه او واردات ۴۳ سلنه زیات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې افغانستان له ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغیزستان او ترکمنستان سره پراخه سوداګریزه راکړه ورکړه تجربه کړې ده.

د هغه په وینا، له دغو هېوادونو څخه واردات په ۲۰۲۴ کال کې له یو میلیارد او ۶۷۰ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارد او ۳۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان صادرات هم له ۱۲۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي، چې د تېر کال په پرتله ۷۷ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

د بلخ ولایت د پانګونې خونې د دارالانشا رییس اسدالله اسدي وايي، له منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ځکه زیاته شوې چې افغانستان په سیمه کې د یوه مهم ترانزیټي څلورلارې په توګه د بدلېدو په حال کې دی.

د معلوماتو له مخې، ازبکستان د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د خصوصي سکتور او د ازبکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

په ورته وخت کې سوداګر وايي، سره له دې چې منځنۍ اسیا سره سوداګریزه پراخه شوې، خو د ویزو د ترلاسه کولو او د پیسو د لېږد ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او د توکو د واردولو لګښتونه هم لوړ شوي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې یوازې ۳۷ بهرنیانو د هوا له لارې افغانستان ته تګ او راتګ کړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۱
په تېرو دوو میاشتو کې یوازې ۳۷ بهرنیانو د هوا له لارې افغانستان ته تګ او راتګ کړی
100%

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره وايي، چې د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې ۵۷۵۶ بهرنیو وګړو د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته تګ راتګ کړی دی. په دې کې یوازې ۳۷ تنه د هوايي ډګرونو له لارې افغانستان ته تللي او یا وتلي دي.

د طالبانو د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي، چې په وري او غويي میاشتو کې ۲۹۹۵ بهرني وگړي افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنیو لارو څخه راغلي دي او همدارنګه ۲۷۶۱ بهرني وګړي له همدې لارو څخه له افغانستان څخه بېرته تللي دي.

نوموړي ویلي، چې د یادو بهرنیو وګړو له ډلې څخه ۲۹۵۸ تنو یې د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته سفر کړی او ۳۷ تنو بیا د هوايي ډګرونو لارې سفرونه کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له‌مخې، له یادو بهرنیو وګړو کې ۳۷۰ تنو د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو څخه هم لیدنې کړي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې ویاند ویلي، چې یادو بهرنیو وګړو له ډلې څخه ډېر شمېر یې د نیمروز بندر، د هرات هوايي ډګر، د فاریاب د اقینې بندر او د بدخشان د اشکاشم بندر له لارې افغانستان ته سفرونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډیری وختونه په بهرنیو وګړو، کې ښځینه سیلانیانې هم شاملې وي او هغوی د افغانستان هرې سیمې ته د سفر کولو اجازه لري، خو طالبانو بیا پر افغان ښځو د یوازې سفر کولو او سیاحت بندیز لګولی دی.

ایران د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته د ۲۹۹ میلیونه ډالرو توکي صادر کړي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱
ایران د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته د ۲۹۹ میلیونه ډالرو توکي صادر کړي
100%

ایراني چارواکي وايي، چې د روان کال له پیله د غویي میاشتې تر پایه پورې یې د دوغارون-اسلام کلا له لارې ۵۸۵ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر کړي چې ارزښت یې ۲۹۹ میلیونه ډالره دی. په همدې موده کې له افغانستان نه د درې میلیونه او ۶۲۳ زره ډالرو توکي ایران ته صادر شوي.

د ایران د دوغارون سوداګریزې او صنعتي سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوري‌زاده د چارشنبې په ورځ وویل چې په همدې موده کې له افغانستان نه د واردو شویو توکو کچه۲۵۵۷ ټنه وه چې ارزښت یې درې میلیونه او ۶۲۳ زره ډالر اټکل شوی دی.

هغه همدارنګه وویل چې په همدې وخت کې د ایران او افغانستان ترمنځ د وارداتو او صادراتو د ترانزیټ مجموعي حجم له ۴۸۶ زره ټنو زیات و چې ارزښت یې ۸۵۳ میلیونه ډالر دی.

نوموړي وویل چې له ایران څخه افغانستان ته د صادرېدونکو مهمو توکو په ډله کې د ودانیزو توکو بېلابېل ډولونه، اوسپنه، د نفتو محصولات او مېوې او سبزي شامل دي او له افغانستان څخه ایران ته واردېدونکي توکي د نباتي غوړیو تخمونه، ممیز او کونځلې دي.

یاد ایراني چارواکي ددغه هېواد ایرنا اژانس ته ویلي، چې اوس مهال هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات ایرانی او بهرني بار وړونکي موټر د دوغارون او اسلام‌کلا ترمنځ تګ راتګ کوي.

نوري‌زاده زیاته کړې چې دوی د موټرو شمېر دوه زرو ته لوړوي.

هغه وویل چې په دوو ګمرکونو اسلام‌کلا او دوغارون کې د بار وړونکو موټرو د تم کېدو وخت کمول د اقتصادي فعالانو او افغان پانګوالو مهمه غوښتنه ده او که دا بهیر ښه تنظیم شي نو د صادراتو، ترانزیټ او وارداتو په پراختیا کې به مهم رول ولري.