• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: د نجونو پر زده‌کړو لګېدلو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار دوامداره محدودیتونو د افغانستان په ناخالص کورني تولید کې د ۰.۵ سلنه کمښت لامل شوی دی.

د یونېسف د ستراتیژۍ او شواهدو دفتر له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، دغه محدودیتونو د هېواد بشري سرچینې کمزورې کړې دي. په راپور کې راغلي، د دغه محدودیتونو دوام هرکال د نجونو یوه نوې ډله کاري ځواک ته له ننوتلو محروموي چې د افغانستان لپاره پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري.
یونېسف د فوربس وېب‌پاڼې په یوې مقاله کې خبرداری ورکړی، چې د دغه وضعیت دوام کولی شي د ماشومانو روغتیا هم اغېزمنه کړي. د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې له زده‌کړو د مېندو بې‌برخې کېدل د ماشومانو پر ودې، د واکسینونو د پوښښ کمښت او د زېږون دمخه د پاملرنې کمښت لامل کېږي.
په راپور کې راغلي، که د ښځو د زده‌کړو او کار کچه پراخه شي؛ نو د افغانستان اقتصادي وده به په کال کې ۰.۵ سلنه زیاته شي. د ملګرو ملتونو یاده اداره وايي، چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له پیل راهیسې په افغانستان کې هیڅ نجلۍ له شپږم پورته ټولګي ته نه‌ده تللې.
د راپور له مخې؛ تر اوسه پورې شاوخوا یو مېلیون نجونې په مستقیم ډول له دغه بندیز څخه اغېزمنې شوې دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، که دغه بندیز دوام وکړي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به دوه مېلیونه نجونې د لېسې دورې کچې له زده‌کړو بې‌برخې شي.
په راپور کې راغلي، چې په راتلونکو ۳۵ کلونو کې به شاوخوا ۶۰۰زره ماهرې ښځې د افغانستان له کاري ځواک بهر شي. یونېسف دا هم ویلي، چې د افغانستان له ۱۲۹ پوهنتونونو ۴۰ یې د عوایدو له کمښت او د زده‌کړیالانو او استادانو، په ځانګړې توګه د ښځینه زده‌کړیالانو او استادانو د شمېر له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې؛ دوه مهم سکتورونه چې ښځې په‌کې لاهم د کار کولو اجازه لري؛ د ښوونې او روغتیایي پاملرنې برخې دي. خو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله په راتلونکي کې به د ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو شمېر خورا کم شي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه؛ لومړۍ وزیرې د څېړنو او عدالت د پلي کېدو خبر ورکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه؛ لومړۍ وزیرې د څېړنو او عدالت د پلي کېدو خبر ورکړ
100%

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني په دې هېواد کې د درېیو افغان پناه‌غوښتونکو او یوه پاکستاني وګړي د ژوندي سوځول کېدو په غبرګون کې ویلي چې دغه «وېروونکي جنایت» سخت ټکان ورکړی او حکومت به یې عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري.

هغې ویلي چې د دې پېښې شکمن کسان نیول شوي او دا اقدام د حقیقت د روښانېدو او د عدالت د تامین په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

ملوني د دوسیې پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او ویې ویل: «په کالابریا کې د څلورو کرنیزو کارګرانو وحشیانه وژنې موږ ټول سخت حیران او خواشیني کړي یو. ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي».

د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه چې د دې جنایت د ټولو اړخونو روښانول او عاملانو ته سزا ورکول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغې وویل چې د جنايي پلټونکو له خوا راټول شوي شواهد او اسناد، د پېښې د ځای د امنیتي کمرې د انځورونو په ګډون، د تورنو کسانو د پېژندلو او نیولو لامل شوي دي.

د قضیې مسئول څارنوال الیساندرو دآلسیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د خپل ۳۰ کلن کاري ژوند په اوږدو کې مې هېڅکله دومره بې‌رحمي او قساوت نه دی لیدلی».

د ایټالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت د آمندولارا ښار په سیمه کې رامنځته شوې ده. قربانیان څلور تنه کډوال کارګران وو او هویتونه یې هم تثبیت شوي دي.

