• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌ځایه شویو سازمان: تر زرو ډېر افغان متحدین په قطر کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، له زرو ډېر افغان متحدین چې په‌کې تر ۴۰۰ډېر ماشومان هم شامل دي؛ لاهم په قطر کې بندپاتې دي. د یاد سازمان په وینا؛ دغه افغانان بېرته افغانستان ته د ستنېدو او یا هم داسې هېوادونو ته د تلو له سخت انتخاب سره مخ دي، چې له بې‌ثباتۍ سره لاس او ګرېوان دي.

دغه سازمان د ریچارد بلومنتهال په ګډون له هغو امریکایي سناتورانو مننه کړې، چې د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه د هر ډول جبري لېږد د درېدو غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان دغه وضعیت «غیر واقعي انتخاب» بللی او ټینګار یې کړی، چې دغه کسان باید د امنیت او عزت حق ولري. د سازمان مشر اشرف حیدري ویلي، افغان متحدینو امریکا ته وفاداري ښودلې او واشنګټن باید خپله ژمنه پوره کړي او هغوی ته خوندي ژوند برابر کړي.
نوموړی سازمان همدارنګه ویلي، چې دغه ستونزه یوازې بشري نه؛ بلکې د افغانستان د ژور سیسټماټیک ناورین پایله ده. د یادونې وړ ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سنا ته د وینا پرمهال ویلي چې هېڅ افغان کډوال په اوسني وضعیت کې امریکا ته نه‌شي داخلېدای؛ خو هڅې روانې دي چې هغوی په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت شي، که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد د ټولو د منلو ژمنه نه‌ده کړې.
سناتور کرېس کونز ویلي، شاوخوا ۱۱۰۰ افغان متحدین او د کورنیو غړي یې لاهم په قطر کې بند پاتې دي او خبرداری یې ورکړی چې ځینې یې ښايي افغانستان یا د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.
دغه بحثونه وروسته له هغه زیات شوي، چې د افغان کډوالو پر سفر او مېشتېدو محدودیتونه سخت شوي او د لېږد د طرحو پر سر پراخې نیوکې راپورته شوې دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

په پلازمېنه کې د اوبو ناورین؛ طالبان وايي د ستونزې حل وخت ته اړتیا لري

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
په پلازمېنه کې د اوبو ناورین؛ طالبان وايي د ستونزې حل وخت ته اړتیا لري
100%

د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایي، چې له تېرو ۴ کلونو راهیسې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او ډېر مهال د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي؛ خو طالبان بیا وایي، کابل ته د شاتوت بند او پنجشېر سیند څخه د اوبو رسولو پلان لري، چې یو څه وخت ته اړتیا لري.

د کابل ښار بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه د کابل لوېدیځ د ۱۳مې ناحیې اړوند په دشت برچي سیمه کې خلک د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او له طالبانو د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د سیمې یو اوسېدونکی سیداحمد ضيا وایي: «اوبه نه‌شته، په ټوله سیمه کې د اوبو یوه سرچینه هم نه‌شته او ۴ کاله کېږي، چې په پرله‌پسې ډول له دغه ستونزې سره مخ یو او له اړوندو ادارو غواړو چې دغه ستونزه راته حل کړي».

د سیمې یو بل اوسېدونکی بیا زیاتوي، چې ماشومان یې د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي او زیات انتظار باسي. هغه له طالبانو غوښتنه کړې: «زموږ په سیمه کې د اوبو کمښت د ستونزې حل لپاره دې د اوبو نلونه، شبکې او یا هم ژورې څاګانې جوړې شي».

