• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین عابد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له استازو سره په کتنه کې د یاد سازمان د درول شویو پروژو د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی، د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له استازو سره په کتنه کې د یاد سازمان د درول شویو پروژو د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې ده.

افغانستان چې د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ، سیلابونو، د اوبو د سرچینو کمېدو او د کرنیزې ځمکې د تخریب له تر ټولو سختو زیانمنېدونکو هېوادونو ګڼل کېږي، د متخصصینو په وینا، د مرستو او چاپیریال ساتنې پروژو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دې ادارې مرستیال زین‌العابدین عابد له ګډونوالو نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د بندو شویو او ځنډېدلو پراختیایي پروژو د بیا پیل ترڅنګ د نړیوالو تمویلوونکو او هېوادونو د مرستو د جلب لپاره عملي همکاري وکړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو په برخه کې خپل بشري او چاپېریالي مسوولیتونه ادا کړي.

خو د چارو شنونکي وایي چې د دې غوښتنو عملي کېدل له جدي خنډونو سره مخ دي.

د طالبانو ادارې د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله ډېری پراختیایي پروژې یا بندې شوې او یا هم په محدود ډول د ملګرو ملتونو له لارې تطبیقېږي. پر دې سربېره، د شنونکو په باور، ګڼ هېوادونه د ایران او امریکا او اوکراین په څېر په نورو نړیوالو ناورینونو کې ښکیل دي او د اقلیمي بدلون په برخه کې پروژو ته پاملرنه کمه شوې ده.

دغه وضعیت د تمویل په بهیر کې بې‌ثباتي رامنځته کړې او د اوږدمهاله چاپېریالي پلانونو تطبیق یې سخت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پلاوي استازو د طالبانو د چاپېریال ساتنې له ادارې سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت، د واخان ملي پارک د ساتنې او د اقلیمي بدلون اړوندو پروګرامونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د واخان ملي پارک چې د افغانستان له مهمو طبیعي زېرمو ګڼل کېږي، د اقلیمي بدلون له امله له تدریجي تخریب سره مخ دی.

د کارپوهانو په باور، که څه هم د نړیوالو بنسټونو تخنیکي مرستې مهمې دي، خو د پراخې مالي او سیاسي همغږۍ نشتوالی د افغانستان د چاپېریالي بحران د حل پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پاتې دی.

افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو یوازې شاوخوا صفر اعشاریه اووه سلنه تولیدوي، خو له دې سره سره د نړیوالو ارزونو له مخې د اقلیمي بدلون له لسو تر ټولو اغیزمنو هېوادونو شمېرل کېږي.

په تېر نومبر کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په برازیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیم نړیوالې غونډې «کوپ ۳۰» ته د افغانستان پر نه بلل کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی، خو کابل ته په رسمي ډول بلنه نه ده ورکړل شوې.

په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو استازو په اذربایجان کې په کوپ ۲۹کې ګډون کړی و، خو یوازې د مېلمنو په توګه بلل شوي وو.

د اقلیمي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو د اقلیم د چوکاټ کنوانسیون (UNFCCC) ددغه محدودیت تر شا اساسي دلیل دا ګڼي، چې له روسیې پرته نور هېوادونه طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني. له بشري حقونو جدي سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک محدودیتونه، د دې انزوا یو مهم عامل بلل کېږي.

طالبان د خپل نه رسمیت له امله ملي اقلیمي ژمنې (NDCs) د پاریس تړون له مخې په رسمي ډول نه شي ثبتولی.

د نړیوالو اقلیمي صندوقونو له لارې هغه پروژې چې د اوبو مدیریت او د طبیعي ناورینونو د خطر کمولو لپاره طرحه شوې وې، د کابل له سقوط وروسته درول شوې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۲۰۱۵ کال د اټکل له مخې، د اقلیمي بدلون د تطبیق او کمولو لپاره شاوخوا ۱۷ میلیارده ډالر (کلني ۱،۷ میلیارده) اړتیا وه، خو د اقلیمي څپو له امله کلني اقتصادي زیانونه نږدې ۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې د شنونکو په باور، دا وضعیت له نړیوالو مرستو پرته د مدیریت وړ نه دی.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۳

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۴

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د اوبلن ګاز د پلورلو «دولتي مرکزونه» پرانېستل

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
طالبانو په کابل کې د اوبلن ګاز د پلورلو «دولتي مرکزونه» پرانېستل
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکو د اسانتیا په موخه یې په کابل ښار کې د اوبلن ګاز د پلورلو دولتي مرکزونه فعال کړي دي.

