• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

حدیث حفیظي په برلین کې خپل ترکي سیال ته په ماتې ورکولو سره د ICL اتلولۍ کمربند وګاټه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱

افغانستان د لوبو په ډګر کې د نړۍوالو سیالیو په کچه یوه بله بریا هم تجربه کړه. افغان لوبغاړي حدیث حفیظي د جرمني په برلین ښار کې د «ICL Fight Night» د یوې برخې په توګه د IPA Combat League سیالۍ کې د خپل ترکي سیال په ماتولو د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د اتلولۍ کمربند وګاټه.

۱۹ کلن حفیظي د دغه سیالۍ په یوې خورا په زړه پورې لوبه کې د لوبو ډګر ته ښکته شو. دغه لوبه په پنځو پړاوونو کې ترسره شوه او د افغانستان استازي د محاسبې وړ فعالیت سره وکولای شوای، چې په غوره فعالیت سره خپل سیال مات کړي او د قاضیانو د ګډې پرېکړې له مخې د لوبې ګټونکی اعلان شي.
دغه افغان لوبغاړي تر یادې سیالۍ مخکې د پنځو بریاوو او یوې ماتې مسلکي ریکارډ لاره. له دغه مهمې بریا سره د هغه د بریاوو ټول‌ټال شمېر شپږو ته لوړ شو.
بل لور ته د حفیظي سیال داجدمیر د اوو بریاوو او یوازې یوې ماتې سره د لوبو ډګر ته ښکته شو؛ خو هغه د افغان استازي د غوره فعالیت په وړاندې بریالی نه‌شو او د خپل مسلکي سفر له دویمې ماتې سره مخ شو.

100%

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

په پکتیکا کې د څلورو ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
په پکتیکا کې د څلورو ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې د پکتیکا په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي. د دغه ریاست په وینا، دا لوبې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه تنظیم شوې دي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارګون ولسوالۍ په قره‌خېل ورزشي لوبغالي کې پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کوربه پکتیکا ترڅنګ د غزني، خوست او پکتیا ولایتونو څخه اتو پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د پکتیا او غزني ولایتونو لوبډلې سره مخامخ شوې، چې د دواړو لورو ترمنځ لوبه د یو یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده. د المپیک او سپورټ ریاست چارواکو ویلي چې دغه سیالۍ به ۱۶ ورځې دوام وکړي.

د پکتیکا په ارګون کې د دغو لوبو تنظیموونکي وایي چې د داسې سیالیو د ترسره کېدو اصلي هدف د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د سالمې تفریح برابرول دي. په سیمه کې د فوټبال مینه والو هم د دغو سیالیو له پیلېدو خوښي ښودلې ده.

بل خوا، د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سیمه ییزې لوبې تنظیم کړي. په همدې لړ کې، د یاد ریاست عمومي رییس احمدالله وثیق په دې وروستیو کې د روسیې په بلنه د مسکو په یوه نړیواله ورزشي غونډه کې ګډون وکړ، ترڅو د افغانستان د ورزشي ادارې لپاره بهرنی ملاتړ جلب کړي.

په مسکو کې یو شمېر افغان ورزشکارانو د طالبانو له سفیر سره لیدلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
په مسکو کې یو شمېر افغان ورزشکارانو د طالبانو له سفیر سره لیدلي دي
100%

یو شمېر افغان ورزشکارانو په مسکو کې د طالبانو له سفیر ګل حسن حسن سره کتلي دي. دغه ورزشکاران د روسیې فدراسیون په کوربتوب د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په اتم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته تللي.

د طالبانو سفیر ګل حسن حسن په دې کتنه کې له ورزشکارانو مننه وکړه چې په دغه نړیوال فورم کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ. هغه وویل چې ورزش د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او په نړیواله کچه د هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو لپاره یوه مهمه او اغېزناکه وسیله ده.