د طالبانو د ښاري اوبو رسولو او فاضلاتو دولتي شرکت ویاند رحمت‌الله صارم وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره اوږدمهاله پلان لري. نوموړی زیاتوي، د شاتوت اوبو بند او د پنجشېر له سیند نه کابل ته د اوبو رسولو پلان لري چې وخت ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي، چې په تېرو ۴ کلونو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو د څښاک اوبو تر سلو ډېرې پروژې بشپړې شوې دي. کابل چې د افغانستان تر ټولو لوی ښار او سیاسي مرکز دی، له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له مخ پر زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.
د نفوسو چټک زیاتوالی، وچکالي، اقلیمي بدلون او د ځمکې لاندې اوبو بې‌ځایه اېستل د دې لامل شوي چې د ښار په ګڼو سیمو کې د اوبو کچه ښکته شي او زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته له محدود لاسرسي سره مخ شي.

د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه سازمان په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یاد کسان د هوايي بریدونو، ډزو، د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو په ډله کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي.

د «افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې» د معلوماتو پر بنسټ، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له درېیمې برخې څخه ډېرې ښځې د خپل عاید له سرچینو بې‌برخې شوې دي، او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې وروستیو ناامنیو د ښځو پر رواني روغتیا او د ژوند پر شرایطو ژور منفي اغېز کړی او هغوی د نورو قشرونو په پرتله له زیات رواني فشار سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس په مالي ملاتړ او د یوه سیمه‌ییز شریک بنسټ په همکارۍ، د بې‌ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي ځایونه جوړ شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مرکزونو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، مشورې او نورو اړینو خدمتونو زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي په خوندي او شخصي چاپېریال کې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او له اړینو مرستو برخمنې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې که د بې‌ځایه شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیات ملاتړ ونه شي، د بشري او ټولنیزو ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی
100%

په روسیه کې د معاصر ایران د مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړه‌لیک د اوکراین له ملاتړ او له امریکا سره د پاکستان د پټو همکاریو په غبرګون کې لاسلیک شوی دی.

صفروف پرته له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، ادعا کړې چې پاکستان له اوکراین سره همکاري لري.

اوکراین او روسیه له څلورو کلونو راهیسې په پراخې پوځي جګړې کې ښکېل دي. روسیه لوېدیځ هېوادونه تورنوي چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي، خو دا لومړی ځل دی چې یو روسي کارپوه د اوکراین له لوري د پاکستان د ملاتړ خبره کوي.

تر دې وړاندې هندي سرچینو ادعا کړې وه چې پاکستان غواړي اوکراین ته ۱۵۹ کانټینره پوځي مهمات، د راکټونو په ګډون واستوي. ویل کېږي چې دغه مهمات د یوې خصوصي بېړۍ‌چلونکې کمپنۍ له لارې د کراچۍ له بندر څخه د پولنډ د ګدانسک بندر ته او له هغه ځایه اوکراین ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې اینټرسېپټ څېړنیزې وېبپاڼې په ۲۰۲۳ کال کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې امریکا د اوکراین لپاره د وسلو د یوې پټې معاملې په بدل کې له پاکستان سره د نړیوال وجهي صندوق د مالي مرستې د ترلاسه کولو برخه کې مرسته کړې ده.

د افشا شویو اسنادو له مخې، د نړیوال وجهي صندوق د پور د ترلاسه کولو لپاره د امریکا ملاتړ د اوکراین د پوځي اړتیاوو د پوره کولو په موخه له یوې پټې وسله‌والې معاملې سره تړلی و.

رجب صفروف د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي هوکړې ته په اشارې وویل چې مسکو د دې تړون په لاسلیکولو سره غواړي لوېدیځو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې په افغانستان کې فعاله ونډه لري.

هغه وویل: «روسیه اندېښنه لري چې پاکستان په پټه توګه له اوکراین سره تخنیکي او پوځي مرسته کوي، او د روسیې او طالبانو ترمنځ نوې هوکړه ښايي د پاکستان د همدې اقدام پایله وي». د دغه روسي کارپوه په وینا، مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي ډګر کې خپل حضور پیاوړی کړي او له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام هغو لوېدیځو هېوادونو ته یو جدي خبرداری دی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په ښکاره ډول د کابل د وروستیو خوځښتونو په اړه د اسلام‌اباد د قهر او اندېښنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغه په خبرداری ورکونکې لهجه زیاته کړې: «موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي». یو شمېر شنونکي باور لري، دغه څرګندونې ښيي روسیې د طالبانو د دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو له راداري او دفاعي سیستمونو سره به همکاري وکړي.

