• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بولټن د محرمو اسنادو په قضیه کې څه باندې دوه میلیونه ډالره جریمې ورکولو ته چمتو شوی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۱

جان بولټن، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مخکښو منتقدانو څخه دی او پخوا یې د هغه د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې، د محرمو اسنادو د ناسم مدیریت اړوند تورونو د هواري لپاره به ۲،۲۵ میلیونه ډالره جریمه ورکړي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې بولټن د دې قضیې د حل په موخه له اړوندو تورونو سره د جوړجاړي لپاره د یادې جریمې ورکولو ته چمتو شوی دی.

بولټن به د جون په ۲۶مه د محکمې په غونډه کې د محرمو معلوماتو د ساتلو اړوند یوه تور په تړاو پر جرم اعتراف وکړي.

پر بولټن تور دی چې د یوه کتاب د لیکلو پر مهال یې خپلو دوو خپلوانو ته حساس معلومات ورکړي وو، څو ښايي په کتاب کې ترې ګټه واخیستل شي. په دغو معلوماتو کې د استخباراتي غونډو یادښتونه او د لوړپوړو حکومتي چارواکو او بهرنیو مشرانو د لیدنو کتنو یادښتونه شامل وو. هغه تېر کال په ۱۸ جنايي تورونو کې ځان بې‌ګناه بللی و.

بولټن د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وه، خو وروسته د ټرمپ له تر ټولو سختو منتقدانو څخه شو. نوموړي په خپلو خاطراتو کې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره نامناسب کس بللی و.

یوې بلې سرچینې، ویلي چې د جرم منلو په تړون کې د بولټن د کتاب په تړاو د ناسم عمل ادعا نه ده شوې، خو بولټن منلې چې یوه تېروتنه یې کړې وه.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴

قرغیزستان او قزاقستان له افغانستان نه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو د بانډ نیولو خبر ورکړی

۵

ټرمپ ومنله چې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې هغه «لیونی» بللی

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل سترې محکمې له فلسطیني بندیانو سره د سره صلیب پر لیدنو د بندیز لرې کولو امر کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۵ GMT+۱
د اسراییل سترې محکمې له فلسطیني بندیانو سره د سره صلیب پر لیدنو د بندیز لرې کولو امر کړی
100%

د اسراییل سترې محکمې پرېکړه کړې چې تل ابیب باید سره صلیب ته اجازه ور کړي، چې له فلسطیني بندیانو سره وګوري. د سره صلیب ویاند پاتریک ګریفیتس ویلي چې دوی د محکمې پرېکړه مني او چمتو دي چې د بندیانو د لیدنو لړۍ بېرته پیل کړي.

دا بندیز د دې لامل شوی و چې د فلسطیني بندیانو د حالت خپلواکه څارنه محدوده شي، په داسې حال کې چې راپورونه د دوی پر وړاندې د سیستماتیک بد چلند، لوږې او د طبي خدماتو د نه برابرولو ادعاوې کوي.

دغه پرېکړه د چارشنبې په شپه صادره شوې او د اسراییلي زندانونو او پوځي توقیف ځایونو ټول بندیان پکې شامل دي.

د اسراییل د زندان ادارې، د لومړي وزیر دفتر او پوځ تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

محکمې ویلي چې پر سره صلیب له بندیانو سره د لیدنو بندیز د اسراییلي قانون او نړیوالو بشري قوانینو له مخې قانوني بنسټ نه لري.

دغه بندیز د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسراییل د حماس له برید وروسته لګول شوی و.

په فرانکفورت هوايي ډګر کې پر ځمکه د الوتکې د پوزې لګېدو له امله څو تنه ټپیان شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱
په فرانکفورت هوايي ډګر کې پر ځمکه د الوتکې د پوزې لګېدو له امله څو تنه ټپیان شوي
100%

د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت هوايي ډګر کې پرځمکه د بوینګ ۷۸۷ مسافر وړونکې الوتکې د پوزې لګېدو او ماتېدو له امله څو تنه ټپیان شوي.

د شرکت ویاند ویلي چې تر دې مهاله مسافر الوتکې ته نه وو ختلي، خو د الوتکې دننه عمله او د ځمکنیو خدماتو کارکوونکي موجود وو. د پېښې له امله څو کسان ټپیان شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

د پېښې پر مهال د ژغورنې او بېړنیو خدماتو ګڼ شمېر موټر د الوتکې شاوخوا لیدل شوي او د الوتکې پوزه لاندې پرځمکه لګېدلې ده.

لوفتهانزا ویلي چې د پېښې د کره لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.

