• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړي: د عمران‌خان د خلاصون لپاره دې اغېزناکه تګلاره جوړه شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ یوشمېر غړو د ګوند له مشرتابه غوښتي، چې له زندانه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره دې یوه منظمه او اغېزناکه تګلاره جوړه کړي.

دغه غړو په پېښور کې تر یوې غونډې وروسته د ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې د عمران‌خان د خوشې کېدو روان بهیر محدود او بې‌اغېزې دی او یوازې تر رسمي څرګندونو او سمبولیکه اقداماتو پورې محدود دی.
هغوی ویلي، د عمران‌خان د زنداني کېدو او د هغه روغتیایي وضعیت د ګوند د کارکوونکو او پلویانو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي. په لیک کې خبرداری ورکړل شوی، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ګوند ته به سیاسي زیان واوړي.
همداراز د خېبر پښتونخوا د حکومت په چارو کې د لاسوهنې، د وړتیا پر ځای د شخصي ملاحظاتو د زیاتېدو او د سرچینو ناعادلانه وېش په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي. د یاد ګوند غړو ټینګار کړی، چې حکومتي چارې باید د روڼتیا، وړتیا او د ولسي استازو د مشورو پر بنسټ پر مخ یووړل شي.
دوی د عمران‌خان او د ګوند نورو بندي غړو د قضیو لپاره د منظم حقوقي او سیاسي پلان غوښتنه هم کړې ده. لاتراوسه د ګوند مشرتابه د دغه لیک په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۳

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

۴

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۵

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

•
•
•

نور کیسې

سينټکام: د ايران له لوري په کويت او بحرين توغول شوي توغندي شنډ شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
سينټکام: د ايران له لوري په کويت او بحرين توغول شوي توغندي شنډ شوي
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سينټکام) ويلي، امریکایي ځواکونو د جون پر دويمه په منځني ختیځ کې د ايران د بریدونو په غبرګون کې، څو بالستیک توغندي او ډرون الوتکې په بریالیتوب سره له منځه وړي او د قشم په ټاپو کې یې د ځان په دفاع کې بریدونه ترسره کړي.

سينټکام په اېکس خواله رسنۍ په خپله پاڼه وويل، ايران د سیمې د ګاونډیو هېوادونو په لور څو بالستیک توغندي وتوغول؛ خو ټول د خپلو ټاکل شویو موخو په ویشتلو کې پاتې راغلل.

د سينټکام له مخې، دوه توغندي چې د کویت په لور توغول شوي، او درې نور توغندي چې د بحرین په لور توغول شوي وو، سمدستي د امریکا او بحرین د هوایي دفاعي ځواکونو لخوا په لاره کې ونیول شول.

همداراز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ زياته کړه، ځواکونو درې یو لوري ته تلونکي بریدګر ډرون چې له ايران لخوا د ملکي بېړيو چلوونکو په لور توغول شوي وو او په قانوني توګه له سیمه‌ییزو اوبو څخه د تېرېدو په حال کې وو، راوغورځول شو.

سينټکام وويل، امریکایي ځواکونو همدارنګه د قشم په ټاپو کې د ايران د پوځ پر یوې ځمکنۍ کنټرول خونې باندې ځان دفاعي بریدونه ترسره کړل او هېڅ امریکایي پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی.

د سنټکام لخوا زياته شوه، ځواکونه یې د روان اوربند په جریان کې د ايران د هر ډول بې ځایه تیري په وړاندې هوښیار او دفاع ته چمتو دي.

سينټکام د سپاه پاسداران هغه ادعا هم ناسمه وبلله چې په بحرین کې د امریکا پر مرکز او په سیمه کې د امریکا پر یوې هوایي اډې یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

په کانګو کې ۴۸کسان د ایبولا ناروغۍ له امله مړه شوي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
په کانګو کې ۴۸کسان د ایبولا ناروغۍ له امله مړه شوي دي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې د دې ناروغۍ ۳۲۱ تایید شوې او ۱۱۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. د دې سازمان د شمېرو له مخې، تر اوسه ۴۸ کسان له دې وبا څخه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ویلي چې په یوګانډا کې تر دې دمه د ایبولا ویروس نهه مثبتې پېښې تایید شوې وې، خو د یوګانډا د روغتیا وزارت وروسته د شپږو نویو پېښو د ثبت خبر ورکړ، چې له امله یې په دغه هېواد کې د تایید شویو ناروغانو ټول شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

د یوګانډا د روغتیا وزارت په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوې پېښې د هغو کسانو ترمنځ موندل شوې دي چې له ناروغانو سره یې نږدې اړیکې لرلې.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي وو چې په کانګو کې د ایبولا د «بونډیبوګیو» ډول ۹۰۶ شکمنې پېښې تر څېړنې لاندې دي، چې په هغو کې د ۲۲۳ شکمنو مړینو راپورونه هم شامل وو.