د سیاسي چارو د څارونکو په باور، د دې هوکړه‌لیک لاسلیک کېدو سیمه‌ییز حساسیتونه، په ځانګړې توګه د پاکستان اندېښنې، راپارولي دي او ښايي د وروستیو سرحدي کړکېچونو په سیوري کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا پېچلې کړي.

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی
100%

د احسان الله کاریاب په نوم د خواله رسنیو یو فعال وایي چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د سه‌شنبې په ماښام د یو طالب وسله‌وال له لوري پرته له کوم دلیله ډبول شوی دی. هغه وایي، دی په سوکانو او لغتو وهل شوی او همدا راز یې موټر هم زیانمن کړی شوی دی.

نوموړي پر فېسبوک یو ویډیوي پېغام کې په ژړغوني غږ وویل: «په ډک بازار کې یې راباندې ګذارونه وکړل، د خلکو په مخ کې بې عزته شوم». د خواله رسنیو دا فعال وایي، نه ترهګر دی او نه یې هم کوم مزاحمت کړی، خو بیا هم خپل ژوند کولو ته نه پرېښودل کېږي.

احسان الله کاریاب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو له رییس څخه غوښتنه کړې چې د ده قضیه دې تعیب کړي. د خواله رسنیو دې فعال په خبره، که یې حق غوښتنه ونشي، نو مجبور دی چې خپل وطن پرېږدي.

د خواله رسنیو دا فعال تر دې پخوا هم د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف ډلې ولسوالۍ ته احضار کړی و او له تفریحي ویډیوګانو یې منع کړی و. د طالبانو په واکمنۍ کې خلک د بیان له ازادۍ محروم دي او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب وسله‌والو د ناسم چلند څخه اوسېدونکي سخت تنګ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو پوځي غړي هېڅ ډول اصول او مقررات نه مني او په خپلسرې توګه په ولایتونو کې خلک شکنجه کوي او ځوروي. که څه هم د طالبانو مشرانو خپلو ټیټ پوړو غړو ته سپارښتنه کړې چې صحرایي محکمې دې نه کوي، خو بیا هم هره ورځ په عامه لارو او بازارونو کې د عامو وګړو د ډبول کېدو پېښې ترسره کېږي.

د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی
100%

د افغانستان د ښځو د «روښانه راتلونکي خوځښت» غړو د طالبانو له لوري د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د توشیح په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د کم عمره ماشومانو ودونو ته لاره هواروي او د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه اعتراض کوونکو ښځو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د یاد سند تصویب د اندېښنې وړ دی او د ښځو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو نښه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «ناوریني او ورځ تر بلې خرابېدونکی» دی او طالبان د داسې قوانینو په تصویب سره د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا زیاتوي.

د دغه خوځښت غړو ویلي چې د زوجینو د تفریق قانون د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د ښځو او ماشومانو اساسي حقونه په ښکاره ډول نقضوي.

دوی همداراز د ښځو پر وړاندې د مرموزو وژنو، د نجونو له زده‌کړو څخه پراخ محرومیت او پر ازادیو لګول شوي محدودیتونه د سیستماتیک تاوتریخوالي او تبعیض ښکاره بېلګې بللې دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر دوامدار نقض چوپ پاتې کېدل د تاوتریخوالي او بې‌عدالتۍ عادي کېدل دي، چې دا چاره د ټولنې لپاره جدي ګواښ جوړوي.

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د ګڼو فرمانونو له لارې هغوی له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي.

د طالبانو مشر شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د زوجینو د تفریق قانون توشیح کړ، چې د بشري حقونو فعالان یې د ښځو او نجونو لپاره یو نوی محدودوونکی ګام بولي.