سفیر هیله څرګنده کړه چې افغان ورزشکاران به د خپلو لاسته راوړنو له لارې د هېواد نوم لا روښانه کړي او په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې به هم د افغانستان ښه استازیتوب وکړي. د غونډې په پای کې، په مسکو کې د طالبانو سفیر د ورزشکارانو د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې لپاره هغوی ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړې.

د طالبانو د سپورټ د ادارې مشر احمدالله وثیق د دغه لیدنې په اړه په خپل اېکس پاڼه کې معلومات خپاره کړي او دا لیدنه یې د افغان لوبغاړو د روحیې د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې ده.

احمدالله وثیق په مسکو کې د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په اتم نړیوال مجمع او فورم کې د ګډون په موخه د روسیې د چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. دغه مجمع د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په مسکو کې جوړه شوې وه چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

افغانستان مالدیف ته په ماتې ورکولو د څلور اړخیزه فوټبال سیالیو سفر په بریا پیل کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
افغانستان مالدیف ته په ماتې ورکولو د څلور اړخیزه فوټبال سیالیو سفر په بریا پیل کړې
100%

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د څلور اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کوربه هېواد مالدیف لوبډلې ته ۱–۰ ماتې ورکړې او خپل سیالیز سفر یې په بریا پیل کړی دی.

دغه سیالۍ چې د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د ملي لوبډلو په ګډون د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې، د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام کوي.

افغان ملي لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د بنګلادېش د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا سیالۍ د سیمه‌ییزو لوبډلو ترمنځ د تجربې، رقابت او چمتووالي د لوړولو په هدف ترسره کېږي.

د طالبانو د ورزش ادارې مشر د روسیې په نړیوال ورزشي فورم کې ګډون کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د ورزش ادارې مشر د روسیې په نړیوال ورزشي فورم کې ګډون کړی
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمدالله وثیق د روسیې په بلنه د المپیک مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون کړی او د ورزش د ودې او د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

ددغه ریاست له خوا په ځپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزشي مسوولینو په رسمي بلنه د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون کړی، چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی و.

د ادارې په وینا، وثیق په دې غونډه کې د کوربه هېواد له لوري د ترسره شوي فورم ستاینه کړې او دا یې د ځوانانو د هڅونې او سالم رقابت ته د ودې ورکولو لپاره مهم ګام بللی دی.

نوموړي ویلي چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ورزش د هېواد ټولو برخو ته رسېدلی او افغان ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې نږدې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.

هغه زیاته کړې چې ورزش د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د یووالي د پیغام رسولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او ټینګار یې کړی چې د ورته ناستو دوام د ورزشي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.

د غونډې په څنډه کې احمدالله وثیق د روسیې د المپیک کمېټې او د ورزش وزیر میخایل دیګتیاریوف سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ورزشي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله
100%

د هند د کرکټ غوره لیګ (ای پي ایل) پایلوبه د رویال چلنجرز بنګلور او ګجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پای کې بنګلور لوبډلې د بریا په خپلولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله.

ګجرات ټایټنز لومړی توپ وهنه وکړه او بنګلور ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقیب، رویال چلنجرز بنګلور لوبډله وتوانېده چې ټاکل شوې موخه د لوبې په ۱۸م اوور کې پوره کړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

دا دویم ځل دی چې رویال چلنجرز بنګلور د هند د غوره لیګ اتلولي ګټي. دغې لوبډلې تېر کال، ۲۰۲۵ کې هم د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د پایلوبې په بریا کې د هند نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي مهم رول ولوباوه. نوموړي ۷۵ چټکې منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. کوهلي د خپلې غوره لوبې له امله د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې افغان ستوری راشد خان هم شامل و. راشد خان د توپ اچونې پر مهال د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول او د خپلو ټولو ملګرو بالرانو په پرتله یې کمې منډې ورکړې، خو ونه توانېد چې خپله لوبډله له ماتې وژغوري.

د بنګلور دغه بریا د لوبډلې د مینه‌والو لپاره یوه بله تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي او د هند د روان کرکټي فصل د یادګارو شېبو له ډلې ګڼل کېږي.