فرانسوي جنګي الوتکو په بالتیک کې د یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۱ ځله روسۍ الوتکې تعقیب کړې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱
فرانسوي جنګي الوتکو په بالتیک کې د یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۱ ځله روسۍ الوتکې تعقیب کړې
100%

د ناټو د بالتیک د فضاڅارنې ماموریت په اډانه کې فرانسوۍ جنګي الوتکې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د روسۍ الوتکو د څارنې په موخه ۱۱ ځله الوتې دي. د فرانسې د وسله‌والو ځواکونو ویاند دغه شمېر د معمول په پرتله د «پاروونکو اقداماتو» لوړه کچه بللې ده.

د بالتیک د هوايي څارنې ماموریت د استونیا، لاتویا او لیتوانیا هوايي حریم ساتي.

ناټو په نوبتي ډول خپلې جنګي الوتکې دغو هېوادونو ته استوي، ځکه هغوی په بشپړ ډول د خپل هوايي حریم د ساتنې وړتیا نه لري.

د فرانسې د پوځ ویاند ګیوم ورنېت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې د فرانسې هغه پوځي واحد چې د بالتیک د فضاڅارنې لپاره ځای پر ځای شوی، څو ځله هغه روسي پوځي الوتکې تعقیب کړې چې نه یې د الوتنې پلان درلود او نه یې راډیويي اړیکه ساتله.

د هغه په وینا، په دغو الوتکو کې وسله‌والې جنګي الوتکې، استخباراتي الوتکې او ترانسپورتي الوتکې شاملې وې.

په جنوبي کوریا کې ټاکنې؛ واکمن ګوند په سیمه‌ییزو ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
په جنوبي کوریا کې ټاکنې؛ واکمن ګوند په سیمه‌ییزو ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي
100%

د جنوبي کوریا د ولسمشر لی جې-میونګ واکمن ډیموکراټیک ګوند د سیمه‌ییزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د اکثریت څوکۍ ګټلې دي، خو په ورته وخت کې د پلازمېنې سیول ښاروالۍ د مهمې څوکۍ د بایللو له ګواښ سره مخ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د رایو د لومړنیو شمېرنو پایلې ښيي چې ډیموکراټیک ګوند په عمومي ډول په سیمه‌ییزو ټاکنو کې قوي بریا ترلاسه کړې، خو د سیول ښاروالۍ سیالي لا هم تر سختې لانجې لاندې ده.

په سیول کې د اپوزیسیون د خلکو ځواک ګونداوسنی ښاروال او سې-هون د بریا نږدې اعلان شوی، او ویل کېږي چې هغه د ډیموکراټیک ګوند له سیال چونګ وون-او څخه په ډېر لږ توپیر مخکې دی.

د راپور له مخې، د رای پاڼو د کمښت په اړه د رامنځته شوې لانجې له امله د سیول ښاروالۍ سیالي تر ټولو مهمه او حساسه برخه ګڼل کېږي، چې پایلې یې لا هم نهایي شوې نه دي.

د ټاکنو شنونکي وايي که څه هم د ولسمشر د ګوند بریا په سیمه‌ییزو ټاکنو کې د هغه د سیاسي نفوذ د پیاوړتیا نښه ده، خو د سیول ښاروالۍ له لاسه ورکول کولی شي د واکمن ګوند لپاره مهم سیاسي او سمبولیک زیان وي.

ټاکل شوې چې د رایو وروستۍ شمېرنې او رسمي پایلې په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي.

امریکا د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړې اعلان وکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
امریکا د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړې اعلان وکړ
100%

د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی، چې لبنان او اسراییل د اوربند پر یوه هوکړه سلا شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اعلان شوی دی.

د راپور له مخې، دا هوکړه په واشنګټن کې له ترسره شویو ډیپلوماتیکو خبرو اترو وروسته شوې او موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي او سرحدي نښتو کمول دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغه اوربند د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده. خو تر اوسه د هوکړې د شرایطو او عملي میکانیزمونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ سرحدي ترینګلتیا او پراخې نښتې زیاتې شوې وې. د دواړو لورو ترمنځ د راکټي بریدونو او پوځي عملیاتو له امله د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې وې.

شنونکي باور لري چې که دا اوربند په عملي ډول پلی شي، کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمېدو او د سیمې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

تر اوسه د لبنان او اسراییل چارواکو د اوربند د هوکړې د جزییاتو په اړه جلا څرګندونې نه دي کړې، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د دې هوکړې د عملي کېدو څرنګوالي په اړه نور معلومات هم خپاره شي.