• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د یوه کابل مېشتي شکایت: له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره یم، له واسطې پرته دنده نه‌راکول کېږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱

یوه کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ادعا کړې، چې له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره دی او د دندې موندلو لپاره یې کړې هڅې بې‌پایلې پاتې شوې، ځکه چې په وینا یې «واسطه» نه‌لري. هغه زیاتوي، د طالبانو په حاکمیت کې له «واسطې» پرته دنده نه‌ورکول کیږي.

نوموړي ویلي، چې درې کاله وړاندې یې د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې دنده ترسره کوله، خو اوس له اوږدې مودې راهیسې بې‌کاره پاتې شوی او دمګړۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د هغه په وینا، په دې موده کې یې د بېلابېلو دولتي او خصوصي بنسټونو د ازموینو او سیالیو په بهیر کې ګډون کړی او په ډېریو دغو ازموینو کې بریالی شوی ، خو ادعا کوي، چې د واسطې او اړیکو د نشتوالي له امله ورته دنده نه‌ده سپارل شوې.

هغه زیاتوي: «درې کاله کېږي چې د کار لپاره مې هره دروازه وټکوله، خو دنده نه‌شم پیدا کولی. هر ځای چې امتحان ورکوم بریالی کېږم، خو دنده ځکه نه‌راکول کېږي چې واسطه نه‌لرم».

دغه کس ادعا کوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ګومارنو په بهیر کې «شخصي اړیکې» او «واسطې» مهم رول لري او هغه څوک چې واسطه ونه‌لري، د دندې ترلاسه کولو چانس یې خورا کم وي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د یوه کابل مېشتي کس روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي، خو تر دې وړاندې ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د کار روزګار د کمښت په تړاو راپورونه ورکړي دي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د کندوز یو اوسېدونکی: د طالبانو استخبارات بې‌ګناه کسان نیسي او بډې ترې اخلي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۳ GMT+۱
د کندوز یو اوسېدونکی: د طالبانو استخبارات بې‌ګناه کسان نیسي او بډې ترې اخلي
100%

د کندوز یو اوسېدونکی چې د طالبانو په زندان کې بندي وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو زندانونه له بې‌ګناه وګړو ډک دي او طالب استخبارات ترې بډې اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې «ظلم، فساد او رشوت» په پراخه کچه دوام لري. د هغه په خبره؛ طالب استخبارات عام وګړي په بېلابېلو تورونو نیسي او زنداني کوي یې.

هغه زیاته کړې، چې زندانونه له بې‌ګناه خلکو ډک دي: «زه د کندوز یو اوسېدونکی یم، څه موده د طالبانو په زندان کې بندي وم. په افغانستان کې د طالبانو له زندانونو او حوزو شکایت لرم، استخبارت له شواهدو پرته خلک د بېلابېلو تورونو په تړاو نیسي، زندانونه له بې‌ګناه خلکو ډک دي».

د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د زندانونو وضعیت څو ځله د کورنیو او نړۍوالو بنسټونو د بحث موضوع ګرځېدلې ده. د بندیانو کورنیو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو د خپلسرو نیونو او د بندیانو د حقونو سرغړونې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ خو طالبان بیا وایي چې ټولې چارې د قانون او شریعت له مخې ترسره کېږي.

د نرسنګ فارغانې د اګزیټ ازموینې د ځنډ له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
د نرسنګ فارغانې د اګزیټ ازموینې د ځنډ له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي
100%

له کابل څخه یوه کس افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې خویندې یې د قابلګۍ له څانګې فارغې شوې دي، خو تر اوسه ترې د اګزیټ یا خروجي ازموینه نه ده اخیستل شوې. هغه وایي له اګزیټ ازموینې پرته یې خویندې په روغتون کې کار نه شي کولای.

دغه کس، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي چې د اګزیټ ازموېنې د نه اخیستل کېدو له امله د هغه خویندو ته اسناد نه دي ورکړل شوي.

د ده په وینا، د اسنادو له نشتوالي پرته د نرسنګ فارغانې نه شي کولای په دولتي ادارو کې دندې ترلاسه کړي او د ښځو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې کار وکړي.

هغه ویلي، خویندې یې غواړي د شریعت له اصولو سره سم د هېواد د ښځو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، خو د خروجي (اګزیټ) امتحان نه اخیستل د دوی د کار او اسنادو د بشپړېدو مخه نیولې ده.

دغه کس له طالبانو غوښتي چې د نرسنګ فارغانو ته د اګزیټ ازمیونې زمینه برابره کړي.