وروسته له هغې، د افریقا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونه مشر په هغه یادښت کې چې د یکشنبې په ورځ د فایننشل ټایمز ورځپاڼې خپور کړی و، وویل چې له ۱۱۰۰ څخه زیاتې شکمنې پېښې تر ارزونې لاندې دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ویاند ویلي چې د لا زیاتو څېړنو او ارزونو وروسته د شکمنو پېښو شمېر د پام وړ راکم شوی دی.

د هغه په وینا، ګڼ شمېر هغه پېښې چې شکمنې بلل کېدې، د لابراتواري ازموینو او طبي ارزونو وروسته له نوملړه ایستل شوې دي، ځکه څرګنده شوې چې ناروغان په نورو ناروغیو اخته وو یا یې یوازې محدودې نښې لرلې.

هغه زیاته کړه چې د شکمنو پېښو شمېر ښايي د روانو ازموینو او څېړنو له دوام سره بیا هم بدلون ومومي.

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې طالبانو سره له تعامله ډډه وکړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې طالبانو سره له تعامله ډډه وکړي
100%

د بشري حقونو ۸۳ افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو له استازو سره له هر ډول ډیپلوماټیک تعامل څخه ډډه وکړي. دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول اړیکې او تعاملات ښايي د طالبانو د عادي کېدو او مشروعیت ورکولو لامل شي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د ۸۲ نورو سازمانونو په ملتیا یې دا لیک د طالبانو د یوه پلاوي د احتمالي سفر پر ضد خپور کړی، چې ټاکل شوې ده روانه میاشت بروکسل ته ولاړ شي.

د لیک لاسلیک کوونکو ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او هېڅ ډول ولسواکه مشروعیت نه لري. د هغوی په وینا، د طالبانو واکمني نه د ټاکنو له لارې رامنځته شوې او نه هم د یوه ټولشموله او د اساسي قانون پر بنسټ د سیاسي بهیر له لارې.

دغو بنسټونو همداراز یادونه کړې چې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران د د جرمونو نړیوالې محکمې له‌خوا د «بشریت ضد جرم» په توګه د جنسیتي ځورونې په تور د نیولو له غوښتنې سره مخ دي. همدارنګه، د دې ډلې یو شمېر چارواکي لا هم د نړیوالو بندیزونو، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د بندیزونو، تر اغېز لاندې دي.

په لیک کې راغلي چې د اروپا په خاوره کې له طالبانو سره هر ډول سیاسي یا ډیپلوماټیک تعامل کولای شي مهمې حقوقي او سیاسي پایلې ولري او د دغې ډلې د ضمني رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر شي.

د لیک لاسلیک کوونکو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهیسې داسې تګلارې پلې کړې دي چې له امله یې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.

د دوی په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ پراخ محدودیتونه او له مدني او سیاسي ډګرونو څخه د هغوی لرې کول هغه اقدامات دي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د جرمونو نړیوالې محکمې او یو شمېر حقوقپوهانو له لوري د «جنسیتي ځورونې» او «بشریت ضد جرم» احتمالي بېلګې بلل شوې دي.

لاسلیک کوونکو همداراز د خپل‌سرو نیونو، جبري ورکېدو، له محکمې پرته وژنو، شکنجو او د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت د چارواکو پر وړاندې د فشارونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو سره د رسمي اړیکو له نه نیولو سربېره، افغانستان ته د افغان کډوالو هر ډول جبري ستنول هم ودروي. د دوی په خبره، د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، جبري بېرته ستنول د نړیوالو قوانینو د «جبري نه ستنولو» له اصل سره په ټکر کې دي او هغوی د خپلو بنسټیزو حقونو د جدي نقض له ګواښ سره مخ کوي.

په دې لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو او احتمالي نړیوالو جرمونو، په ځانګړې توګه د جنسیتي ځورونې د عاملانو د حساب‌ورکونې لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې له څېړنو سره اغېزمنه همکاري ولري.

د لیک په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو غوښتنو له پامه غورځول به د معافیت فرهنګ پیاوړی کړي، د بشري حقونو په دفاع کې به د اروپايي ټولنې اعتبار کمزوری کړي او په افغانستان کې به د بشري حقونو قربانیان یوازې پرېږدي.

