• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایۍ سیاستواله: د طالبانو ځای په اروپايي ټولنه کې نه، بلکې د جرمونو نړیوالې محکمه کې دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د اروپا په پارلمان کې له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مشرې راکل ګارسیا هرمیدا وندر‌وال بروکسل ته د طالب استازو د احتمالي بلنې په اړه سختې نیوکې کړي او د ښځو پر وړاندې یې د دې ډلې تګلاره یې «جنسیتي اپارتاید» او د بشریت ضد جنایت بللی دی.

هغې ټینګار وکړ، چې د طالبانو غړي باید د اروپايي ټولنې له هر کلي سره مخ نه‌شي، بلکې ونیول شي او د جرمونو نړیوالې جزایي محکمې ته وسپارل شي.

وندر‌وال له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې اروپايي ټولنه طالبانو ته هېڅ ډول مشروعیت نه‌ورکوي او په اوسنیو شرایطو کې له دې ډلې سره د رسمي تعامل لپاره هېڅ زمینه نه‌شته.

هغې زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل لپاره پنځه اساسي معیارونه لري، خو د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له دغو معیارونو څخه یو هم نه دی رعایت شوی.

هغې همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې باید د اروپايي ټولنې د رسمي سیاست او د ځینو دولتونو د خپلواکو تګلارو ترمنځ توپیر وشي.

په وروستیو میاشتو کې جرمني د طالبانو استازي په برلین او بن ښارونو کې منلي او د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې یې له دې ډلې سره همکاري کړې ده. ناروې هم تر دې وړاندې په اوسلو کې د طالبانو د پلاوو کوربه‌توب کړی وو.

د طالبانو د عادي کولو په اړه خبرداری

دې هسپانوۍ سیاستوالې بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې احتمال «ډېر خطرناک» وباله او ویې ویل: «طالبانو ته بلنه ورکول دا پیغام رسوي، چې د دې ډلې کړنې د منلو وړ دي. دا ډول اقدام به د طالبانو د عادي کولو او مشروع ښودلو په معنا وي او د اروپا پارلمان به ورسره مخالفت وکړي».

هغې د اروپايي کمېسیون هغه استدلال هم رد کړ، چې وایي د افغان کډوالو د اېستلو په اړه باید له طالبانو سره خبرې وشي.

د نوموړې په وینا، له داسې ډلې سره خبرې اترې نه‌شي کېدای چې خپله د افغانستان د خلکو د پراخې کډوالۍ له اصلي لاملونو څخه دي.

د طالب مشرانو د عدلي تعقیب غوښتنه

وندر‌وال د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلاره د «جنسیتي اپارتاید» څرګنده بېلګه وبلله. نوموړې زیاته کړه، چې هڅې روانې دي څو دغه مفهوم د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغې وویل: «د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندل کېدل کولای شي د طالبانو د غړو پر سفرونو محدودیتونه ولګوي او د دې ډلې د مشرانو پر ضد د نیولو په تړاو د نړیوالو حکمونو د صادرېدو زمینه لا پراخه کړي».

د اروپا پارلمان له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مشرې زیاته کړه، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید د طالبانو هر هغه غړی ونیسي، چې اروپايي خاورې ته داخلېږي او وروسته یې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپاري.

هغې د خپلو څرګندونو په پای کې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو فشارونو او بندیزونو د لا زیاتېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو لا ډېر فشار وارد کړي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ایټالیا وغوښتل چې د درې افغان کډوالو د سوځولو پېښه په شفاف ډول وڅیړي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۱
طالبانو له ایټالیا وغوښتل چې د درې افغان کډوالو د سوځولو پېښه په شفاف ډول وڅیړي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د درې افغان کډوالو د سوځولو د پېښې په اړه له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې د دې پېښې هر اړخیزه، شفافه او عادلانه څېړنه وکړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه وزارت د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادو افغان کډوالو وژنه «جنایي او ظالمانه برید» بللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه «زړه بوږنوونکې او غیرانساني» بللې او په سختو ټکو یې غندلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې ایټالیايي چارواکي باید د پېښې د څرنګوالي د روښانولو ترڅنګ د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د خوندي کولو او د عدالت د تامین لپاره لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو حکومت په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، امنیت، عزت او اساسي حقونو د خوندیتوب پر اړتیا هم ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اغېزناک تدابیر ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې په موټر کې د دریو افغان او یوه پاکستاني کارګرانو د ژوندي سوځولو له پېښې یوازیني ژغورل شوي افغان ویلي، چې د کار څښتن د پېسو غوښتلو له امله اور ور اچولی.

افغان کډوال تاج محمد علمیار د ایټالیا ملي تلویزیون ته ویلي، چې له دوو پاکستانیانو سره یې د لاسباړې نه ورکولو پر سر ناندرۍ رامنځته شوې وې. نوموړي ویلي، چې له دوو پاکستانیانو سره هره ورځ د کار لپاره تلل او یادو کسانو له یوې میاشتې راهیسې نوموړي او د ده نورو ملګرو ته معاشونه نه وو ورکړي.