یادې ادارې د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۳مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د اوبلن ګاز پلورلو دولتي مرکزونه یې د کابل ښار اوسېدونکو د اسانتیا په موخه فعاله کړي.

د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکي کولای شي له یادو دولتي مرکزونو څخه معیاري او باکیفیته اوبلن ګاز په وړ بیه ترلاسه کړي.

طالبانو په یادو دولتي پلورنځیو کې د ګازو د بیې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

جرمنۍ ورځپاڼه: د روسیې او طالبانو تړون اوکراین جګړې ته د جنګیالیو د لېږد لاره برابرولی شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱
جرمنۍ ورځپاڼه: د روسیې او طالبانو تړون اوکراین جګړې ته د جنګیالیو د لېږد لاره برابرولی شي
100%

د روسیې او طالبانو تړون لوېدیزې استخباراتي ادارې اندېښمنې کړې، چې روسیه ممکن د طالبانو له لارې د اوکراین جګړې لپاره د جګړه‌مارو د لېږد زمینه برابره کړي. شنونکي دا د شمالي کوریا له تجربې سره پرتله کوي چې له مسکو سره تر پوځي همکارۍ وروسته یې زرګونه سرتېري اوکراین جګړې ته واستول.

د جرمني ټاګیس څایتونګ (تاز) انلاین ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې د روسیې او د طالبانو ترمنځ پوځي او تخنیکي تړون داسې مهال اعلان شوی چې مسکو هڅه کوي په منځنۍ اسیا او د افغانستان په امنیتي چاپېریال کې خپل ستراتیژیک نفوذ زیات کړي، په داسې حال کې چې لوېدیزې استخباراتي ادارې د دې پرمختګ د احتمالي نظامي پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب د مسکو په یوه نړیوال امنیتي فورم کې سره ولیدل او د پوځي همکاریو رسمي تړون یې لاسلیک کړ. محمد یعقوب د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوی او د دې ډلې پخوانی لوړپوړی نظامي مشر دی.

روسي چارواکو ویلي چې دغه تړون د افغانستان له اوسني حکومت [طالبانو] سره د «بشپړې عملي او ستراتیژیکې همکارۍ» پیل دی، خو دواړو خواوو د تړون دقیق جزئیات نه دي خپاره کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د طالبانو دفاع وزیر د تړون په اړه ویلي، چې د پخوانۍ شوروي اتحاد د وسلو او تجهیزاتو ترمیم رانغاړي.

خو د تړون د محتوا نه افشا کېدو د لوېدیزو استخباراتي ادارو ترمنځ شکونه زیات کړي دي.

د تاز په باور، دوی اندېښنه لري چې روسیه ممکن له طالبانو سره داسې ترتیبات ولري چې د اوکراین جګړې لپاره د جګړه‌مارو د انتقال زمینه برابره کړي.

تحلیلګر دا حالت د شمالي کوریا له تجربې سره پرتله کوي، چې له مسکو سره له پوځي همکارۍ وروسته یې زرګونه سرتېري د اوکراین جګړې ته لېږلي وو.

ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د لویدیزو استخباراتو مشخص ادرس نه دی یاد کړی او نه یې هم دا روښانه کړې، چې د کومو هېوادونو څارګرې ادارې دغه اندېښنه لري.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د تړون له لاسلیکېدو وروسته وویل چې روسیه باید له طالبانو سره اړیکې عادي او پراخې کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور «نه منل کېدونکی» دی.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي چې له افغانستان نه د سختدریځو اسلامپالو د نفوذ خطر شته او دغه لارې د روسیې لپاره امنیتي ګواښ جوړوي.

هغه ویلي چې ځینې وسله‌وال له داعش خراسان ډلې سره یوځای کېږي، چې د منځنۍ اسیا د پخوانیو شوروي جمهوریتونو اتباع او په روسیه کې مېشت کډوال کارګران هم پکې شامل دي.

د روسیې په وینا، د طالبانو رول د داعش خراسان پر ضد مبارزه کې مهم بلل کېږي، ځکه دواړې ډلې په افغانستان کې د یو بل مخالفې دي.

