د پولیتیکو او ولټ رسنیو د راپورونو لهمخې، رحیم پیرزاده د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۰مه نېټه د امریکا د کډوالۍ چاراکو ونیوه. د فدرال قاضي د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې د حکم پر بنسټ، له طالبانو سره د پیرزاده په مشرۍ د هسپانیا سفارت همکاري د طالبانو لپاره مادي ملاتړ ګڼل شوی دی.
د راپور لهمخې، د رحیم پیرزاده وکیل د روان کال په اپریل میاشت کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه محکمې د هغه د قضیې په اړه نېټه نه ده ټاکلې.
د اروپايي رسنیو د راپورونو لهمخې، په ۲۰۲۲ کال کې یوې جرمني مېشتې افغان مېرمنې هم په هسپانیا کې پر پخوانيي افغان سفیر رحیم پیرزاده د جنسي تېري تور لګولی و او اعا یې کړې چې هغې ته د جنسي تېرې ځانګړې درمل ورکړل شوي وو.
له یاد تور وروسته هسپانیا د پیرزاده کاري دوره پای ته ورسوله او له هسپانیا څخه د وتلو امر یې ورکړ.
پیرزاده له هسپانیا څخه تر وتلو وروسته امریکا ته ولاړ، خو په هوايي ډګر کې د کډوالو ادارې له لوري د جنسي تېري په اړه له پوښتونو سره مخ شو. نوموړي د تحقیقاتو پر مهال د جنسي تېري تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ځینې کسان د هغه د بدنامولو هڅه کوي.
پیرزاده د تحقیاتو پرمهال د رضایت او تېري د تعریف په اړه د پوښتنو په ځواب کې ویلي:« په اروپا کې ډېر څه قانوني دي. که وغواړې یوې نجلۍ ته لاړ شې، نو نجلۍ ترلاسه کولی شې».
د امریکا د کډوالۍ ادارې مامورینو له پیرزاده څخه د پلټنو پرمهال د هغه د ټیلیفون په ړنګ کړل شویو پیغامونو کې یو داسې سکرین شاټ هم موندلی، چې یو چا ورته لیکلي:«نور هر څه پای ته ورسېدل، تا دوه نیم کاله وړاندې پر هغې جنسي تېری کړی و او اوس به په خبرونو کې راشې.»
پیرزاده د یاد پیغام په اړه ویلي، چې یاد کس یې د بدنامولو هڅه کوي.
په راپور کې راغلي، کله چې له پیرزاده څخه پر افغان مېرمنې د جنسي تېري د تور په اړه وپوښتل شول، هغغه وویل چې ادعا کوونکې مېرمن نه پېژني. نوموړي ویلي، چې هغه واده کړی.