ډونالډ ټرمپ: ایران یو ستر نړیوال ګواښ و او که مهار شوی نه وای منځنی ختیځ یې ویجاړولی شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ و او که مهار شوی نه وای، کولای یې شول چې د منځني ختیځ سیمه له جدي ناورین سره مخ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ و او که مهار شوی نه وای، کولای یې شول چې د منځني ختیځ سیمه له جدي ناورین سره مخ کړي.
ټرمپ د حزبالله په اړه د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا د لومړي ځل لپاره له دې ډلې سره خبرې کړې دي او د سېشنبې په ورځ هوکړه شوې چې نورې ډزې به نه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې چې اسراییل هم د بریدونو او ډزو پلان نه لري او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي، د ایران د اټومي پروګرام او د لبنان اړوند موضوعات باید له یو بل څخه جلا وڅېړل شي.
د امریکا ولسمشر د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو خپل «ډېر ښه شریک» بللی او ویلي یې دي چې د دواړو لورو ترمنځ همکاري مهمه وه.
ټرمپ همداراز د سیمې په وروستیو تحولاتو کې د امریکا رول ته په اشارې ویلي چې له واشنګټن پرتهاسراییل د خپلو وروستیو پوځي عملیاتو د ترسره کولو توان نه درلود.
نوموړي یو ځل بیا پر ایران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تهران د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ستره ستونزه وه او که یې مخه نه وای نیول شوې، د منځني ختیځ امنیت او ثبات به یې له جدي ګواښ سره مخ کړی وای.
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه بحثونه لا هم دوام لري.