• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکو په سوات کې د افغان سوداګرو تر ۵۰ زیاتې هټۍ او سوداګریز مرکزونه تړلي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ په مېنګوره ښار کې د مېشتو بې‌اسناده افغانانو پر ضد د یادې ولسوالۍ ادارې له لوري پراخ عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د افغان سوداګرو له ۵۰ زیاتې هټۍ او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا؛ عملیات د مېنګورې په چینا مارکېټ، اکاخېل مارکېټ او کوچي مارکېټ سربېره په یوشمېر نورو سیمو کې هم ترسره شوي دي. د یادې ولسوالۍ ځایي اداره وایي، هغه افغان وګړو چې په ښار کې یې سوداګریز فعالیتونه کول، د استوګنې او کاروبار لپاره لازم قانوني اسناد نه‌لرل.
چارواکو ویلي، چې له دې وړاندې دغه کسانو ته څو ځلې د قانوني اسنادو د وړاندې کولو او یا د فعالیتونو د درولو خبرتیاوې ورکړل شوې وې؛ خو د ادارې په خبره د خبرتیاوو له پامه غورځولو وروسته عملي اقدامات ترسره شول.
د یادو عملیاتو مشري د بابوزۍ مرستیال کمېشنر ارحم مختار کوله. بلخوا د ملاکنډ ډویژن د کمېشنر دفتر له‌خوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د سوات، کوز دېر، بر دېر، کوز چترال، بر چترال، باجوړ، ملاکنډ، شانګله او بونېر په ولسوالیو کې ټولټال ۶۹زره او ۳۰۰ بې‌اسناده افغانان مېشت وو.

د یادو شمېرو له مخې؛ په تېره یوه اوونۍ کې ۵۸زره او ۹۲۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې ۱۰زره او ۳۷۴ کسان لاهم په دغه سیمو کې پاتې دي. د کمېشنر دفتر د معلوماتو له مخې؛ ۸زره او ۹۶۱ کورنۍ بېرته افغانستان ته تللې دي، خو ۱۶۰۶ کورنۍ لاهم د ملاکنډ ډویژن په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي.
پاکستاني چارواکي وایي، چې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو پرضد به د هېواد د تګلارې له مخې عملیات دوام ولري. ورته مهال د بشري حقونو یوشمېر ادارو د کډوالو د ستنولو بهیر کې د نړۍوالو اصولو او د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د «نشه‌يي‌توکو د پلور، استعمال، قاچاق او جنایي جرمونو» په تور ۶۲ کسان نیولي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۱
طالبانو د «نشه‌يي‌توکو د پلور، استعمال، قاچاق او جنایي جرمونو» په تور ۶۲ کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي‌ توکو په وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې په ۹ ولایتونو کې یې ۵۰ کسان د «نشه‌يي توکو د پلور، استعمال او قاچاق» په تور نیولي دي. یاد وزارت ویلي، چې ۱۲ نور کسان یې بیا د بېلابېلو «جنايي جرمونو» په تور نیولي‌ دي.

د طالبانو یادې ادراې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کسانو سره ۷ کیلو ګرامه تاریاک، ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لېټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ نشه‌يي ټابلیټونه هم نیول شوي‌ دي.

طالبانو په یوې جلا خبرپانه کې ویلي، چې په فراه، لوګر، غزني، پکتیکا، نیمروز، فراه او بلخ ولایتونو کې یې د «غلا، د وسلو ناقانونه لېږد، د جعلي‌ پیسو اخیستلو، د وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو» په تور ۱۲ کسان نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. طالبانو له ۲۰۲۲کال راهیسې په افغانستان کې د نشه‌‌یي توکو د کښت، تولید، پلور، قاچاق او استعمال پر وړاندي پراخ بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت، د نشه‌یي توکو تولید او راکړه ورکړه منع اعلان کړه او امنیتي او قضایي ادارو ته یې د قانوني اقداماتو سپارښتنه وکړه.

له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو څو ځلې خبرداری ورکړی، چې د نشه‌یي توکو په قاچاق، پلور او استعمال کې ښکېل کسان به ونیول شي. طالبان وایي، چې د دوی د بندیزونو له امله د کوکنارو کښت او د نشه‌یي توکو تولید کم شوی؛ خو ځینې نړۍوالې ادارې ټینګار کوي، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق شبکې، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او د روږدو کسانو ستونزه لاهم د افغانستان لپاره مهمې ننګونې پاتې دي.