د هند په نوي ډیلي کې دابزرور څیړنیز بنسټ څېړونکی الکسي سخاروف وایي چې طالبان د افغانستان په شمال کې له زیاتېدونکې بې‌ثباتۍ سره مخ دي او د روسیې تخنیکي مرسته لکه د وسلو ترمیم یا محدود پوځي اکمالات ورته مهم کېدای شي.

خو د نیوز یورواسیا ستراتیژیک مرکز شنونکی رسلان سلیمانوف بیا وایي چې د بشپړ نظامي اتحاد احتمال کم دی.

هغه زیاته کړې، « موږ به هېڅکله یو بشپړ پوځي اتحاد یا متقابل دفاعي بلاک ونه وینو».

فوزیه کوفي: مرغان د طالبانو په قانون کې تر افغان ښځو ډېر خوندي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
فوزیه کوفي: مرغان د طالبانو په قانون کې تر افغان ښځو ډېر خوندي دي
100%

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د هغې د کورنۍ درې غړي نیولي او د هغې کور یې هم ضبط کړی. نوموړې وایي، غوښتل یې له اروپایي ډیپلوماتانو د خپلې کورنۍ د خوشې کېدو لپاره مرسته وغواړي، خو خبره شوه چې دې ټولنې طالبان بروکسل ته ورغوښتي.

فوزیې کوفي ګارډین ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې چې په نږدې پنځو کلونو کې په افغانستان کې څه بدلون راغلی چې له طالبانو سره د اړیکو پراخول توجیه کړای شي؟

نوموړې وايي، نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه محرومې دي؛ ښځې له ګڼو مسلکونو او کارونو منع شوې دي او د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده. هغې زیاته کړې، چې ښځې له ټولنیز او اقتصادي ژوند څخه ایستل شوي دي.

کوفي وايي، چې طالبان په دوامداره توګه داسې قوانین تصویبوي چې د ښځو ژوند لا محدودوي.

د هغې په وینا، وروستي مقررات له ښځو سره تبعیض او بې‌عدالتي لا زیاتوي او د حساب ورکونې هېڅ میکانیزم نشته.

هغې د جنسیتي اپارتاید اصطلاح کارولې او غوښتنه یې کړې چې نړیواله ټولنه دا عمل د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني. د نوموړې په باور، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او دولتي تبعیض د اپارتاید یوه بڼه ده.

کوفي د طالبانو د جزايي مقرراتو یوې مادې ته اشاره کوي چې له مخې یې که یو مېړه خپله مېرمن ووهي او د هغې بدن ژوبل شي، سزا یې یوازې ۱۵ ورځې بند ټاکل شوې ده. په ورته وخت کې، د یوې بلې مادې له مخې د مرغانو یا ژویو ځورول تر پنځو میاشتو پورې د بند سزا لري.

هغې له دې پرتلنې داسې پایله اخیستې، چې «په افغانستان کې مرغۍ تر یوې ښځې ښه قانوني خوندیتوب لري».

نوموړې وایي چې افغانستان د ښځو د حقونو له پلوه له ژور بحران سره مخ دی او نړیوال قانون لا هم د داسې سیستماتیک جنسیتي تبعیض د محاسبې لپاره کافي چوکاټ نه لري.

د پخوانۍ ولسي جرګې ددغې غړې په باور، که اروپایي ټولنه د حساب ورکونې او بشري حقونو د شرطونو له مطرح کولو پرته طالبانو ته رسمي ځای ورکړي، نو دا به د طالبانو رژیم ته مشروعیت ورکړي او د ښځو د حقونو د نقض عاملینو ته به د معافیت پیغام واستوي.

کوفي په پای کې له اروپایي هېوادونو غواړي چې د جنسیتي اپارتاید پر ضد قانوني ګامونه واخلي، د نړیوالو قوانینو له لارې د سرغړوونکو د محاسبې زمینه برابره کړي او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: موږ به د افغان ښځو غږ پاتې شو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: موږ به د افغان ښځو غږ پاتې شو
100%

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د «فیمینسټ بهرنۍ پالیسۍ» په اړه په یوه کنفرانس کې له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل: «دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت نه اوریدل کېږي، ان که طالبان په مجرمانه توګه هڅه وکړي چې دغه غږ ډب کړي».

دغه دوه ورځنی کنفرانس د سې‌شنبې په ورځ (د جون په ۲مه) نېټه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مرکز ماډریډ ښار کې د «سولې او ډیموکراسۍ جوړولو» تر شعار لاندې پیل شوی دی.