تاج محمد علمیار وايي، کله چې دوی له کاره بېرته را ګرځېدل د تېلو په یوه پمپ کې ودرېدل، د کار د څښتنانو له ډلې یوه پر موټر پټرول وشیندل او بل کس د موټر د شا دروازې بندې کړې او موټر ته یې اور واچاوه.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو له کانونو ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو له کانونو ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي
100%

په شمال کې د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکت مسوولینو ویلي، چې په ۱۴۰۴ کال کې یې په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو له کانونو څخه شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په شمال کې د ډبرو سکرو د دولتي شرکت رییس عبدالله حامد د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په شمال کې د ډبرو سکرو کانونه د افغانستان د عواید لپاره غوره سرچینه ده.

نوموړي ویلي، چې په تېرکال کې یې د ډبرو سکرو له کانونو څخه شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د طالبانو د معلوماتو له‌مخې، په شمالي ولایتونو کې ډبرو سکرو ۱۲۰۰ فعال کانونه دي او هره ورځ ترې سلګونه ټنه د ډبرو سکاره ترلاسه کېږي.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې، چې د ډبرو سکرو یاد کانونه یې کورنیو پانګوالو او که بهرنیو پانګوالو ته په واک کې ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د ډبرو سکرو په ګډون ګڼ کانونه یې په ډېره ټیټه بیه قرارداد کړي او لوړپوړي طالب چارواکي د کانونو په استخراج کې په فساد تورنوي.

د بغلان ـ کندوز لار د سېلابونو له امله تړل شوې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۱
د بغلان ـ کندوز لار د سېلابونو له امله تړل شوې
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په بغلان کې د سېلابونو له امله د بغلان ـ کندوز لار د پُل چارشنبې تپې په سیمه کې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزات ویاند محمد اشرف حقشناس پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د چارشنبې په ورځ د بغلان په ځینو سیمو کې سېلابونه راووتل چې له امله یې د پلخمري ـ دوشي او نهرین ـ برقه لارې د نن ورځې په اوږدو کې د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وې.

د نوموړي په خبره چې د پلخمري ـ دوشي لاره بېرته د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوې، خو د نهرین ـ برقه او بغلان – کندوز لارې لا هم د هر دول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

په ورته مهال د طالبانو د پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله د یو شمېر کورونو د ویجاړیدو خبر هم ورکړی دی.

نتنیاهو: د ایران له خلکو سره باید د رژیم په نسکورولو کې مرسته وشي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۱
نتنیاهو: د ایران له خلکو سره باید د رژیم په نسکورولو کې مرسته وشي
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د ایران د حکومت د سقوط د کره نېټې وړاندوینه شونې نه ده، خو د هغه په وینا، د دغه رژیم دننه شته درزونه ورځ تر بلې پراخېږي او په پایله کې د حکومت د سقوط لامل کېدای شي.

نتنیاهو له سي‌اېن‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې وویل چې د تاریخ په اوږدو کې د ځینو حکومتونو سقوط له مخکې نه و اټکل شوی.

هغه د رومانیا د کمونیستي رژیم او د برلین د دیوال د نړېدو بېلګې یادې کړې او ویې ویل چې دغه بدلونونه د هغو پټو ستونزو او اختلافاتو پایله وو چې د نظامونو په دننه کې مخ په زیاتېدو وو.

د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړه چې اوس مهال هم د ایران په حکومت کې ژور اختلافات او درزونه موجود دي، خو دا نه شي اټکل کېدای چې دا وضعیت به کله د لوی سیاسي بدلون لامل شي.

هغه وویل: «باور لرم چې دا درزونه به په پای کې نور هم پراخ شي او رژیم به سقوط وکړي او موږ به د دې لپاره خپله ټوله هڅه وکړو».

نتنیاهو همداراز وویل چې باید د ایران له خلکو سره مرسته وشي څو هغه څه چې نوموړي «کمزوری شوی رژیم» وباله، نسکور کړي. هغه ټینګار وکړ چې د اسراییل دریځ په دې برخه کې نه دی بدل شوی، خو زیاته یې کړه چې د داسې بدلون د رامنځته کېدو وخت د اسراییل په خوښه نه ټاکل کېږي.

د بېلاروس دفاع وزیر: د طالبانو او پاکستان شخړې له امله ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ننوتلی شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
د بېلاروس دفاع وزیر: د طالبانو او پاکستان شخړې له امله ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ننوتلی شي
100%

د بېلاروس د دفاع وزیر ویکتور خرینین په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو او او جګړو له امله ښايي ترهګري ډلې د منځنۍ اسیا هېواددونو ته ننوځي.

د بېلاروس د دفاع وزیر ویکتور خرینین د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غوڼده کې ویلي، چې په ایران کې د وروستي رامنځته شوي وضعیت له امله په منځنۍ اسیا کې خطرونه پیدا شوي دي.

نوموړي په ځانګړې توګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې ته اشاره کړې ده او وايي، چې ښايي د یادې شخړې له امله یو لوی بشري بحران او د کډوالۍ سیلابونه رامنځته شي.

د بېلاروس د دفاع وزیر زیاته کړې، چې ښايي د همدې شخړې له امله ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ننوځي او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونو سیمې به په نښه کړي.

نوموړي د یادو احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ پر لا نږدې امننیتي او پوځي همکاریو ټینګار کړی دی.