• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ ومنله چې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې هغه «لیونی» بللی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې ده چې هغه د لبنان د جګړو په تړاو د یوې ټیلیفوني اړیکې پر مهال، په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوله له ایران سره د روان کړکېچ په اړه خبرې وکړي، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې ویلي، چې هغه «لیونی» دی.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د چارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وپوښتل شو چې ایا رښتیا یې نتنیاهو ته «لیونی» ویلي دي که نه.

ټرمپ وویل: «هو، ما دا ویلي دي. زه به نه وایم چې ډېر قهرجن وم، خو زه لږ خپه شوی وم ځکه هغه په دوامداره توګه له لبنان سره جګړه کوله.»

ټرمپ زیاته کړه چې هغه او نتنیاهو له یو بل سره ډېرې ښې اړیکې لري.

مخکې له دې، اکسیوس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي و چې ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې نتنیاهو ته ویلي: «ته لعنتي لیونی یې، که زه نه وای، ته به په زندان کې وې… زه ستا ملاتړ کوم.»

ټرمپ په خبرې ناسته کې زیاته کړه: «ما ورته وویل، بیبي، موږ باید دا ودروو. موږ باید دا پای ته ورسوو.»

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۳

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۴

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

•
•
•

نور کیسې

قرغیزستان او قزاقستان له افغانستان نه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو د بانډ نیولو خبر ورکړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱
قرغیزستان او قزاقستان له افغانستان نه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو د بانډ نیولو خبر ورکړی
100%

د قزاقستان او قرغیزستان د کورنیو چارو وزارتونو په ګډو عملیاتو کې د قزاقستان په شیمکېنټ ښار کې دوه قزاقستاني وګړي له افغانستان نه د تریاکو د قاچاق په نړۍواله شبکه کې د ښکېلتیا په تور نیولي دي.

د قزاقستان رسنیو د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې له افغان نشه‌يي توکو د نړۍوال بانډ سره تړاو لرونکي نیول شوي کسان د قزاقستان وګړي دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له یادو قاچاقبرانو څخه یې د نشه‌يي توکو د ناقانونه قاچاق او سوداګرۍ په تور تر محاکمې وړاندې لومړنۍ څېړنې پیل کړي دي.

د قزاقستان امنیتي ادارو ویلي، چې پر یادو کسانو د نشه‌يي توکو د نړۍوال بانډ سره د تړاو تور هم دی.

دا لا نه ده، څرګنده چې له یادو کسانو سره په څومره اندازه نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

د راپورنو له‌مخې، د افغانستان تاریاک او نور نشه‌يي توکي د قرغیزستان له لارې تېرېدو وروسته د قزاقستان شیمکېنټ ښار ته رسېږي او دا لاره د افغانستان د نشه‌يي توکو د لېږد په یو مهم دهلیز بدله شوې ده.

روسیې پر اوکراین تورلګولی چې په ډرون برید کې یې ۸ ملکي کسان وژلي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
روسیې پر اوکراین تورلګولی چې په ډرون برید کې یې ۸ ملکي کسان وژلي
100%

روسیې د چارشنبې په ورځ اوکراین تورن کړ چې د ډرون برید په ترڅ کې یې اته ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. مسکو وايي، برید د روسیې تر کنټرول لاندې د ختیځ اوکراین په دونېڅک سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس شوی.

د روسیې له خوا ټاکل شوي د دونېڅک مشر ډینیس پُشیلین ویلي چې ویشتل شوی بس له مسکو څخه دکریمیا سیمفروپول سیمې ته پر لاره و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دا برید د اوکراین له خوا د ملکي وګړو «ښکار» بللی او د دغه وزارت ځانګړي استازي رودیون میروشېنک ویلي چې دا برید د خلکو د وېرولو لپاره شوی دی.

له بلې خوا، روسیې د سې شنبې په ورځ پر اوکراین پراخ ډرون او توغندیز بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې اوکراین ته نور هوايي دفاعي تجهیزات واستوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۱
زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې اوکراین ته نور هوايي دفاعي تجهیزات واستوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتنه کړې، چې د کیف د دفاعي زېرمو د کمښت جبران لپاره دې نور د پيټریوټ توغندیز دفاعي سیسټمونه ورواستوي. هغه ویلي، چې روسیې په یوه شپه پر اوکراین ۷۳ توغندي او له ۶۰۰ ډېر ډرونونه توغولي دي.

زېلېنسکي زیاته کړې، که اوکراین د بالستیک توغندیو او نورو بریدونو پر وړاندې خوندي نه‌شي؛ نو دغه بریدونه به دوام ومومي. روسیې د سې‌شنبې په سهار (د غبرګولي ۱۲مه) پر اوکراین د سلګونه ډرونونو او لسګونه توغندیو پرمټ درانه بریدونه کړي.
د اوکراین د رسمي سرچینو په وینا؛ په دغه بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. دغه بریدونه د کیف او ډنیپرو په ګډون پر لویوګڼ مېشتو ښارونو متمرکز وو.
یاد بریدونه وروسته له هغه شوي، چې روسیې د اوکراین د پلازمینې پر وړاندې د «منظمو» بریدونو خبرداری ورکړ. روسیې تیره میاشت خبرداری ورکړ، چې د یاد هېواد تر کنټرول لاندې د لوهانسک سیمې پر یوې لیلیې تر ډرون برید وروسته به پر کیف خپل بریدونه زیات کړي.
کیف د یادې لیلیې په نښه کول رد کړي دي. د سې‌شنبې په سهار پر کیف د روسیې بریدونه په تېره یوه میاشت کې پر یاد ښار درېیم لوی برید بلل کېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ توغندیز او هوايي بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې درېدلې دي. ورته مهال د جګړې په ډګر کې د روسیې پرمختګونه ورو شوي او اوکراین د روسي تېلو پر تصفیه‌خونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

