• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو ۸۳ سازمانونو له اروپا غوښتي چې له طالبانو سره تعامل ونه‌کړي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۰۷ GMT+۱

په یوه پرانیستي لیک کې ۸۳ افغان او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د طالبانو له استازو سره له هر ډول ډیپلوماټیکو اړیکو ډډه وکړي. دغه بنسټونو خبرداری ورکړی، چې دغه ډول تعاملات کولای شي د طالبانو د عادي کېدو او مشروعیت لامل شي.

د بشري حقونو نړۍوال فدراسیون اعلان کړی، چې دوی له ۸۲ نورو سازمانونو سره یوځای په روانه میاشت کې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي د احتمالي سفر په اعتراض کې دغه لیک خپور کړی دی.
د لیک لاسلیک کوونکو ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه‌کوي او هیڅ ډول ډیموکراتیک مشروعیت نه‌لري. د دوی په وینا؛ د طالبانو واکمني د ټاکنو یا د ټول‌ګډونه او اساسي قانون سیاسي پروسې له لارې نه‌ده رامنځته شوې.
دغه بنسټونو یادونه کړې، چې د طالبانو دوه جګپوړي مشران «د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه د جنسي ځورونې» په تور د نړۍوالې جنایي محکمې له‌خوا د نیولو له امر سره مخ دي او د یادې ډلې یوشمېر چارواکي د اروپایي ټولنې په ګډون تر نړۍوالو بندیزونو لاندې دي.
په لیک کې راغلي، چې د اروپا په خاوره کې له طالبانو سره هر ډول سیاسي یا ډیپلوماتیک تعامل کولای شي د پام وړ حقوقي او سیاسي پایلې ولري او د یادې ډلې د ضمني رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر شي.
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې لاسلیک کوونکو سازمانونو ویلي، واک ته له رسېدو راهیسې طالبانو داسې سیاستونه پلي کړي چې له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د سیستماتیک حذف لامل شوي دي.
د دوی په وینا؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار او د تګ‌راتګ پر ازادۍ پراخ محدودیتونه او له مدني او سیاسي ډګرونو د دوی اېستل د هغو اقداماتو له ډلې دي، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د جرمونو نړۍوالې محکمې او یوشمېر حقوق پوهانو له‌خوا د «جنسیتي ځورونې» او د «بشریت پر وړاندې د جنایت» د احتمالي بېلګو په توګه ارزول شوي دي.
لاسلیک کوونکو دارنګه د خپلسرو نیونو، جبري ورکېدو، ناقانونه وژنو، شکنجې او د بشري حقونو مدافعینو، خبریالانو او د پخواني افغان حکومت پر چارواکو د فشار په اړه د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره له رسمي خبرو اترو ډډه وکړي او ترڅنګ یې د افغان کډوالو د هر ډول جبري ستنېدو مخه ونیسي. د دوی په وینا؛ د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ستنېدل د کډوالۍ نړۍوال قانون د اصل خلاف دي او دوی د خپلو بنسټیزو حقونو د سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ کوي.
لاسلیک کوونکو په پای کې خبرداری ورکړی، چې د دغه غوښتنو له پامه غورځول کولای شي د معافیت کلتور پیاوړی کړي او د بشري حقونو په دفاع کې د اروپایي ټولنې اعتبار کمزوری کړي.
اروپايي کمېسیون منلې، د سویډن له چارواکو سره په همکارۍ پلان لري چې د بلجیم په پلازمېنه کې د طالبانو له پلاوي سره تخنیکي غونډې وکړي. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه د ۲۰۲۱کال په اګست کې د کابل تر سقوط وروسته په رسمي ډول د طالب چارواکو کوربه‌توب کوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه سازمان په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یاد کسان د هوايي بریدونو، ډزو، د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو په ډله کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي.

د «افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې» د معلوماتو پر بنسټ، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له درېیمې برخې څخه ډېرې ښځې د خپل عاید له سرچینو بې‌برخې شوې دي، او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې وروستیو ناامنیو د ښځو پر رواني روغتیا او د ژوند پر شرایطو ژور منفي اغېز کړی او هغوی د نورو قشرونو په پرتله له زیات رواني فشار سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس په مالي ملاتړ او د یوه سیمه‌ییز شریک بنسټ په همکارۍ، د بې‌ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي ځایونه جوړ شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مرکزونو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، مشورې او نورو اړینو خدمتونو زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي په خوندي او شخصي چاپېریال کې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او له اړینو مرستو برخمنې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې که د بې‌ځایه شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیات ملاتړ ونه شي، د بشري او ټولنیزو ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی
100%

په روسیه کې د معاصر ایران د مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړه‌لیک د اوکراین له ملاتړ او له امریکا سره د پاکستان د پټو همکاریو په غبرګون کې لاسلیک شوی دی.

صفروف پرته له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، ادعا کړې چې پاکستان له اوکراین سره همکاري لري.

