الېکس مارټین، چې د غږیزو معلوماتو د تحلیل شرکت «کلییرسپیډ» اجرایوي رییس او شریک بنسټګر دی، وایي، د شرکت د جوړېدو مفکوره هغه مهال ورپیدا شوه چې په افغانستان کې یې یو نږدې ملګری د سیمهییزو همکارو ځواکونو یوه سرتیري وواژه.
مارټین، چې د عراق او افغانستان په جګړو کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو په پلي، کشفي او ځانګړو کشفي واحدونو کې دنده ترسره کړې، وایي د یوه ماموریت پر مهال له خپل پخواني ملګري سره بیا یوځای شو، خو دغې لیدنې یوازې څو دقیقې دوام وکړ. بله ورځ د سیمهییزو همکارو ځواکونو یوه غړي د هغه ملګری او یو بل امریکايي سرتېری ووژل.
د هغه په وینا، دې پېښې د باور، امنیت او جګړهییزو خطرونو په اړه د هغه لید بدل کړ او دې پوښتنې ته یې متوجه کړ چې ایتلافي ځواکونه څنګه پر سیمهییزو همکارانو باور کوي او د هغوی احتمالي خطرونه څنګه وارزوي.
مارټین وروسته د ستانفورډ پوهنتون له څېړونکو او انجنیرانو سره کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې «کلییرسپیډ» شرکت جوړ کړ. د نوموړي په وینا، د شرکت موخه دا وه چې د باور وړ کسانو پېژندنه چټکه او د امنیتي ارزونو بهیر اغېزناک کړي.
دغه شرکت د مصنوعي ځیرکتیا په مټ د خلکو غږیز غبرګونونه تحلیلوي او د خطر کچه ارزوي. مارټین ټینګار کوي چې د دوی سیستم د دروغو د کشف وسیله نه ده، بلکې د لومړنۍ ارزونې یوه وسیله ده چې د ټیټ خطر لرونکي کسان ژر تشخیصوي او یوازې مشکوکې پېښې د لا زیاتو څېړنو لپاره په نښه کوي.
د نوموړي په وینا، د شرکت ټېکنالوژي لومړی په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د ارزونې په پروګرامونو کې وازمویل شوه، خو اوس د بیمې شرکتونه، مالي بنسټونه او حکومتي ادارې هم ترې د درغلۍ د مخنیوي او خطر ارزونې لپاره استفاده کوي.
مارټین وایي، د «کلییرسپیډ» اصلي ماموریت لا هم همغه پوښتنه ده چې کلونه وړاندې په افغانستان کې ورسره مخ شو: «څنګه معلومه کړو چې پر چا باور کېدای شي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي»؟
ټکنالوژي څنګه کار کوي؟
مارټین ټینګار کوي چې «کلییرسپیډ» نه د دروغو کشف کوونکی دی، او نه هم د غږ فشار په دودیز ډول تحلیلوي.
د هغه په وینا، دا د عصبي علومو پر بنسټ د غږ ارزونې سیستم دی چې د خبرو پر محتوا نه، بلکې د غږ پر ځانګړنو تمرکز کوي. موخه یې د خطر شتون یا نشتوالی ارزول دي، نه دا، چې حقیقت او نیت څه دی.
مارټین تشریح کوي چې کله یو کس پوښتنه واوري، دماغ یې معلومات پروسس کوي او بیا شفاهي ځواب تولیدوي. د شرکت د ماډل له مخې، دغه ذهني فعالیت سملاسي د وینا په بڼه کې د کچ وړ بدلونونو لامل ګرځي.
هغه وایي: «موږ هغه غبرګون اندازه کوو چې د پوښتنې له اورېدو وروسته په دماغ کې رامنځته کېږي، غږیز تارونه اغېزمنوي او په شاوخوا ۳۰۰ میلي ثانیو کې څرګندېږي».
مارټین بیا هم ټینګار کوي چې شرکت ادعا نه کوي چې دروغ په مستقیم ډول کشف کولی شي. د هغه په وینا، سیستم یوازې غیرعادي نښې یا د خطر لوړې کچې په ګوته کوي چې ښایي د نورو پوښتنو اړتیا رامنځته کړي.