په چین کې د هند سفیر د طالبانو له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

په چین کې د هند سفیر ویکرام دورایسوامي د طالبانو له سفیر اسدالله بلال کریمي سره لیدلي. په بیجنګ کې د هند سفارت پر خپل اېکس لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ګډو ګټو په برخو کې د همکارۍ د لا پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