اوکراین او روسیه له څلورو کلونو راهیسې په پراخې پوځي جګړې کې ښکېل دي. روسیه لوېدیځ هېوادونه تورنوي چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي، خو دا لومړی ځل دی چې یو روسي کارپوه د اوکراین له لوري د پاکستان د ملاتړ خبره کوي.

تر دې وړاندې هندي سرچینو ادعا کړې وه چې پاکستان غواړي اوکراین ته ۱۵۹ کانټینره پوځي مهمات، د راکټونو په ګډون واستوي. ویل کېږي چې دغه مهمات د یوې خصوصي بېړۍ‌چلونکې کمپنۍ له لارې د کراچۍ له بندر څخه د پولنډ د ګدانسک بندر ته او له هغه ځایه اوکراین ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې اینټرسېپټ څېړنیزې وېبپاڼې په ۲۰۲۳ کال کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې امریکا د اوکراین لپاره د وسلو د یوې پټې معاملې په بدل کې له پاکستان سره د نړیوال وجهي صندوق د مالي مرستې د ترلاسه کولو برخه کې مرسته کړې ده.

د افشا شویو اسنادو له مخې، د نړیوال وجهي صندوق د پور د ترلاسه کولو لپاره د امریکا ملاتړ د اوکراین د پوځي اړتیاوو د پوره کولو په موخه له یوې پټې وسله‌والې معاملې سره تړلی و.

رجب صفروف د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي هوکړې ته په اشارې وویل چې مسکو د دې تړون په لاسلیکولو سره غواړي لوېدیځو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې په افغانستان کې فعاله ونډه لري.

هغه وویل: «روسیه اندېښنه لري چې پاکستان په پټه توګه له اوکراین سره تخنیکي او پوځي مرسته کوي، او د روسیې او طالبانو ترمنځ نوې هوکړه ښايي د پاکستان د همدې اقدام پایله وي». د دغه روسي کارپوه په وینا، مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي ډګر کې خپل حضور پیاوړی کړي او له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام هغو لوېدیځو هېوادونو ته یو جدي خبرداری دی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په ښکاره ډول د کابل د وروستیو خوځښتونو په اړه د اسلام‌اباد د قهر او اندېښنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغه په خبرداری ورکونکې لهجه زیاته کړې: «موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي». یو شمېر شنونکي باور لري، دغه څرګندونې ښيي روسیې د طالبانو د دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو له راداري او دفاعي سیستمونو سره به همکاري وکړي.

د سیاسي چارو د څارونکو په باور، د دې هوکړه‌لیک لاسلیک کېدو سیمه‌ییز حساسیتونه، په ځانګړې توګه د پاکستان اندېښنې، راپارولي دي او ښايي د وروستیو سرحدي کړکېچونو په سیوري کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا پېچلې کړي.

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی
100%

د احسان الله کاریاب په نوم د خواله رسنیو یو فعال وایي چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د سه‌شنبې په ماښام د یو طالب وسله‌وال له لوري پرته له کوم دلیله ډبول شوی دی. هغه وایي، دی په سوکانو او لغتو وهل شوی او همدا راز یې موټر هم زیانمن کړی شوی دی.

نوموړي پر فېسبوک یو ویډیوي پېغام کې په ژړغوني غږ وویل: «په ډک بازار کې یې راباندې ګذارونه وکړل، د خلکو په مخ کې بې عزته شوم». د خواله رسنیو دا فعال وایي، نه ترهګر دی او نه یې هم کوم مزاحمت کړی، خو بیا هم خپل ژوند کولو ته نه پرېښودل کېږي.

احسان الله کاریاب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو له رییس څخه غوښتنه کړې چې د ده قضیه دې تعیب کړي. د خواله رسنیو دې فعال په خبره، که یې حق غوښتنه ونشي، نو مجبور دی چې خپل وطن پرېږدي.

د خواله رسنیو دا فعال تر دې پخوا هم د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف ډلې ولسوالۍ ته احضار کړی و او له تفریحي ویډیوګانو یې منع کړی و. د طالبانو په واکمنۍ کې خلک د بیان له ازادۍ محروم دي او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب وسله‌والو د ناسم چلند څخه اوسېدونکي سخت تنګ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو پوځي غړي هېڅ ډول اصول او مقررات نه مني او په خپلسرې توګه په ولایتونو کې خلک شکنجه کوي او ځوروي. که څه هم د طالبانو مشرانو خپلو ټیټ پوړو غړو ته سپارښتنه کړې چې صحرایي محکمې دې نه کوي، خو بیا هم هره ورځ په عامه لارو او بازارونو کې د عامو وګړو د ډبول کېدو پېښې ترسره کېږي.

د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی
100%

د افغانستان د ښځو د «روښانه راتلونکي خوځښت» غړو د طالبانو له لوري د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د توشیح په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د کم عمره ماشومانو ودونو ته لاره هواروي او د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه اعتراض کوونکو ښځو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د یاد سند تصویب د اندېښنې وړ دی او د ښځو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو نښه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «ناوریني او ورځ تر بلې خرابېدونکی» دی او طالبان د داسې قوانینو په تصویب سره د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا زیاتوي.

