• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ د پاکستان سوداګري له ۱.۴ مېلیارد ډالرو ډېره زیانمنه شوې ده

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د پاکستان حکومت وایي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د سمندري لارو د ګډوډېدو له کبله دغه هېواد په سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې له ۱.۴ مېلیارد ډالرو ډېر زیان لیدلی دی.

پاکستاني چارواکو دغه شمېرې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سوداګرۍ کمېټې ته وړاندې کړې او خبرداری یې ورکړی، چې دواړه ناورينونو د صادراتو او د ټرانزیټ عوایدو لړۍ سخته اغېزمنه کړې ده.
د راپور له مخې؛ له افغانستان سره د لارو تر تړل پاتې کېدو وروسته صادرات له ۸۱۸ مېلیون ډالرو ۸۵ مېلیون ډالرو ته راټیټ شوي او تر ۷زره او ۵۰۰ زیات کانټینرونه بند پاتې شوي دي. همدارنګه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د ټرانزیټ عواید هم په بشپړه توګه درېدلي دي.
چارواکي وایي، یوازې د افغانستان لارې تړل پاتې کېدو پاکستان ته شاوخوا ۸۰۵ مېلیون ډالره زیان اړولی دی.
ورته مهال د فارس خلیج د لارو ګډوډۍ له امله چې له سیمه‌ییزو کړکېچونو سره تړاو لري، د پاکستان د صادراتو لړۍ هم اغېزمنه کړې ده. پاکستاني چارواکي خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو یوازې په خلیجي بازارونو کې به د پاکستان صادرات سلګونه مېلیون ډالره کم شي.
د پاکستان حکومت ویلي، چې د دغه زیان د کمولو لپاره یې د بدیلو لارو کارول، د هوايي بار وړلو زیاتول او د ایران او منځنۍ اسیا له لارې د ټرانزیټ هڅې پیل کړې دي. دغه راپور داسې مهال خپرېږي، چې دامهال د سیمې سوداګریزې لارې د سیاسي او امنیتي کړکېچونو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري