• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د یاد ادارې د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بامیان، سرپل، خوست، پکتیا، لوګر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

دوی زیاته کړې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز په مرکزي، شمالي، ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د راولاړېدو خبرداری ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د بادونو چټکتیا به په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو، تېزو بادونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو
100%

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر دایمي استازې، عالیه احمد بن سیف ال‌ثاني، ویلي چې دوحه به د افغانستان په اړه خپلو ډیپلوماتیکو او د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ټینګار کړی چې منځګړیتوب او مخنیوی کوونکې ډیپلوماسي د تاوتریخوالي د کمولو، د کړکېچونو د پراخېدو د مخنیوي او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې له اغېزناکو وسیلو څخه شمېرل کېږي.

ال‌ثاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر رول ته په اشارې ویلي چې دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه؛ هغه مذاکرات چې په پایله کې یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د قطر دایمي استازې زیاته کړې چې هېواد یې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو لوریو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو په کوربتوب سره د افغانستان د مذاکراتي بهیر په اسانتیا کې مهم رول لوبولی دی.

قطر له کلونو راهیسې د افغانستان اړوند د سولې او سیاسي خبرو اترو کوربه پاتې شوی او د دوحې مذاکراتو د امریکا د ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لپاره زمینه برابره کړې وه.

د قطر استازې ټینګار کړی چې دوحه به د سیمه‌ییز ثبات، خبرو اترو او ډیپلوماتیکو حل‌لارو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اروپايي ټولنې د افغانستان سېلاب‌ځپلو لپاره ۵۰ زره یورو نوې مرسته اعلان کړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱
اروپايي ټولنې د افغانستان سېلاب‌ځپلو لپاره ۵۰ زره یورو نوې مرسته اعلان کړه
100%

د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو دفتر اعلان کړی چې د افغانستان د سېلاب‌ځپلو د ملاتړ لپاره یې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ته ۵۰ زره یورو اضافي مرسته ځانګړې کړې ده.

یاد دفتر د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، په اېکس خواله رسنۍ کې ویلي چې له دې نوې مرستې سره به د افغانستان د سېلاب‌ځپلو لپاره د اروپايي ټولنې ټولې مرستې ۲۲۵ زره یورو ته ورسېږي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له لارې به ولګول شي.

د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو دفتر ویلي چې دغه بودجه به د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو، سرپناه، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره وکارول شي.

د یاد دفتر په وینا، د دغو مرستو موخه د هغو کورنیو لاسنیوی دی چې په وروستیو سېلابونو کې یې کورونه، شتمنۍ او د ژوند لومړني امکانات زیانمن شوي دي.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سېلاب‌ځپلو د ملاتړ لپاره ۱۷۵ زره یورو مرسته اعلان کړې وه، څو شاوخوا ۱۲ زره زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسول شي.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د پرله‌پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د پراخو بشري او اقتصادي زیانونو شاهد پاتې شوی، او نړیوالې مرستندویه ادارې د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د انلاین پانګونې زیان؛ ګولډ بي‌اېس‌ کې د افغانانو میلیونونه ډالره بند پاتې دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱
د انلاین پانګونې زیان؛ ګولډ بي‌اېس‌ کې د افغانانو میلیونونه ډالره بند پاتې دي
100%

افغانستان انټرنشنل له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې په «ګولډ بي‌اېس» کې یې پانګونه کړې وه. دوی وایي چې دغه د پانګونې پلاټفورم بند شوی او د دوی زرګونه ډالره پانګه هم په کې بنده پاتې ده، چې اوس یې د ایستلو امکان نه شته.

ګولډ بي‌اېس چې په افغانستان کې د «توماس» په نوم هم پېژندل کېده، د لوړو او چټکو ګټو په ژمنو خلکو ته د پانګونې او د نویو غړو د جذبولو بلنه ورکوله.

په ورته وخت کې ګڼ شمېر هغو کاروونکو چې د حسابونو پر مخ یې له څو سوه تر څو زرو ډالرو پورې ګټه لیدله، ونه توانېدل چې دغه پیسې وباسي. ګولډ بي‌اېس خپل فعالیت د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې پیل کړی و او په لومړیو میاشتو کې د ځینو کاروونکو حسابونو د پام وړ زیاتوالی درلود، داسې چې ځینو یې په ظاهري ډول زرګونه ډالره ګټه ترلاسه کړې وه.

که څه هم د دې شبکې د کاروونکو کره شمېر نه دی خپور شوی، خو افغانستان انټرنشنل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره د خبرو پر بنسټ موندلې چې لسګونه زره کسانو په دې شبکه کې پانګونه کړې او میلیونونه ډالره پانګه ورته داخله شوې ده.

علیرضا بینش چې د دې پلاټفورم له کاروونکو څخه دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې خپله یې ۵۰۰ زره افغانۍ په ګولډ بي‌اېس کې پانګونه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې داسې کسان پېژني چې په دې پلاټفورم کې د پانګونې لپاره یې خپل کورونه، ځمکې، دوکانونه او حتی د ژوند لومړني اړتیايي توکي پلورلي دي.

افغانستان انټرنشنل له یوه بل کس سره هم خبرې کړې دي چې وایي ۲۱ زره امریکایي ډالره یې په دغه پلاټفورم کې بند پاتې دي او تر اوسه یې د ایستلو توان نه دی موندلی.

دغه پلاټفورم څنګه کار کاوه؟

ګولډ بي‌اېس د هرمي شبکو په څېر جوړښت درلود او کاروونکي یې د چټکو او لوړو ګټو په ژمنه پانګونې ته هڅول. په داسې شبکو کې د پخوانیو غړو ګټې معمولاً د هغو پیسو له لارې ورکول کېږي چې نوي غړي دې سیستم ته راوړي.

کاروونکي وایي چې په ګولډ بي‌اېس کې هر غړی دې ته هڅول کېده چې نور کسان هم جذب کړي. څومره چې د یوه کاروونکي تر لاس لاندې غړي ډېرېدل، همغومره یې د لوړې ګټې هیله هم ډېره کېده.

د دوی په وینا، د دې پلاتفورم د فعالیت په لومړیو پړاوونو کې یو شمېر کسانو د پام وړ ګټې ترلاسه کړې وې. همدې چارې د نورو خلکو باور هم جلب کړ او د نوې پانګې د ورتګ لامل شوه.

د کاناډا د بریټیش کولمبیا د ارزښت‌لرونکو اسنادو کمېسیون د روان کال د وري په څلورمه نېټه د ګولډ بي‌اېس د مشکوکو فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ. دغه اداره وایي چې شرکت ورسره راجستر نه دی او هغه کسان چې د دې شرکت له‌خوا پانګونې ته رابلل کېږي، باید له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي.

د کاناډا د ارزښت‌لرونکو اسنادو نورو څارونکو ادارو هم د ګولډ بي‌اېس نوم د پانګونې د خبرداریو په لېست کې شامل کړی دی. همدارنګه د ارزښت‌لرونکو اسنادو د کمېسیونونو نړیوال سازمان هم دغه شرکت په خپل نړیوال خبرداريز لېست کې ثبت کړی دی.

له دې وړاندې هم په افغانستان کې ورته هرمي شبکې فعالې شوې وې چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو. له تر ټولو مشهورو بېلګو څخه یې «ګولډکوېسټ» وه چې شاوخوا شل کاله وړاندې په افغانستان او د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې فعاله وه او د لوړو ګټو او شبکيز غړیتوب د ژمنو له لارې یې ګڼ کسان جذب کړي وو.

د درنو زیانونو ترخې کیسې

ګولډ بي‌اېس د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کاروونکي جذب کړي وو. خو ځینې کاروونکي وایي چې د هزاره مېشتو سیمو د لومړنیو پانګوالو د پراخ حضور له امله دې شبکې وکولای شول له کابل او د هېواد له مرکزي سیمو څخه زرګونه نور غړي هم جذب کړي.

د کاروونکو په وینا، د دې پلاټفورم زیانمن شوي کسان یوازې په افغانستان کې نه دي، بلکې یو شمېر یې په بهرنیو هېوادونو کې هم ژوند کوي.

دوی وایي چې د خلکو د باور اصلي لامل هغه د پام وړ ګټې وې چې ځینو پانګوالو د فعالیت په لومړیو میاشتو کې ترلاسه کړې وې. د دوی په خبره، ډېرو خلکو دغه تادیات له نږدې لیدلي وو او همدې چارې هغوی پانګونې ته وهڅول.

د دې شبکې یوه کاروونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ۲۱ زره امریکایي ډالره یې په ګولډ بي‌اېس کې پانګولي دي. هغه وویل چې په دې پلاټفورم کې د پانګونې لږ تر لږه اندازه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو ځینو کسانو د لا زیاتې ګټې په تمه د دوو زرو ډالرو او یا تر دې هم لوړ ارزښت حسابونه جوړ کړي وو.

د هغه په وینا، د خپل اصلي دوه زره ډالري حساب تر څنګ یې څو نور فرعي حسابونه هم جوړ کړي وو، څو د هغو له لارې نور کسان جذب او خپله ګټه زیاته کړي.

دغه کاروونکی وایي چې یو شمېر پانګوالو په همدې طریقه ډېرې لویې پیسې سیستم ته داخلې کړې او د ځینو پانګه لسګونو زرو ډالرو ته ورسېده. هغه زیاتوي چې داسې ډېر کسان پېژني چې د لوړو ګټو د ترلاسه کولو په هیله یې د خپلې شتمنۍ لویه برخه په دې پلاټفورم کې پانګولې ده.

نذیر احمدي، چې د ګولډ بي‌اېس بل کاروونکی دی، وایي ۵۰۰ ډالره یې له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې هم ورته یو پلاټفورم فعال شوی و چې د لږې لومړنۍ پانګې په بدل کې یې لا ډېرې ګټې ورکولې، خو د شاوخوا ۱۵۰۰غړو تر جذب وروسته یې فعالیت ودرېد او ګڼ پانګوال زیانمن شول.

احمدي وایي، ګومان کوي چې هماغه کسان چې د ګولډ بي‌اېس تر شا دي، پخوانی پلاتفورم یې هم جوړ کړی و، څو د خلکو باور ترلاسه او نوي غړي جذب کړي.

د هغه په وینا، ګولډ بي‌اېس په بشپړه توګه له لاسرسي نه دی وتلی، خو د پیسو ایستل ترې ناشوني شوي او د کاروونکو پانګې کنګل شوې دي.

د پلاټفورم مسئولان څه وایي؟

د ګولډ بي‌اېس کاروونکي وایي چې د دې پلاټفورم چلوونکو ورته ویلي چې د شرکت پر ضد د منفي راپورونو له امله د امریکا د مالي ادارو له خوا د پلاتفورم فعالیتونه او د کاروونکو شتمنۍ بندې شوې دي.

مشتاق، چې د دې پلاټفورم یو بل کاروونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له حسابونو څخه د پیسو ایستل ناشوني دي او یوازې د حسابونو ظاهري موجودي ښکاري.

هغه وایي، کاروونکو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې حسابونه د یوې امریکایي ادارې تر څېړنې لاندې راغلي او په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

مشتاق دغه ادعا ردوي او وایي چې په پخوانیو ورته پېښو کې هم ورته ژمنې شوې وې، خو د خلکو پانګې هېڅکله بېرته ور ونه ګرځېدې. هغه زیاته کړه چې په دې پلاټفورم کې ډېرې لویې پیسې بندې پاتې دي او داسې ښکاري چې بیا به ورته لاسرسی ممکن نه وي.

مجید، چې د ګولډ بي‌اېس بل کاروونکی دی، وایي د پلاتفورم مسئولانو ورته ویلي چې کاروونکي باید د خپلې موجودۍ شل سلنه په یوه نوي پلاتفورم کې پانګونه وکړي، څو شرکت له اوسني کړکېچ څخه ووځي او خپل فعالیت بېرته پیل کړي.

د هغه په وینا، د ګولډ بي‌اېس چلوونکو ژمنه کړې چې که کاروونکي دغه اندازه پیسې ورکړي، نو اصلي پانګه او راټولې شوې ګټې به یې په نوي پلاتفورم کې حسابونو ته ولېږدول شي.

یو بل کاروونکي هغه پیغام افغانستان انټرنشنل ته سپارلی چې د ده په وینا د ګولډ بي‌اېس د چلوونکو له خوا استول شوی دی.

په دغه پیغام کې له کاروونکو غوښتل شوي چې د خپلې حسابي موجودۍ شل سلنه د «سي اېچ زي بېټ» په نوم صرافۍ ته ولېږي، څو نوې ډلې ته انتقال شي.

په پیغام کې دا هم ویل شوي چې دغه پیسې د حساب د فعالولو فیس، جریمه یا د موجودۍ له کمښت سره تړاو نه لري، بلکې د امنیتي هویت‌پېژندنې د بهیر یوه برخه ده.

د پلاټفورم چلوونکي ادعا کوي چې د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته به دغه پیسې د کاروونکو له پخوانۍ موجودۍ سره یو ځای په حسابونو کې پاتې شي او د کارولو یا ایستلو امکان به یې برابر شي.

د پیغام په پای کې راغلي چې شرکت له روانې څېړنې سره همکاري کوي او هغه کاروونکي چې د هویت‌پېژندنې ټول پړاوونه بشپړ کړي، د عادي فعالیتونو د بېرته پیل او خپلو حسابونو ته د لاسرسي په برخه کې به لومړیتوب ولري.

د سېلابونو له امله د شمالي ولایتونو یو شمېر تړلې لارې بېرته پرانېستل شوې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
د سېلابونو له امله د شمالي ولایتونو یو شمېر تړلې لارې بېرته پرانېستل شوې
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په شمال کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د بغلان، سمنګان او تخار ولایتونو یو شمېر تړل شوې لویې او مواصلاتي لارې د ترافیکو پرمخ بېرته پرانیستل شوي دي.

دغه لارې د سېلابونو د راوتلو او د سړکونو د ویجاړېدو له امله په موقتي ډول تړل شوې وې، چې د مساپرو لپاره یې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په پرانیستل شویو لارو کې د بغلان ولایت اړوند د دوشي – پلخمري او بغلان – کندز مسیرونه د چهارشنبې تپې په سیمه کې، د بنو – ده‌صلاح لاره، د سمنګان ولایت د ایبک – مزارشریف لاره او د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په څو سیمو کې د تخار – بدخشان لاره شاملې دي.

دغه لارې د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د تخنیکي ټیمونو او وسایطو په واسطه له خټو او سېلابي پاتې شونو پاکې شوې او د شپې ناوخته بېرته پرانیستل شوې دي.

بلخوا، د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي چې د بغلان ولایت د نهرین – برکه لاره لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې لارې د بېرته خلاصولو او پاکولو چارې به د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شي ترڅو د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شي.

همدارنګه د طالبانو د ټولګټو وزارت له ټولو خلکو او موټر چلوونکو غوښتي چې پر یادو لارو د تګ راتګ پر مهال ترافیکي قوانین په جدي توګه مراعت کړي او د پېښو د مخنیوي لپاره په بشپړ احتیاط سره سفر وکړي.

سږ کال په افغانستان کې سختو او ویجاړونکو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

اریانا افغان هوايي شرکت د خپلو الوتکو پر مسافرو د ملا هبت الله چاپ شوي فرمانونه ویشي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱
اریانا افغان هوايي شرکت د خپلو الوتکو پر مسافرو د ملا هبت الله چاپ شوي فرمانونه ویشي
100%

اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې کابل ته د افغان حاجیانو په لومړنۍ راستنې شوې الوتکې کې یې مسافرو ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله ۱۷ مه ګڼه فرمان په چاپي بڼه ویشلی دی. دا فرمان په ټولنه کې د ناوړه دودونو په تړاو دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د الوتکو مېلمه‌پالانو په خپلو لاسونو مساپرو ته په چاپي بڼه د ملا هبت الله یاد فرمان ویشلی دی. په یوې ویډیو کې ښکاري چې د اریانا افغان هوايي شرکت دوه تنه مېلمه‌پالان د دغه فرمان چاپ شوې نسخې په لاس کې لري او په خلکو یې ویشي.

د الوتکې مېلمه‌پاله یو افغان حاجي په پرواز کې له خوب څخه راویښوي او ورته دغه فرمان سپاري. د ملا هبت الله ۱۷ مه ګڼه فرمان کې له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو ټولنو کې دودونه له‌منځه یوسي او خپل کړه وړه د اسلامي شرعیت له‌مخې ترسره کړي. همدا راز په فرمان کې له حاجیانو غوښتل شوي، څو د مېلمنو د ښه راغلاست لپاره ډېرو لګښتونو، قیمتي ډالیو، خیراتونو او نورو رواجونو څخه ډډه وکړي.

تر دې مخکې د ملا هبت الله فرمانونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په لویو لویو بېل بورډونو چاپ شوي او همدا راز د طالبانو ملایانو د جوماتونو د منبرونو له لارې هم پر خلکو اورېدلي دي. د طالبانو د مشر فرمانونه له سختدریځۍ سرچینه اخلي او د راپورونو له مخې، د خلکو ژوند یې سخت کړی دی.

نړیوالو بنسټونو د ملا هبت الله ډېری فرمانونه د ښځو، بشري حقونو، بیان ازادۍ او انساني ازادیو ضد بللي دي.