ډونالډ ټرمپ: ښايي له مجتبی خامنهيي سره ووینم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د اوربند غځولو په اړه په روانو خبرو کې مجتبی خامنهیي مهم رول لري او وروستۍ پرېکړه هغه تاییدوي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «احتمال شته چې په یوه مناسب وخت کې له مجتبی خامنهیي سره هم ووینم».
ټرمپ د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، په یوه پادکاسټي مرکه کې وویل چې مجتبی خامنهیي د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو له مهمو اغېزناکو کسانو څخه دی.
ټرمپ د دغو خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو د هغه څرګندونې داسې مهال دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او پوځي نښتو له پای ته رسېدو وروسته د اوربند د دوام او د دواړو لوریو د اړیکو د راتلونکې په اړه بحثونه روان دي.
