یاد ایتلاف، چې د اروپايي هېوادونو له بېلابېلو ګوندونو او پارلماني غړو جوړ شوی، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تر ۱۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي او نجونې یې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو منع کړې دي.
د ایتلاف په وینا، ښځې له کار، د تګ راتګ له ازادۍ او عدالت ته له لاسرسي بېبرخې شوې دي او په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۷۰ ښځې په عام محضر کې په دُرو وهل شوې دي.
د دې ډلې په باور، د طالبانو دا تګلارې یوازې سیاسي قوانین نه دي، بلکې د انسانیت ضد قصدي کړنې دي.
دوی وایي چې طالبانو ته د بلنې ورکول، که هر هدف ولري، هغوی ته رسمي مشروعیت ورکول دي.
رینیو یورپ وايي، د اروپايي کمېسیون له خوا دا اقدام د کډوالۍ د موضوعاتو په نوم عملي چلند بلل شوی، خو منتقدین وایي چې له داسې ډلو سره تعامل د هغوی مشروعیت زیاتوي او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
د اروپايي پارلمان غړې راکل ګارسیا هرمیډا وان در وال ویلي: «د کډوالۍ د بحث لپاره د طالبانو رابلل زموږ له ارزښتونو سره خیانت دی. هغه کسان چې د بشریت ضد جرمونه کوي باید د هاګ نړیوالې محکمې نه له تېرېدو پرته اروپايي خاورې ته داخل نه شي.»
یاد ایتلاف ټینګار کړی چې اروپايي اتحادیه د بشري حقونو پر نه وېشل کېدونکي اصل ولاړه ده او هر ډول عملي چلند چې دا ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، نه عملي سیاست دی او نه هوښیاري، بلکې سیاسي او اخلاقي ناکامي ده.
دې ډلې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې دا ناسته لغوه کړي، د طالبانو د نه پېژندنې پالیسي وساتي او د افغانستان په تړاو په هر ډول تعامل کې دې د ښځو د حقونو درناوی په مرکز کې وي.