په پلازمېنه کې د اوبو ناورین؛ طالبان وايي د ستونزې حل وخت ته اړتیا لري

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
په پلازمېنه کې د اوبو ناورین؛ طالبان وايي د ستونزې حل وخت ته اړتیا لري
100%

د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایي، چې له تېرو ۴ کلونو راهیسې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او ډېر مهال د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي؛ خو طالبان بیا وایي، کابل ته د شاتوت بند او پنجشېر سیند څخه د اوبو رسولو پلان لري، چې یو څه وخت ته اړتیا لري.

د کابل ښار بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه د کابل لوېدیځ د ۱۳مې ناحیې اړوند په دشت برچي سیمه کې خلک د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او له طالبانو د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د سیمې یو اوسېدونکی سیداحمد ضيا وایي: «اوبه نه‌شته، په ټوله سیمه کې د اوبو یوه سرچینه هم نه‌شته او ۴ کاله کېږي، چې په پرله‌پسې ډول له دغه ستونزې سره مخ یو او له اړوندو ادارو غواړو چې دغه ستونزه راته حل کړي».

د سیمې یو بل اوسېدونکی بیا زیاتوي، چې ماشومان یې د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي او زیات انتظار باسي. هغه له طالبانو غوښتنه کړې: «زموږ په سیمه کې د اوبو کمښت د ستونزې حل لپاره دې د اوبو نلونه، شبکې او یا هم ژورې څاګانې جوړې شي».

د طالبانو د ښاري اوبو رسولو او فاضلاتو دولتي شرکت ویاند رحمت‌الله صارم وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره اوږدمهاله پلان لري. نوموړی زیاتوي، د شاتوت اوبو بند او د پنجشېر له سیند نه کابل ته د اوبو رسولو پلان لري چې وخت ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي، چې په تېرو ۴ کلونو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو د څښاک اوبو تر سلو ډېرې پروژې بشپړې شوې دي. کابل چې د افغانستان تر ټولو لوی ښار او سیاسي مرکز دی، له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له مخ پر زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.
د نفوسو چټک زیاتوالی، وچکالي، اقلیمي بدلون او د ځمکې لاندې اوبو بې‌ځایه اېستل د دې لامل شوي چې د ښار په ګڼو سیمو کې د اوبو کچه ښکته شي او زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته له محدود لاسرسي سره مخ شي.

د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه سازمان په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یاد کسان د هوايي بریدونو، ډزو، د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو په ډله کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي.

د «افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې» د معلوماتو پر بنسټ، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له درېیمې برخې څخه ډېرې ښځې د خپل عاید له سرچینو بې‌برخې شوې دي، او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې وروستیو ناامنیو د ښځو پر رواني روغتیا او د ژوند پر شرایطو ژور منفي اغېز کړی او هغوی د نورو قشرونو په پرتله له زیات رواني فشار سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس په مالي ملاتړ او د یوه سیمه‌ییز شریک بنسټ په همکارۍ، د بې‌ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي ځایونه جوړ شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مرکزونو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، مشورې او نورو اړینو خدمتونو زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي په خوندي او شخصي چاپېریال کې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او له اړینو مرستو برخمنې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې که د بې‌ځایه شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیات ملاتړ ونه شي، د بشري او ټولنیزو ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی
100%

په روسیه کې د معاصر ایران د مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړه‌لیک د اوکراین له ملاتړ او له امریکا سره د پاکستان د پټو همکاریو په غبرګون کې لاسلیک شوی دی.

صفروف پرته له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، ادعا کړې چې پاکستان له اوکراین سره همکاري لري.

اوکراین او روسیه له څلورو کلونو راهیسې په پراخې پوځي جګړې کې ښکېل دي. روسیه لوېدیځ هېوادونه تورنوي چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي، خو دا لومړی ځل دی چې یو روسي کارپوه د اوکراین له لوري د پاکستان د ملاتړ خبره کوي.