په قربانیانو کې درې افغان پناه‌غوښتونکي شامل دي چې امین افضل خوګیاڼی (۲۸ کلن)، صفي ایجاد (۲۷ کلن) او عصمت‌الله قائمي (۱۹ کلن) و. څلورم قرباني ۲۹ کلن پاکستانی وګړی وسیم خان و. ټول دغه کسان د کرنې په برخه کې په کار بوخت وو.

راپورونه ښيي چې دوه ۳۲ کلن پاکستانیان، چې د کډوالو کارګرانو د استثمار په تور تورن دي، د هغه موټر دروازې چې کارګران پکې سپاره وو، قلف کړې، پرې یې پټرول شیندلي او وروسته یې موټر اور ته اچولی دی. د څلورو قربانیانو سوځېدلي جسدونه وروسته د تېلو د یوه پمپ ترڅنګ د هماغه موټر دننه وموندل شول.

د دې پېښې جزییات تاج‌محمد، هغه افغان پناه‌غوښتونکي رسنیو ته بیان کړي چې له دې پېښې ژوندی ژغورل شوی دی. هغه ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو سره یې ځان د اور له لمبو څخه راویستلی او تښتېدلی دی.

د نوموړي په وینا، کارګرانو تر یوې میاشتې زیات معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به هغوی د چړو او وسلو په زور کار ته اړ ایستل. هغه دا ادعا هم کړې چې یاد کسان د یوې داسې شبکې برخه دي چې له کډوالو کارګرانو ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کارګرانو د رسمي قرارداد له نشتوالي او د استثماري شرایطو له امله د کار دوام ته غاړه کېنښوده.

د اته ساعته کار په بدل کې ۴۵ یورو

په ایټالیا کې د کډوالو د کار ځواک استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې کله ناکله مرګونې پایلې هم لري. د «پلاچیدو ریزوتو څار بنسټ» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ سلنه کرنیز کارګران په غیرقانوني او غیررسمي ډول په کار بوخت وو.

دې پېښې یو ځل بیا په ایټالیا کې د «کاپورالاتو» په نوم نظام ته پام رااړولی دی؛ هغه سیستم چې پکې دلالان او ناقانونه شبکې، په ځانګړې توګه د ایټالیا په سوېلي سیمو کې، د کډوالو له کاري ځواک څخه ناوړه ګټه اخلي.

د ایټالیا د کارګرانو ټولنه وایي چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زرو زیات کډوال کارګران له قانوني اسنادو پرته کار کوي او د قانوني ملاتړ د نشتوالي له امله د استثمار، تاوتریخوالي او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو بنسټونو هم له جورجیا ملوني حکومت څخه غوښتي چې د ورته پېښو له رامنځته کېدو وروسته یوازې لنډمهالي اقدامات ونه کړي، بلکې د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره جدي او دوامدار ګامونه پورته کړي.

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۱
متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له هغو شاوخوا ۵۰ هېوادونو سره له ۲۰ کلنې جګړې وروسته دا تمه نه‌لري، چې اوس پر دوی «ګلان» وشیندي. هغه زیاته کړه، په سیمه کې له یوه هېواد پرته په نورو ټولو کې سفارتونه لري او په وینا یې: «که څوک ورسره اړیکې نه‌غواړي هغه د هغوی کار دی».

امیرخان متقي د کابل په یوې دیني مدرسه کې زده‌کوونکو ته په خپله وینا کې د زده‌کوونکو پر ویښتیا له ټينګار سربېره هغو ته په خطاب کې وویل: «تاسې باید همېشه داسې ویښ او بیداره واوسئ چې د دنیا له حالاتو باخبره واوسئ، څو ایندې ته اماده‌ګي ولرئ، څو بیا ورسره سمه مقابله وکړای شئ».