اروپايي کمېسیون تایید کړې چې د سویډن له چارواکو سره په همکارۍ د راتلونکي اوړي په بهیر کې په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د تخنیکي غونډو د کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي، خو د سفر کره نېټه لا نه ده وروستۍ شوې.

که دا لیدنه ترسره شي، نو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته به دا لومړی ځل وي چې اروپايي ټولنه په رسمي ډول د طالبانو د چارواکو کوربه‌توب کوي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت رسنیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ ادارې او د سویډن د عدلیې وزارت طالبانو ته یو لیک استولی څو په بروکسل کې د دې تخنیکي غونډې لپاره د هغوی چمتووالی وارزوي.

سکای نیوز: لبنان او اسراییل لا هم د اوربند پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
سکای نیوز: لبنان او اسراییل لا هم د اوربند پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي
100%

د سکای نیوز عربي څانګې د راپور له مخې، لبناني سرچینو ویلي چې د لبنان او اسراییل استازي تر اوسه نه دي توانېدلي چې د اوربند د ټینګښت په اړه مهمو او پرېکړه‌کوونکو ټکو ته ورسېږي.

د راپور پر بنسټ، د دواړو لورو ترمنځ روانې خبرې لا هم بې‌پایلې پاتې دي او د اوربند د عملي کېدو لپاره پر اساسي مسایلو اختلافات دوام لري.

سرچینو زیاته کړې چې اسراییلي پلاوی ټینګار کوي، که هر ډول هغه ګواښ تشخیص شي چې له حزب‌الله سره تړاو ولري، نو اسراییل باید د پوځي اقدام د ترسره کولو ازادي ولري.

د راپور له مخې، د اسراییل دغه دریځ د خبرو اترو له مهمو اختلافاتي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، ځکه لبناني لوری د داسې شرایطو په اړه اندېښنې لري چې ښايي د اوربند له پلي کېدو وروسته هم د پوځي عملیاتو دوام ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې او سیمه‌ییزې هڅې روانې دي څو د لبنان او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او د بشپړ اوربند د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شي، خو تر اوسه کومه وروستۍ او مشخصه هوکړه نه ده اعلان شوې.

په ایټالیا کې د څلورو پاکستاني وګړو د وژنې په تور دوه نور پاکستانيان نيول شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
په ایټالیا کې د څلورو پاکستاني وګړو د وژنې په تور دوه نور پاکستانيان نيول شوي
100%

په جنوبي ايټالیا کې د څلورو پاکستاني کارګرانو مړي د يو سوځېدلي موټر څخه ترلاسه شوي دي، د دغو کسانو د وژلو په تور دوه نور پاکستاني وګړي نيول شوي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د وژل شویو کسانو «دقیق هویت» لا نه دی تایید شوی.

د سه شنبې په ورځ د ايټاليا کوريره دلا سرا ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د جنوبي ايټاليا د کلابريا په سيمه کې په يو سوځول شوي موټر کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د خبر له مخې، دغه د کرنې په یوه لویه ساحه کې د امندولارا کلي ته نږدې په یوه پمپ سټیشن کې وموندل شو. په خبر کې د سرچينو له قوله ویل شوي، د پمپ سټیشن د امنیتي کامرو انځورونو ښودلې چې دوو کسانو له بهر څخه د موټر دروازې بندې کړې او دننه یې مایع وپاشله.

په خبر کې زیاته کړل شوې، د اور وژنې ډلې د اور له مړ کولو وروسته دننه جسدونه وموندل. همداراز د ځايي پولیسو مشر انتونیو بوریلي ویلي: «دا په پرېکنده توګه قتل دی، موږ یوازې باید پر جزیاتو کار وکړو».

ورځپاڼې ليکلي، چې په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې د پاکستانیانو د لېږدونکو موټرو د سوځولو ۱۴ پېښې شوې دي، چېرته چې د کرنې د کار د وېش، د استوګنې د اسنادو او ځای پر سر د کډوالو ترمنځ تاوتریخوالی شتون لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د وژل شویو کسانو «دقیق هویت» لا نه دی تایید شوی.

وزارت زیاته کړې، دا موضوع د ځايي پولیسو له خوا تر څېړنې لاندې ده، او «په ایټالیا کې د پاکستان سفارت دا موضوع تعقیبوي او د نورو پرمختګونو په اړه له ځايي چارواکو سره په اړیکه کې دی».