تر دې وړاندې هندي سرچینو ادعا کړې وه چې پاکستان غواړي اوکراین ته ۱۵۹ کانټینره پوځي مهمات، د راکټونو په ګډون واستوي. ویل کېږي چې دغه مهمات د یوې خصوصي بېړۍ‌چلونکې کمپنۍ له لارې د کراچۍ له بندر څخه د پولنډ د ګدانسک بندر ته او له هغه ځایه اوکراین ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې اینټرسېپټ څېړنیزې وېبپاڼې په ۲۰۲۳ کال کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې امریکا د اوکراین لپاره د وسلو د یوې پټې معاملې په بدل کې له پاکستان سره د نړیوال وجهي صندوق د مالي مرستې د ترلاسه کولو برخه کې مرسته کړې ده.

د افشا شویو اسنادو له مخې، د نړیوال وجهي صندوق د پور د ترلاسه کولو لپاره د امریکا ملاتړ د اوکراین د پوځي اړتیاوو د پوره کولو په موخه له یوې پټې وسله‌والې معاملې سره تړلی و.

رجب صفروف د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي هوکړې ته په اشارې وویل چې مسکو د دې تړون په لاسلیکولو سره غواړي لوېدیځو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې په افغانستان کې فعاله ونډه لري.

هغه وویل: «روسیه اندېښنه لري چې پاکستان په پټه توګه له اوکراین سره تخنیکي او پوځي مرسته کوي، او د روسیې او طالبانو ترمنځ نوې هوکړه ښايي د پاکستان د همدې اقدام پایله وي». د دغه روسي کارپوه په وینا، مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي ډګر کې خپل حضور پیاوړی کړي او له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام هغو لوېدیځو هېوادونو ته یو جدي خبرداری دی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په ښکاره ډول د کابل د وروستیو خوځښتونو په اړه د اسلام‌اباد د قهر او اندېښنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغه په خبرداری ورکونکې لهجه زیاته کړې: «موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي». یو شمېر شنونکي باور لري، دغه څرګندونې ښيي روسیې د طالبانو د دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو له راداري او دفاعي سیستمونو سره به همکاري وکړي.

د سیاسي چارو د څارونکو په باور، د دې هوکړه‌لیک لاسلیک کېدو سیمه‌ییز حساسیتونه، په ځانګړې توګه د پاکستان اندېښنې، راپارولي دي او ښايي د وروستیو سرحدي کړکېچونو په سیوري کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا پېچلې کړي.

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی
100%

د احسان الله کاریاب په نوم د خواله رسنیو یو فعال وایي چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د سه‌شنبې په ماښام د یو طالب وسله‌وال له لوري پرته له کوم دلیله ډبول شوی دی. هغه وایي، دی په سوکانو او لغتو وهل شوی او همدا راز یې موټر هم زیانمن کړی شوی دی.

نوموړي پر فېسبوک یو ویډیوي پېغام کې په ژړغوني غږ وویل: «په ډک بازار کې یې راباندې ګذارونه وکړل، د خلکو په مخ کې بې عزته شوم». د خواله رسنیو دا فعال وایي، نه ترهګر دی او نه یې هم کوم مزاحمت کړی، خو بیا هم خپل ژوند کولو ته نه پرېښودل کېږي.

احسان الله کاریاب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو له رییس څخه غوښتنه کړې چې د ده قضیه دې تعیب کړي. د خواله رسنیو دې فعال په خبره، که یې حق غوښتنه ونشي، نو مجبور دی چې خپل وطن پرېږدي.

د خواله رسنیو دا فعال تر دې پخوا هم د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف ډلې ولسوالۍ ته احضار کړی و او له تفریحي ویډیوګانو یې منع کړی و. د طالبانو په واکمنۍ کې خلک د بیان له ازادۍ محروم دي او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب وسله‌والو د ناسم چلند څخه اوسېدونکي سخت تنګ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو پوځي غړي هېڅ ډول اصول او مقررات نه مني او په خپلسرې توګه په ولایتونو کې خلک شکنجه کوي او ځوروي. که څه هم د طالبانو مشرانو خپلو ټیټ پوړو غړو ته سپارښتنه کړې چې صحرایي محکمې دې نه کوي، خو بیا هم هره ورځ په عامه لارو او بازارونو کې د عامو وګړو د ډبول کېدو پېښې ترسره کېږي.