متقي وویل، سره له دې چې له هغو شاوخوا پنځوسو هېوادونو چې ورسره ۲۰ کاله جنګېدلي تمه نه‌لري، خو بیا یې هم خپل بهرنی سیاست بریالی وباله او زیاته یې کړه: «له دنیا سره، سره له دې چې ۲۰ کاله له شاوخوا ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو، نن باید توقع ونه‌کړو چې هغه هېوادونه دې پر موږ ګلان وشیندي، خو با وجود له دې هم په سیمه کې یوازې یو هېواد پاتې دی چې هلته موږ سفارت نه‌لرو».

هغه د دغه هېواد نوم وانخیست، خو د افغانستان په شمال او په منځنۍ اسیا کې تاجکستان یوازنی هېواد دی، چې په‌کې د افغانستان سفارت د تېر جمهوري نظام د سفیر له لوري اداره کېږي او تاجکستان هم سره له دې چې له طالبانو سره د اړیکو رغولو ته چندانې لېوالتیا نه‌لري، په سرحدي سیمو کې له خپل امنیت څخه هم ډاډمن نه‌دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: «د سیمې په نورو هېوادونو کې چې له پخوا راهیسې افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ درلودې هغه اوس هم فعالې دي. حتا په غربي هېوادونو کې هم سفارتونه او کونسلګرۍ بعضې بعضې فعالې دي».

په ځینو اروپايي هېوادونو کې سره له دې چې ځینې طالب استازي یوازې د اېستل کېدونکو افغان کډوالو د هویت د تثبیت او اداري پروسس لپاره منلي، خو دغې چارې هم ګڼ غبرګونونه راپارولي او له یادو هېوادونو یې د طالب استازو د اېستنې غوښتنه کړې ده.

د اروپا په پارلمان کې له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مشرې راکل ګارسیا هرمیدا وندر‌وال له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې بروکسل ته د طالب استازو د احتمالي بلنې په اړه سختې نیوکې کړي او د ښځو پر وړاندې یې د دې ډلې تګلاره «جنسیتي اپارتاید» او د بشریت ضد جنایت بللی دی.

اروپایۍ سیاستواله: د طالبانو ځای په اروپايي ټولنه کې نه، بلکې د جرمونو نړیوالې محکمه کې دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغې ټینګار وکړ، چې د طالبانو غړي باید د اروپايي ټولنې له هرکلي سره مخ نه‌شي، بلکې ونیول شي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپارل شي.

د افغانستان په تر ټولو لوړې ډيپلوماټیکې څوکۍ ناست دغه طالب چارواکي همداراز خپل سیاست «متوازن سیاست» او «خپلواک» وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان سیاست اوس مستقل دی. اوس متوازن سیاست له ټولو سره د اسلامي اصولو په رڼا کې اړیکې غواړو چې څوک یې نه‌راسره غواړي هغه د هغوی کار دی».

اقتصاد او ټرانزیت

متقي خپل اقتصادي سیاست بریالی وباله او زیاته یې کړه: «د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ورځ په ورځ ښه په مخ روان دي، چې یوه لاره بنده شي، دوه لارې نورې پیدا کوو».

هغه د دغو لارو په تړاو وضاحت ورنه‌کړ، خو شاوخوا ۸ میاشتې مخکې پاکستان له طالبانو سره له تا ویلې ما ویلې وروسته له افغانستان سره خپلې ټولې لارې بندې کړې او د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال بیا له پاکستان سره په بشپړ ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او له افغان سوداګرو یې وغوښتل چې بدیلې لارې وموي.

اوس افغانستان د پاکستان د سوداګریزې او ترانزیتي لارې په بدل کې له ایران، منځنۍ اسیا هېوادونو، چین، روسیې او ترکیې سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د لارو د تړل کېدو او د سیمې د سوداګریزو مسیرونو د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱،۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

له افغانستان سره د لارو بندېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ پاکستان ته ۱،۴میلیارد ډالر زیان اړولی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د «ګلوبل مېټس» د راپور له مخې، دغه معلومات د پاکستان د پارلمان یوې کمېټې ته وړاندې شوي او په کې ویل شوي چې د افغانستان له لارې د تګ‌راتګ بندېدل او د فارس خلیج په سوداګریزو لارو کې بې‌ثباتي د پاکستان پر صادراتو او ټرانزیټي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د نړۍ وضعیت «څپڅپانده» وباله او زیاته یې کړه: «په دنیا کې ډېر لوی جنګونه شروع دي یا بالقوه اماده‌ګي ورته نیول کېږي... په ټوله دنیا کې دتېل او ګازو نرخونه پورته شوي چې د هر څه پر نرخ منفي اثر کوي، خو په افغانستان کې هر څه نورمال دي».

