د جرمني ټاګیس څایتونګ (تاز) انلاین ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې د روسیې او د طالبانو ترمنځ پوځي او تخنیکي تړون داسې مهال اعلان شوی چې مسکو هڅه کوي په منځنۍ اسیا او د افغانستان په امنیتي چاپېریال کې خپل ستراتیژیک نفوذ زیات کړي، په داسې حال کې چې لوېدیزې استخباراتي ادارې د دې پرمختګ د احتمالي نظامي پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب د مسکو په یوه نړیوال امنیتي فورم کې سره ولیدل او د پوځي همکاریو رسمي تړون یې لاسلیک کړ. محمد یعقوب د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوی او د دې ډلې پخوانی لوړپوړی نظامي مشر دی.
روسي چارواکو ویلي چې دغه تړون د افغانستان له اوسني حکومت [طالبانو] سره د «بشپړې عملي او ستراتیژیکې همکارۍ» پیل دی، خو دواړو خواوو د تړون دقیق جزئیات نه دي خپاره کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د طالبانو دفاع وزیر د تړون په اړه ویلي، چې د پخوانۍ شوروي اتحاد د وسلو او تجهیزاتو ترمیم رانغاړي.
خو د تړون د محتوا نه افشا کېدو د لوېدیزو استخباراتي ادارو ترمنځ شکونه زیات کړي دي.
د تاز په باور، دوی اندېښنه لري چې روسیه ممکن له طالبانو سره داسې ترتیبات ولري چې د اوکراین جګړې لپاره د جګړهمارو د انتقال زمینه برابره کړي.
تحلیلګر دا حالت د شمالي کوریا له تجربې سره پرتله کوي، چې له مسکو سره له پوځي همکارۍ وروسته یې زرګونه سرتېري د اوکراین جګړې ته لېږلي وو.
ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د لویدیزو استخباراتو مشخص ادرس نه دی یاد کړی او نه یې هم دا روښانه کړې، چې د کومو هېوادونو څارګرې ادارې دغه اندېښنه لري.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د تړون له لاسلیکېدو وروسته وویل چې روسیه باید له طالبانو سره اړیکې عادي او پراخې کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور «نه منل کېدونکی» دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي چې له افغانستان نه د سختدریځو اسلامپالو د نفوذ خطر شته او دغه لارې د روسیې لپاره امنیتي ګواښ جوړوي.
هغه ویلي چې ځینې وسلهوال له داعش خراسان ډلې سره یوځای کېږي، چې د منځنۍ اسیا د پخوانیو شوروي جمهوریتونو اتباع او په روسیه کې مېشت کډوال کارګران هم پکې شامل دي.
د روسیې په وینا، د طالبانو رول د داعش خراسان پر ضد مبارزه کې مهم بلل کېږي، ځکه دواړې ډلې په افغانستان کې د یو بل مخالفې دي.
د هند په نوي ډیلي کې دابزرور څیړنیز بنسټ څېړونکی الکسي سخاروف وایي چې طالبان د افغانستان په شمال کې له زیاتېدونکې بېثباتۍ سره مخ دي او د روسیې تخنیکي مرسته لکه د وسلو ترمیم یا محدود پوځي اکمالات ورته مهم کېدای شي.
خو د نیوز یورواسیا ستراتیژیک مرکز شنونکی رسلان سلیمانوف بیا وایي چې د بشپړ نظامي اتحاد احتمال کم دی.
هغه زیاته کړې، « موږ به هېڅکله یو بشپړ پوځي اتحاد یا متقابل دفاعي بلاک ونه وینو».