• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې په اړه د ټرمپ د واکونو محدودولو طرحه تصویب کړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې موخه یې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې واکونه محدودول او د دې جګړې پای ته رسول دي.

دغه پرېکړه لیک چې د ډیموکراتانو له‌خوا وړاندې شوی و، په واشنګټن کې د کانګرس د غړو ترمنځ د روانې جګړې په تړاو د اندېښنو د زیاتېدو ښکارندویي کوي.

په دې رایه اچونه کې ۲۱۵ استازو موافق او ۲۰۸ تنو مخالفه رایه ورکړه، چې په پایله کې یې د ولسمشر ټرمپ پرېکړو ته په کانګرس کې یو بل زیان ورسېد. په دغو موافقو رایو کې څلورو جمهوري غوښتونکو استازو هم د ډیموکراتانو په پلوۍ رایه ورکړې ده، چې دا په جرګه کې د ټرمپ د ګوند د لږ اکثریت سره سره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

دا پرېکړه لیک تر ډېره سمبولیک بڼه لري، ځکه چې د پلي کېدو لپاره باید د امریکا د سنا مجلس لخوا هم تصویب شي. همدارنګه، د دې لپاره چې دا طرحه د ولسمشر ټرمپ د احتمالي او باوري ویټو څخه وژغورل شي، په دواړو مجلسونو کې د غړو د درېیمې برخې اکثریت رایو ته اړتیا شته.

تر دې وړاندې د جګړې د واکونو د محدودولو درې نور پرېکړه لیکونه د استازو په جرګه کې له ماتې سره مخ شوي وو. خو تېره میاشت د امریکا سنا مجلس په یوه جلا خو ورته اقدام کې، له اوو ناکامو هڅو وروسته، د رایې اچونې له لارې ورته طرحه مخته یووړه.

د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ دغه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې په جېنوا او اسلام‌اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ غیرمستقیمې او مستقیمې خبرې اترې له ماتې سره مخ شوې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې واشنګټن غواړي د ایران د غني شویو یورانیمو د لېږدولو موضوع په جدي توګه تعقیب کړي، خو د تهران او واشنګټن ترمنځ د غني کولو د کچې پر سر اختلافاتو دغه کړکېچ لا پسې زیات کړی دی.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: ایران یو ستر نړیوال ګواښ و او که مهار شوی نه وای منځنی ختیځ یې ویجاړولی شو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: ایران یو ستر نړیوال ګواښ و او که مهار شوی نه وای منځنی ختیځ یې ویجاړولی شو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ و او که مهار شوی نه وای، کولای یې شول چې د منځني ختیځ سیمه له جدي ناورین سره مخ کړي.

ټرمپ د حزب‌الله په اړه د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا د لومړي ځل لپاره له دې ډلې سره خبرې کړې دي او د سې‌شنبې په ورځ هوکړه شوې چې نورې ډزې به نه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې چې اسراییل هم د بریدونو او ډزو پلان نه لري او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي، د ایران د اټومي پروګرام او د لبنان اړوند موضوعات باید له یو بل څخه جلا وڅېړل شي.

د امریکا ولسمشر د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو خپل «ډېر ښه شریک» بللی او ویلي یې دي چې د دواړو لورو ترمنځ همکاري مهمه وه.

ټرمپ همداراز د سیمې په وروستیو تحولاتو کې د امریکا رول ته په اشارې ویلي چې له واشنګټن پرتهاسراییل د خپلو وروستیو پوځي عملیاتو د ترسره کولو توان نه درلود.

نوموړي یو ځل بیا پر ایران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تهران د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ستره ستونزه وه او که یې مخه نه وای نیول شوې، د منځني ختیځ امنیت او ثبات به یې له جدي ګواښ سره مخ کړی وای.

د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو
100%

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر دایمي استازې، عالیه احمد بن سیف ال‌ثاني، ویلي چې دوحه به د افغانستان په اړه خپلو ډیپلوماتیکو او د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ټینګار کړی چې منځګړیتوب او مخنیوی کوونکې ډیپلوماسي د تاوتریخوالي د کمولو، د کړکېچونو د پراخېدو د مخنیوي او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې له اغېزناکو وسیلو څخه شمېرل کېږي.

ال‌ثاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر رول ته په اشارې ویلي چې دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه؛ هغه مذاکرات چې په پایله کې یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د قطر دایمي استازې زیاته کړې چې هېواد یې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو لوریو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو په کوربتوب سره د افغانستان د مذاکراتي بهیر په اسانتیا کې مهم رول لوبولی دی.

قطر له کلونو راهیسې د افغانستان اړوند د سولې او سیاسي خبرو اترو کوربه پاتې شوی او د دوحې مذاکراتو د امریکا د ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لپاره زمینه برابره کړې وه.