کډوال او ستنېدل

امیرخان متقي افغانستان ته له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو ته په اشارې وویل: «۵ میلیونه مهاجرین چې په ټوله دنیا ورخوشې کړئ هغه یې طاقت نه‌لري؛ نارې یې هره ورځ تاسې اورئ؛ دا افغانستان ته راغلل په ډېر ابرومندانه شکل ځای پر ځای شول».

د کډوالو د ځای پر ځای کولو په تړاو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دمګړۍ ډېری ستانه کړای شوي افغانان د سرپناه برابرولو او د ورځني ژوند چلولو ته هک حیران دي او طالبانو له دغو میلیونونو ستانه شویو له منځه یوازې نږدې ۴۰ زره کورنیو ته د استوګنې خالي نمرې ورکړې دي.

تعلیم او تربیه

امیرخان متقي له دیني علومو سربېره پر عصري علومو له ټينګار سربېره وویل: «که موږ په دیني او عصري علومو کې ښه علم ولرو، ښه تعلیم یافته ولس ولرو، بیا د دنیا هېڅ قوت پر تاسې نه‌شي غالبېدای... که پر دیني او عصري علومو سمبال واوسئ بیا به قوت لرئ بیا به موږ هغه وخت هم په سیاسي او هم په نظامي ډګر کې کامیابه یو».

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو له نږدې پنځو کلونو راهیسې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو دروازې بندې کړي او د هلکانو لپاره هم د زده‌کړو کیفیت خورا ټيټ شوی دی او د نړۍوال بنسټونو په وینا، یو مکتبي هلک د یوه ساده متن په لوستلو کې ستونزې لري.

د پاشل شوي پوهنیز نظام زده‌کوونکي؛ «نه‌پوهېږو ښوونځي ته تلل ښه دي که نه تلل» | افغانستان انټرنشنل پښتو

امیرخان متقي ته په دغو ناستو کسانو کې ډېری یې له ۱۴ کلو کم عمر لري او د ځينو څارونکو په وینا، دا د طالبانو لپاره راتلونکي «سرتېري» دي.

د مدرسې زده‌کوونکي
100%
د مدرسې زده‌کوونکي

پر اطاعت ټينګار

امیرخان متقي پر اتفاق، اعتماد او اطاعت له ټینګار سربېره څرګنده کړه: «په ټول افغانستان کې یو فرد او یو مسوول داسې نه‌شته چې د مخالفت غږ یې پورته کړی وي. اتفاق، اتحاد او اطاعت دومره قوي دی، چې تاسو به تر اوسه پورې په ټول نظام کې د چا اواز نه‌وي اورېدلی چې ولې له ماسره داسې وشول».

خو څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر دې چې ټول نظام یوازې «طالب» وي او همداراز د تعلیم او تربیې په تړاو خپل مخالفت څرګند کړ او په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د ورته څرګندونو له امله په یوه ډول «تبعید» شوی دی.

د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۱
د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د یاد ادارې د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بامیان، سرپل، خوست، پکتیا، لوګر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

دوی زیاته کړې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز په مرکزي، شمالي، ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د راولاړېدو خبرداری ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د بادونو چټکتیا به په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو، تېزو بادونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د امیرخان متقي خبرداری: هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
د امیرخان متقي خبرداری: هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د ټول افغانستان پر یوه لوېشت او یو اېنچ ځمکه مخالفین «تسلط» نه‌لري، بلکې دوی مسلط دي. متقي خبرداری ورکړ، چې د دوی پر وړاندې د مخالفت، بې‌اطاعتۍ او سرکشۍ هېڅ جواز نه‌شته او په ټینګار سره یې ویلي:«هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي».