په دغه غونډه کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو دولتي چارواکي، د نړۍوالو ادارو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس په خپلو خبرو کې وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د «HearUs» په نوم د یوه کنفرانس کوربه وي چې په‌کې په جلاوطنۍ کې مېشتې افغان ښځې او د هغوی ټولنې برخه اخلي.

هغه دا هم وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه نوم باید تل پاتې وي؛ څو د افغان ښځو غږ ډب نه‌شي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې په روانه غونډه کې هم «د افغان ښځو غږ او کړنو» ته ځای ورکړل شوی.

همدارنګه،د نړۍوال مشارکت په برخه کې د فرانسې د دولت وزیرې اېلینور کاروا د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د ښځو د حقونو د نقض تر ټولو څرګندو بېلګو وباله او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نړۍوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغان ښځو د حقونو فعالې او سیاست‌والې فوزیه کوفي «د سولې په بهیر او د ډیموکراسۍ په راتلونکې کې د ښځو رول» تر سرلیک لاندې غونډه کې وینا وکړه. هغې وویل، د ځینو هېوادونو له‌خوا له طالبانو سره د نرمښت او مصلحت پالنې سیاست د دې لامل شوی چې د ښځو د ځپلو او محدودولو توان یې لا زیات شي.

فوزیه کوفي خبرداری ورکړ، اروپایي هېوادونه باید د کډوالو د اېستلو په پلمه داسې کړنو ته مشروعیت ورنه کړي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض (جنسیتي اپارتاید) فرهنګ پیاوړی کوي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه دوه ځانګړې ناستې، یوه د «جنسیتي اپارتایډ» او بله د سولې او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د رول په اړه هم ترسره کېږي. همدارنګه شاوخوا ۱۴۰ د مدني ټولنو بنسټونه او د ښځو د حقونو سازمانونه هم په دغه غونډه کې ګډون لري.

د کنفرانس تنظیموونکو ټینګار کړی، چې تلپاتې سوله او رښتینې ډیموکراسۍ د ښځو له بشپړ ګډون پرته ناشونې ده او د افغان ښځو ملاتړ باید د بشري حقونو او جنسیتي عدالت په برخه کې د نړۍوالو ژمنو یوه مهمه برخه وي.

طالبانو د «نشه‌يي‌توکو د پلور، استعمال، قاچاق او جنایي جرمونو» په تور ۶۲ کسان نیولي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۱
طالبانو د «نشه‌يي‌توکو د پلور، استعمال، قاچاق او جنایي جرمونو» په تور ۶۲ کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي‌ توکو په وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې په ۹ ولایتونو کې یې ۵۰ کسان د «نشه‌يي توکو د پلور، استعمال او قاچاق» په تور نیولي دي. یاد وزارت ویلي، چې ۱۲ نور کسان یې بیا د بېلابېلو «جنايي جرمونو» په تور نیولي‌ دي.

د طالبانو یادې ادراې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کسانو سره ۷ کیلو ګرامه تاریاک، ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لېټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ نشه‌يي ټابلیټونه هم نیول شوي‌ دي.

طالبانو په یوې جلا خبرپانه کې ویلي، چې په فراه، لوګر، غزني، پکتیکا، نیمروز، فراه او بلخ ولایتونو کې یې د «غلا، د وسلو ناقانونه لېږد، د جعلي‌ پیسو اخیستلو، د وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو» په تور ۱۲ کسان نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. طالبانو له ۲۰۲۲کال راهیسې په افغانستان کې د نشه‌‌یي توکو د کښت، تولید، پلور، قاچاق او استعمال پر وړاندي پراخ بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت، د نشه‌یي توکو تولید او راکړه ورکړه منع اعلان کړه او امنیتي او قضایي ادارو ته یې د قانوني اقداماتو سپارښتنه وکړه.

له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو څو ځلې خبرداری ورکړی، چې د نشه‌یي توکو په قاچاق، پلور او استعمال کې ښکېل کسان به ونیول شي. طالبان وایي، چې د دوی د بندیزونو له امله د کوکنارو کښت او د نشه‌یي توکو تولید کم شوی؛ خو ځینې نړۍوالې ادارې ټینګار کوي، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق شبکې، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او د روږدو کسانو ستونزه لاهم د افغانستان لپاره مهمې ننګونې پاتې دي.