ګولډ بياېس چې په افغانستان کې د «توماس» په نوم هم پېژندل کېده، د لوړو او چټکو ګټو په ژمنو خلکو ته د پانګونې او د نویو غړو د جذبولو بلنه ورکوله.
په ورته وخت کې ګڼ شمېر هغو کاروونکو چې د حسابونو پر مخ یې له څو سوه تر څو زرو ډالرو پورې ګټه لیدله، ونه توانېدل چې دغه پیسې وباسي. ګولډ بياېس خپل فعالیت د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې پیل کړی و او په لومړیو میاشتو کې د ځینو کاروونکو حسابونو د پام وړ زیاتوالی درلود، داسې چې ځینو یې په ظاهري ډول زرګونه ډالره ګټه ترلاسه کړې وه.
که څه هم د دې شبکې د کاروونکو کره شمېر نه دی خپور شوی، خو افغانستان انټرنشنل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره د خبرو پر بنسټ موندلې چې لسګونه زره کسانو په دې شبکه کې پانګونه کړې او میلیونونه ډالره پانګه ورته داخله شوې ده.
علیرضا بینش چې د دې پلاټفورم له کاروونکو څخه دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې خپله یې ۵۰۰ زره افغانۍ په ګولډ بياېس کې پانګونه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې داسې کسان پېژني چې په دې پلاټفورم کې د پانګونې لپاره یې خپل کورونه، ځمکې، دوکانونه او حتی د ژوند لومړني اړتیايي توکي پلورلي دي.
افغانستان انټرنشنل له یوه بل کس سره هم خبرې کړې دي چې وایي ۲۱ زره امریکایي ډالره یې په دغه پلاټفورم کې بند پاتې دي او تر اوسه یې د ایستلو توان نه دی موندلی.
دغه پلاټفورم څنګه کار کاوه؟
ګولډ بياېس د هرمي شبکو په څېر جوړښت درلود او کاروونکي یې د چټکو او لوړو ګټو په ژمنه پانګونې ته هڅول. په داسې شبکو کې د پخوانیو غړو ګټې معمولاً د هغو پیسو له لارې ورکول کېږي چې نوي غړي دې سیستم ته راوړي.
کاروونکي وایي چې په ګولډ بياېس کې هر غړی دې ته هڅول کېده چې نور کسان هم جذب کړي. څومره چې د یوه کاروونکي تر لاس لاندې غړي ډېرېدل، همغومره یې د لوړې ګټې هیله هم ډېره کېده.
د دوی په وینا، د دې پلاتفورم د فعالیت په لومړیو پړاوونو کې یو شمېر کسانو د پام وړ ګټې ترلاسه کړې وې. همدې چارې د نورو خلکو باور هم جلب کړ او د نوې پانګې د ورتګ لامل شوه.
د کاناډا د بریټیش کولمبیا د ارزښتلرونکو اسنادو کمېسیون د روان کال د وري په څلورمه نېټه د ګولډ بياېس د مشکوکو فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ. دغه اداره وایي چې شرکت ورسره راجستر نه دی او هغه کسان چې د دې شرکت لهخوا پانګونې ته رابلل کېږي، باید له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي.
د کاناډا د ارزښتلرونکو اسنادو نورو څارونکو ادارو هم د ګولډ بياېس نوم د پانګونې د خبرداریو په لېست کې شامل کړی دی. همدارنګه د ارزښتلرونکو اسنادو د کمېسیونونو نړیوال سازمان هم دغه شرکت په خپل نړیوال خبرداريز لېست کې ثبت کړی دی.
له دې وړاندې هم په افغانستان کې ورته هرمي شبکې فعالې شوې وې چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو. له تر ټولو مشهورو بېلګو څخه یې «ګولډکوېسټ» وه چې شاوخوا شل کاله وړاندې په افغانستان او د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې فعاله وه او د لوړو ګټو او شبکيز غړیتوب د ژمنو له لارې یې ګڼ کسان جذب کړي وو.
د درنو زیانونو ترخې کیسې
ګولډ بياېس د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کاروونکي جذب کړي وو. خو ځینې کاروونکي وایي چې د هزاره مېشتو سیمو د لومړنیو پانګوالو د پراخ حضور له امله دې شبکې وکولای شول له کابل او د هېواد له مرکزي سیمو څخه زرګونه نور غړي هم جذب کړي.
د کاروونکو په وینا، د دې پلاټفورم زیانمن شوي کسان یوازې په افغانستان کې نه دي، بلکې یو شمېر یې په بهرنیو هېوادونو کې هم ژوند کوي.
دوی وایي چې د خلکو د باور اصلي لامل هغه د پام وړ ګټې وې چې ځینو پانګوالو د فعالیت په لومړیو میاشتو کې ترلاسه کړې وې. د دوی په خبره، ډېرو خلکو دغه تادیات له نږدې لیدلي وو او همدې چارې هغوی پانګونې ته وهڅول.