په کابل کې د جامعه ریاض‌العلوم مدرسې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نږدې ۲۴ دقیقه‌يي وینا خپره کړې، خو د وینا د کره نېټې په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

امیرخان متقي د یادې مدرسې زده‌کوونکو د وینا په ترڅ کې امنیت د یوه نظام د ساتنې او تقویت لپاره مهم شرط وباله او ادعا یې وکړه، چې دمګړۍ ټول افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی او په یو اېنج ځمکه هم «مخالفین» ولکه نه‌لري.

هغه زیاته کړه: «په ټول افغانستان کې په یوه لوېشت او یو اېنج ځمکه مخالفین تسلط نه‌لري او دا په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې اول وار دی، چې یو داسې نظام‌ الله‌ج راکړی، چې په ټول افغانستان مسلط دی».

نوموړي په تونده لهجه خپل مخالفین «ظالمان» وبلل او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړل: «له هغوی [مخالفینو] څخه دا پوښتنه باید وشي چې د چیشي لپاره مخالفت کوې، ایا په افغانستان هغه څه چې ته یې د مسلمان په حیث غواړې هغه نه‌دي عملي شوي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۴۰۰ ولسوالیو کې شرعي محاکم نه‌دي فعال، حدود نه جارېږي کېږي. په ټول افغانستان کې سود او شراب او همداراز غیر اسلامي ته تبلیغ بند دي».

امیرخان متقي په ګواښمنه لهجه زیاتوي: «نو هېڅ جواز د مخالفت، د بې‌اطاعتۍ او سرکشۍ نه‌شته. هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي».

د هغه په باور «مخالفت» او د «وسلې پورته» کول یوازې د «اشغال او بې‌دیني» او له خپل مال او سر څخه د دفاع په مقابل کې جواز لري او څرګندوي: «نو دا چې سر او مال دې محفوظ دي، وطن دې ازاد دی او دین دې حاکم دی بیا د چیشي لپاره څوک باید مخالفت وکړي»؟

د یوه هېواد په تر ټولو لوړې ډيپلوماټيکې څوکۍ ناست د دغه طالب چارواکي دغه ګواښمنې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دمګړۍ د طالبانو پر وړاندې له سیاسي مخالفینو سربېره یو شمېر وسله‌وال مخالفین هم فعال دي او د هېواد په هره برخه کې پر طالبانو له خپلو بریدونو خبر ورکوي او د خپلو کړو بریدونو ویډیوګانې هم خپروي.

د دوی مخالفین هېواد د یوې ډلې له لوري «اشغال» شوی بولي او پر دې نیوکې لري، چې حکومت یې ټول‌ګډونی نه‌دی او د وګړو حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق په سمه توګه نه مراعاتېږي.

د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو
100%

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر دایمي استازې، عالیه احمد بن سیف ال‌ثاني، ویلي چې دوحه به د افغانستان په اړه خپلو ډیپلوماتیکو او د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ټینګار کړی چې منځګړیتوب او مخنیوی کوونکې ډیپلوماسي د تاوتریخوالي د کمولو، د کړکېچونو د پراخېدو د مخنیوي او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې له اغېزناکو وسیلو څخه شمېرل کېږي.

ال‌ثاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر رول ته په اشارې ویلي چې دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه؛ هغه مذاکرات چې په پایله کې یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د قطر دایمي استازې زیاته کړې چې هېواد یې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو لوریو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو په کوربتوب سره د افغانستان د مذاکراتي بهیر په اسانتیا کې مهم رول لوبولی دی.

قطر له کلونو راهیسې د افغانستان اړوند د سولې او سیاسي خبرو اترو کوربه پاتې شوی او د دوحې مذاکراتو د امریکا د ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لپاره زمینه برابره کړې وه.

د قطر استازې ټینګار کړی چې دوحه به د سیمه‌ییز ثبات، خبرو اترو او ډیپلوماتیکو حل‌لارو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.