د دغه خوځښت غړو ویلي چې د زوجینو د تفریق قانون د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د ښځو او ماشومانو اساسي حقونه په ښکاره ډول نقضوي.

دوی همداراز د ښځو پر وړاندې د مرموزو وژنو، د نجونو له زده‌کړو څخه پراخ محرومیت او پر ازادیو لګول شوي محدودیتونه د سیستماتیک تاوتریخوالي او تبعیض ښکاره بېلګې بللې دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر دوامدار نقض چوپ پاتې کېدل د تاوتریخوالي او بې‌عدالتۍ عادي کېدل دي، چې دا چاره د ټولنې لپاره جدي ګواښ جوړوي.

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د ګڼو فرمانونو له لارې هغوی له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي.

د طالبانو مشر شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د زوجینو د تفریق قانون توشیح کړ، چې د بشري حقونو فعالان یې د ښځو او نجونو لپاره یو نوی محدودوونکی ګام بولي.

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې طالبانو سره له تعامله ډډه وکړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې طالبانو سره له تعامله ډډه وکړي
100%

د بشري حقونو ۸۳ افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو له استازو سره له هر ډول ډیپلوماټیک تعامل څخه ډډه وکړي. دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول اړیکې او تعاملات ښايي د طالبانو د عادي کېدو او مشروعیت ورکولو لامل شي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د ۸۲ نورو سازمانونو په ملتیا یې دا لیک د طالبانو د یوه پلاوي د احتمالي سفر پر ضد خپور کړی، چې ټاکل شوې ده روانه میاشت بروکسل ته ولاړ شي.

د لیک لاسلیک کوونکو ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او هېڅ ډول ولسواکه مشروعیت نه لري. د هغوی په وینا، د طالبانو واکمني نه د ټاکنو له لارې رامنځته شوې او نه هم د یوه ټولشموله او د اساسي قانون پر بنسټ د سیاسي بهیر له لارې.

دغو بنسټونو همداراز یادونه کړې چې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران د د جرمونو نړیوالې محکمې له‌خوا د «بشریت ضد جرم» په توګه د جنسیتي ځورونې په تور د نیولو له غوښتنې سره مخ دي. همدارنګه، د دې ډلې یو شمېر چارواکي لا هم د نړیوالو بندیزونو، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د بندیزونو، تر اغېز لاندې دي.

په لیک کې راغلي چې د اروپا په خاوره کې له طالبانو سره هر ډول سیاسي یا ډیپلوماټیک تعامل کولای شي مهمې حقوقي او سیاسي پایلې ولري او د دغې ډلې د ضمني رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر شي.

د لیک لاسلیک کوونکو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهیسې داسې تګلارې پلې کړې دي چې له امله یې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.

د دوی په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ پراخ محدودیتونه او له مدني او سیاسي ډګرونو څخه د هغوی لرې کول هغه اقدامات دي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د جرمونو نړیوالې محکمې او یو شمېر حقوقپوهانو له لوري د «جنسیتي ځورونې» او «بشریت ضد جرم» احتمالي بېلګې بلل شوې دي.

لاسلیک کوونکو همداراز د خپل‌سرو نیونو، جبري ورکېدو، له محکمې پرته وژنو، شکنجو او د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت د چارواکو پر وړاندې د فشارونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو سره د رسمي اړیکو له نه نیولو سربېره، افغانستان ته د افغان کډوالو هر ډول جبري ستنول هم ودروي. د دوی په خبره، د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، جبري بېرته ستنول د نړیوالو قوانینو د «جبري نه ستنولو» له اصل سره په ټکر کې دي او هغوی د خپلو بنسټیزو حقونو د جدي نقض له ګواښ سره مخ کوي.

په دې لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو او احتمالي نړیوالو جرمونو، په ځانګړې توګه د جنسیتي ځورونې د عاملانو د حساب‌ورکونې لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې له څېړنو سره اغېزمنه همکاري ولري.

د لیک په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو غوښتنو له پامه غورځول به د معافیت فرهنګ پیاوړی کړي، د بشري حقونو په دفاع کې به د اروپايي ټولنې اعتبار کمزوری کړي او په افغانستان کې به د بشري حقونو قربانیان یوازې پرېږدي.

اروپايي کمېسیون تایید کړې چې د سویډن له چارواکو سره په همکارۍ د راتلونکي اوړي په بهیر کې په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د تخنیکي غونډو د کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي، خو د سفر کره نېټه لا نه ده وروستۍ شوې.

که دا لیدنه ترسره شي، نو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته به دا لومړی ځل وي چې اروپايي ټولنه په رسمي ډول د طالبانو د چارواکو کوربه‌توب کوي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت رسنیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ ادارې او د سویډن د عدلیې وزارت طالبانو ته یو لیک استولی څو په بروکسل کې د دې تخنیکي غونډې لپاره د هغوی چمتووالی وارزوي.