د دې شبکې یوه کاروونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ۲۱ زره امریکایي ډالره یې په ګولډ بياېس کې پانګولي دي. هغه وویل چې په دې پلاټفورم کې د پانګونې لږ تر لږه اندازه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو ځینو کسانو د لا زیاتې ګټې په تمه د دوو زرو ډالرو او یا تر دې هم لوړ ارزښت حسابونه جوړ کړي وو.
د هغه په وینا، د خپل اصلي دوه زره ډالري حساب تر څنګ یې څو نور فرعي حسابونه هم جوړ کړي وو، څو د هغو له لارې نور کسان جذب او خپله ګټه زیاته کړي.
دغه کاروونکی وایي چې یو شمېر پانګوالو په همدې طریقه ډېرې لویې پیسې سیستم ته داخلې کړې او د ځینو پانګه لسګونو زرو ډالرو ته ورسېده. هغه زیاتوي چې داسې ډېر کسان پېژني چې د لوړو ګټو د ترلاسه کولو په هیله یې د خپلې شتمنۍ لویه برخه په دې پلاټفورم کې پانګولې ده.
نذیر احمدي، چې د ګولډ بياېس بل کاروونکی دی، وایي ۵۰۰ ډالره یې له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې هم ورته یو پلاټفورم فعال شوی و چې د لږې لومړنۍ پانګې په بدل کې یې لا ډېرې ګټې ورکولې، خو د شاوخوا ۱۵۰۰غړو تر جذب وروسته یې فعالیت ودرېد او ګڼ پانګوال زیانمن شول.
احمدي وایي، ګومان کوي چې هماغه کسان چې د ګولډ بياېس تر شا دي، پخوانی پلاتفورم یې هم جوړ کړی و، څو د خلکو باور ترلاسه او نوي غړي جذب کړي.
د هغه په وینا، ګولډ بياېس په بشپړه توګه له لاسرسي نه دی وتلی، خو د پیسو ایستل ترې ناشوني شوي او د کاروونکو پانګې کنګل شوې دي.
د پلاټفورم مسئولان څه وایي؟
د ګولډ بياېس کاروونکي وایي چې د دې پلاټفورم چلوونکو ورته ویلي چې د شرکت پر ضد د منفي راپورونو له امله د امریکا د مالي ادارو له خوا د پلاتفورم فعالیتونه او د کاروونکو شتمنۍ بندې شوې دي.
مشتاق، چې د دې پلاټفورم یو بل کاروونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له حسابونو څخه د پیسو ایستل ناشوني دي او یوازې د حسابونو ظاهري موجودي ښکاري.
هغه وایي، کاروونکو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې حسابونه د یوې امریکایي ادارې تر څېړنې لاندې راغلي او په موقتي ډول ځنډول شوي دي.
مشتاق دغه ادعا ردوي او وایي چې په پخوانیو ورته پېښو کې هم ورته ژمنې شوې وې، خو د خلکو پانګې هېڅکله بېرته ور ونه ګرځېدې. هغه زیاته کړه چې په دې پلاټفورم کې ډېرې لویې پیسې بندې پاتې دي او داسې ښکاري چې بیا به ورته لاسرسی ممکن نه وي.
مجید، چې د ګولډ بياېس بل کاروونکی دی، وایي د پلاتفورم مسئولانو ورته ویلي چې کاروونکي باید د خپلې موجودۍ شل سلنه په یوه نوي پلاتفورم کې پانګونه وکړي، څو شرکت له اوسني کړکېچ څخه ووځي او خپل فعالیت بېرته پیل کړي.
د هغه په وینا، د ګولډ بياېس چلوونکو ژمنه کړې چې که کاروونکي دغه اندازه پیسې ورکړي، نو اصلي پانګه او راټولې شوې ګټې به یې په نوي پلاتفورم کې حسابونو ته ولېږدول شي.
یو بل کاروونکي هغه پیغام افغانستان انټرنشنل ته سپارلی چې د ده په وینا د ګولډ بياېس د چلوونکو له خوا استول شوی دی.
په دغه پیغام کې له کاروونکو غوښتل شوي چې د خپلې حسابي موجودۍ شل سلنه د «سي اېچ زي بېټ» په نوم صرافۍ ته ولېږي، څو نوې ډلې ته انتقال شي.
په پیغام کې دا هم ویل شوي چې دغه پیسې د حساب د فعالولو فیس، جریمه یا د موجودۍ له کمښت سره تړاو نه لري، بلکې د امنیتي هویتپېژندنې د بهیر یوه برخه ده.
د پلاټفورم چلوونکي ادعا کوي چې د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته به دغه پیسې د کاروونکو له پخوانۍ موجودۍ سره یو ځای په حسابونو کې پاتې شي او د کارولو یا ایستلو امکان به یې برابر شي.
د پیغام په پای کې راغلي چې شرکت له روانې څېړنې سره همکاري کوي او هغه کاروونکي چې د هویتپېژندنې ټول پړاوونه بشپړ کړي، د عادي فعالیتونو د بېرته پیل او خپلو حسابونو ته د لاسرسي په برخه کې به لومړیتوب ولري.