د قطر استازې ټینګار کړی چې دوحه به د سیمه‌ییز ثبات، خبرو اترو او ډیپلوماتیکو حل‌لارو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ډیلي په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱
د ډیلي په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۲۱ کسان مړه شوي دي
100%

د هند په پلازمېنه ډهلي کې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي چې د پولیسو په وینا، ۱۲ تنه یې بهرني وګړي دي. دا پېښه له ۲۰۲۲ کال راهیسې په ډهلي کې د ورته پېښو له تر ټولو خونړیو څخه بلل کېږي.

پولیسو د مړه شویو بهرنیو وګړو د هویت په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو د سي‌اېن‌اېن نیوز ۱۸ شبکې د راپور له‌مخې، په قربانیانو کې د بنګله‌دېش، نایجیریا، موزمبیق او لایبریا اتباع هم شامل دي.

رویټرز د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی، چې سویلي ډیلي د مالویا نګر په سیمه کې د اور له پراخېدو وروسته یو شمېر کسانو د ژغورنې لپاره د هوټل له کړکیو او لوړو پوړونو ځانونه لاندې غورځول.

د دغې پېښې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د ودانۍ له لوړو پوړونو څخه د خلکو د ټوپ وهلو پر مهال اور او لوګي ټوله ودانۍ نیولې وه.

ځايي اوسېدونکي چې د ژغورنې په لومړیو هڅو کې یې برخه اخیستې وایي، چې اور د څلور پوړیزې ودانۍ په لومړي او ځمکني پوړ کې پیل شوی وو او د لوړو پوړونو اوسېدونکي یې بند پاتې کړي وو.

د چارواکو په وینا، اور د سهار له نهو بجو لږ وړاندې بل شوی وو او د اور وژنې اته موټر د اور د مهارولو لپاره سیمې ته استول شوي وو. اور تر غرمې مهار شو.

پولیسو ویلي، د ژغورنې عملیاتو پر مهال ټولټال ۴۹ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې اته تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د هند د طبي علومو انسټیټیوټ ویلي، دوی ۱۳ ټپیان ترلاسه کړي، چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

ځايي چارواکو ویلي، ښایي اور د ودانۍ په ځمکني پوړ کې له فعال رستورانت څخه پیل شوی وي. د پېښې په تړاو دوسیه ثبت شوې او د ودانۍ مالک لاوکیش بجاج د تحقیقاتو لپاره نیول شوی دی.

بحرین له سپاه پاسداران سره د تړاو په تور ۱۵ کسان ونیول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱
بحرین له سپاه پاسداران سره د تړاو په تور ۱۵ کسان ونیول
100%

د بحرین د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه اعلان وکړ، چې ۱۵ کسان یې له سپاه پاسداران سره د تړاو په تور نیولي دي.

تر دې وړاندې، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د ایران د جګړې له پیل راهیسې د فارس خلیج د سیمې هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېر شیعه وګړي د خیانت په تور نیولي دي. کویټ، متحده عربي امارات او بحرین هغه هېوادونه بلل شوي چې د نیونو څپه په‌کې راپور شوې ده.

همدارنګه، د بحرین سترې جنايي محکمې د روان کال د غویي په ۲۲مه درې کسان، چې یوه ښځه هم په‌کې شامله وه، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د «همکارۍ» په تور په عمري بند محکوم کړل.

ایران او په ځانګړې توګه سپاه پاسداران لا تر اوسه په دې تړاو څه سپيناوی نه‌دی کړی.

ټرمپ ومنله چې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې هغه «لیونی» بللی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱
ټرمپ ومنله چې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې هغه «لیونی» بللی
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې ده چې هغه د لبنان د جګړو په تړاو د یوې ټیلیفوني اړیکې پر مهال، په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوله له ایران سره د روان کړکېچ په اړه خبرې وکړي، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې ویلي، چې هغه «لیونی» دی.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د چارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وپوښتل شو چې ایا رښتیا یې نتنیاهو ته «لیونی» ویلي دي که نه.

ټرمپ وویل: «هو، ما دا ویلي دي. زه به نه وایم چې ډېر قهرجن وم، خو زه لږ خپه شوی وم ځکه هغه په دوامداره توګه له لبنان سره جګړه کوله.»

ټرمپ زیاته کړه چې هغه او نتنیاهو له یو بل سره ډېرې ښې اړیکې لري.

مخکې له دې، اکسیوس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي و چې ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې نتنیاهو ته ویلي: «ته لعنتي لیونی یې، که زه نه وای، ته به په زندان کې وې… زه ستا ملاتړ کوم.»

ټرمپ په خبرې ناسته کې زیاته کړه: «ما ورته وویل، بیبي، موږ باید دا ودروو. موږ باید دا پای ته ورسوو.»