زېلېنسکي تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانګرس ته په یوه لیک کې د هوايي دفاعي سیسټمونو غوښتنه وکړه. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر انډري سیبیها د دغه هېواد له شریکانو غوښتي، چې له اوکراین سره د مرستې لپاره «کلک ګامونه» واخلي، پر روسیې فشار زیات کړي او د سختو بندیزونو او ډېر پوځي ملاتړ غوښتنه یې کړې.

سينټکام: د ايران له لوري په کويت او بحرين توغول شوي توغندي شنډ شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
سينټکام: د ايران له لوري په کويت او بحرين توغول شوي توغندي شنډ شوي
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سينټکام) ويلي، امریکایي ځواکونو د جون پر دويمه په منځني ختیځ کې د ايران د بریدونو په غبرګون کې، څو بالستیک توغندي او ډرون الوتکې په بریالیتوب سره له منځه وړي او د قشم په ټاپو کې یې د ځان په دفاع کې بریدونه ترسره کړي.

سينټکام په اېکس خواله رسنۍ په خپله پاڼه وويل، ايران د سیمې د ګاونډیو هېوادونو په لور څو بالستیک توغندي وتوغول؛ خو ټول د خپلو ټاکل شویو موخو په ویشتلو کې پاتې راغلل.

د سينټکام له مخې، دوه توغندي چې د کویت په لور توغول شوي، او درې نور توغندي چې د بحرین په لور توغول شوي وو، سمدستي د امریکا او بحرین د هوایي دفاعي ځواکونو لخوا په لاره کې ونیول شول.

همداراز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ زياته کړه، ځواکونو درې یو لوري ته تلونکي بریدګر ډرون چې له ايران لخوا د ملکي بېړيو چلوونکو په لور توغول شوي وو او په قانوني توګه له سیمه‌ییزو اوبو څخه د تېرېدو په حال کې وو، راوغورځول شو.

سينټکام وويل، امریکایي ځواکونو همدارنګه د قشم په ټاپو کې د ايران د پوځ پر یوې ځمکنۍ کنټرول خونې باندې ځان دفاعي بریدونه ترسره کړل او هېڅ امریکایي پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی.

د سنټکام لخوا زياته شوه، ځواکونه یې د روان اوربند په جریان کې د ايران د هر ډول بې ځایه تیري په وړاندې هوښیار او دفاع ته چمتو دي.

سينټکام د سپاه پاسداران هغه ادعا هم ناسمه وبلله چې په بحرین کې د امریکا پر مرکز او په سیمه کې د امریکا پر یوې هوایي اډې یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

په کانګو کې ۴۸کسان د ایبولا ناروغۍ له امله مړه شوي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
په کانګو کې ۴۸کسان د ایبولا ناروغۍ له امله مړه شوي دي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې د دې ناروغۍ ۳۲۱ تایید شوې او ۱۱۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. د دې سازمان د شمېرو له مخې، تر اوسه ۴۸ کسان له دې وبا څخه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ویلي چې په یوګانډا کې تر دې دمه د ایبولا ویروس نهه مثبتې پېښې تایید شوې وې، خو د یوګانډا د روغتیا وزارت وروسته د شپږو نویو پېښو د ثبت خبر ورکړ، چې له امله یې په دغه هېواد کې د تایید شویو ناروغانو ټول شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

د یوګانډا د روغتیا وزارت په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوې پېښې د هغو کسانو ترمنځ موندل شوې دي چې له ناروغانو سره یې نږدې اړیکې لرلې.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي وو چې په کانګو کې د ایبولا د «بونډیبوګیو» ډول ۹۰۶ شکمنې پېښې تر څېړنې لاندې دي، چې په هغو کې د ۲۲۳ شکمنو مړینو راپورونه هم شامل وو.

وروسته له هغې، د افریقا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونه مشر په هغه یادښت کې چې د یکشنبې په ورځ د فایننشل ټایمز ورځپاڼې خپور کړی و، وویل چې له ۱۱۰۰ څخه زیاتې شکمنې پېښې تر ارزونې لاندې دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ویاند ویلي چې د لا زیاتو څېړنو او ارزونو وروسته د شکمنو پېښو شمېر د پام وړ راکم شوی دی.

د هغه په وینا، ګڼ شمېر هغه پېښې چې شکمنې بلل کېدې، د لابراتواري ازموینو او طبي ارزونو وروسته له نوملړه ایستل شوې دي، ځکه څرګنده شوې چې ناروغان په نورو ناروغیو اخته وو یا یې یوازې محدودې نښې لرلې.

هغه زیاته کړه چې د شکمنو پېښو شمېر ښايي د روانو ازموینو او څېړنو له دوام سره بیا هم بدلون ومومي.