پخواني افغان نظامیان: د جمهوري نظام د دورې پاتې معاشونه لا هم نه دي راکړل شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱
پخواني افغان نظامیان: د جمهوري نظام د دورې پاتې معاشونه لا هم نه دي راکړل شوي
100%

یو شمېر پخوانیو افغان نظامیانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو رالیږلو پیغامونو کې ادعا کړې، چې د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د دوی د څو میاشتو پاتې معاشونه حواله شوي وو، خو د حکومت له سقوط وروسته تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

دوی وایي، شاوخوا لس تنه پخواني نظامیان دي او د شپږو میاشتو معاشونه یې پاتې دي او د هر یوه د معاش اندازه نږدې ۱۲۰ زره افغانۍ ته رسېږي.

د دوی په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړوند وچارواکو د معاشونو د ورکولو لپاره د دوی عریضې راټولې کړې او د معاشونو د اجرا ژمنه ورسره شوې وه.

د دغو پخوانیو نظامیانو په وینا، له ژمنو سره سره تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او د معاشونو ورکولو په اړه روښانه معلومات نه شته.

دوی ادعا کوي چې نږدې یو کال وړاندې هم د طالبانو حکومت له لوري د معاشونو ورکولو ژمنه تکرار شوې وه، خو لا هم نه ده پوره شوې.

د افغان بندیانو د کورنیو شکایت: عراقي پولیس د افغان بندیانو د خوشې کولو لپاره پیسې غواړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
د افغان بندیانو د کورنیو شکایت: عراقي پولیس د افغان بندیانو د خوشې کولو لپاره پیسې غواړي
100%

د عراق په زندانونو کې د یو شمېر افغان بندیانو کورنۍ وايي، عراقي پولیس د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ۴۰۰ تر ۶۰۰ ډالر غواړي. دوی د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې کوي چې ددغو بندیانو د ستونزو په حل کې یې تر دې دمه همکاري نه ده کړې.

د ننګرهار یوه ځوان افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې ورور یې یو ځل له زندان څخه ورسره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د خوشې کېدو لپاره ترې ۶۰۰ ډالر غوښتل شوي دي.

د هغه په وینا، له پیغام سره یو بانکي حساب هم ورلېږل شوی او ورته ویل شوي چې که پیسې انتقال کړي، ورور به یې افغانستان ته ډیپورټ شي.

نوموړي زیاته کړه چې پیسې یې ورته ونه لیږلې او پر ځای یې په عراق کې د افغانستان له سفارت سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل: «سفارت هر ځل راته وایي چې نن او سبا به موضوع وڅېړي، خو تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی».

د دغه ځوان په وینا، پرون بیا هم له ورته شمېرې څخه پیغام ورلېږل شوی او ترې غوښتل شوي چې ۴۰۰ ډالر ورکړي څو د ورور د ډیپورټ چارې یې بشپړې شي. نوموړی وایي نه پوهېږي چې دغه پیسې د څه لپاره غوښتل کېږي او ایا دا یوه رسمي پروسه ده او که نه.

هغه ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵ نور افغان ځوانان هم پېژني چې له ورته ستونزې سره مخ دي او د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو یا ډیپورټ په نوم ترې د پیسو غوښتنې شوې دي.

دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم په عراق کې مېشتو یو شمېر افغان مساپرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان ځوانان د کار موندنې لپاره عراق ته تللي، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي او زندانونو ته لېږدول شوي دي.

یو شمېر افغان بندیان او د هغوی خپلوان ادعا کوي چې زرګونه افغان کډوال په عراق کې د غیرقانوني استوګنې په تور نیول شوي او اوس مهال په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کېږي.

د دوی په وینا، د زندانونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او بندیان د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. هغوی همدارنګه ادعا کوي چې له ځینو افغان بندیانو سره د نړیوالو انساني معیارونو خلاف چلند کېږي.

د بندیانو کورنۍ له طالب دیپلوماتیکو استازولیو او اړوندو ادارو غواړي چې د عراق په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي او د هغوی د قانوني او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

یو افغان: زوی مې د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې اعتراف ته اړ اېستل شوی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
یو افغان: زوی مې د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې اعتراف ته اړ اېستل شوی
100%

یو افغان افغانستان انټرنشنل ته په دغه لېږلي غږیز پیغام کې وايي، چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه دوام لري. هغه وايي، چې زوی یې له څه مودې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی او له سختو شکنجو او جبري اعترافونو سره مخ شوی دی.

دغه افغان په خپل لېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو په زندانونو کې «شکنجې، ناوړه چلند او تاوتریخوالی» شته. د نوموړي په خبره؛ زوی یې اوس هم د طالبانو په زندان کې بندي دی او ۴۰ ورځې کېږي، چې له سختو شکنجو وروسته یې جبري اقرار ترې اخیستی.

نوموړي زیاته کړې: «دا رښتیا ده، په زندانونو کې شکنجې، ناوړه چلند او تاوتریخوالی شته». هغه له افغان سیاست‌والو او مشرانو هم غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره د خلکو د ژوند شرایطو د ښه کولو او په افغانستان کې د روانو کړاوونو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.