• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو سره د ورزشي همکاریو پراختیا؛ داغستان افغانستان ته د ورزشکارانو د لېږلو ژمنه کړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق، د روسیې په سنټ پترزبورګ ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر ساجد سره د ورزشي همکاریو او دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ورزش په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو او د ګډو تمریناتي پروګرامونو پر پلي کېدو بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د داغستان د ورزش وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی د ځینو ورزشي څانګو ورزشکاران افغانستان ته واستوي، څو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات ترسره کړي او د ظرفیت لوړونې په موخه دوستانه سیالۍ هم ولري.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول ورزشي تبادلې کولای شي د دواړو لورو د ورزشکارانو د تجربو په شریکولو او د ورزشي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ۲۰۲۶ کال په څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د بنګلادېش د ۲۳ کلونو څخه د کم عمرو له لوبډلې سره صفر پر صفر مساوي پای ته ورسوله.

دغه لوبه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ خورا سخته وه، په پای کې هېڅ لوري ونه شو کولای ګول ووهي او لوبه په بې‌ګوله ډول مساوي پای ته ورسېده.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد مالدیف ته ماتې ورکړې وه او ښه پیل یې درلود. د فوټبال دغه ملي لوبغاړي اوس د خپلې بلې لوبې لپاره چمتووالی نیسي ترڅو په دغو سیالیو کې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د روانې میلادي میاشتې پر اوومه نېټه په خپله درېیمه لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي. د سپورت مینه وال د دغې لوبې لیدو ته ډېر په تمه دي ځکه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لوبې تل ځانګړی حساسیت لري.

دا څلور اړخیزې سیالۍ د مالدیف په کوربه‌توب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د لوبډلو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوې دي. د تنظیموونکو په وینا، دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام وکړي ترڅو اتله لوبډله معلومه شي.

کورنۍ لوبې؛ سپین غر کرېکټ لوبډلې د اې نوملړ سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱
کورنۍ لوبې؛ سپین غر کرېکټ لوبډلې د اې نوملړ سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه
100%

د زونونو په کچه د اې نوملړ کرېکټ سیالیو پایلوبې ته امو او سپین غر لوبډلې وتلې وې چې په پایله کې سپن غر لوبډلې امو لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او د لېسټ اې سیالیو جام یې په خپل نوم کړ.

د زونونو په کچه د لېسټ اې کرېکټ سیالۍ د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه په ننګرهار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

په یادو لوبډلو کې امو او سپین غر لوبډلې تر نورو مخکښې وې او نن یې یو د بل په وړاندې د جام ګټلو په موخه سیالې وکړه.

د لوبې په لومړي پړاو کې د سپین غر لوبډلې توپ وهنه وکړه او د لوبډلمشر درویش رسولي او عصمت عالم د سلیزو په مټ یې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.

خو امو لوبډلې ونه شو کړای چې په پنځوس اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۸۴ منډو په توپیر وبایلله.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله له کوک ټاپوګانو سره دوستانه سیالۍ کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله له کوک ټاپوګانو سره دوستانه سیالۍ کوي
100%

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري په نړیوالو سیالیو کې د ګډون د اجازې د ترلاسه کولو وروسته، په نیوزیلنډ کې د کوک ټاپوګانو د ښځینه فوټبال لوبډلې پر وړاندې د دوستانه سیالیو ډګر ته ښکته کېږي.

د راپورونو له مخې، دغه لوبډله به د روانې اوونۍ په ترڅ کې له کوک ټاپوګانو سره دوه دوستانه لوبې ترسره کړي. اې‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې ۲۳ غړې دا مهال د نیوزیلنډ په اوکلنډ ښار کې په یوه تمریناتي کمپ کې حضور لري او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

فیفا هم تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله به د جون په ۴مه او ۸مه نېټه په اوکلنډ ښار کې د اوقیانوسیې سیمې له استازې لوبډلې، یعنې د کوک ټاپوګانو له لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د لوبډلې مشرې روزونکې، پائولین همیلl، ویلي چې دغه سیالۍ د لوبغاړو لپاره مهم فرصت برابروي څو له نړیوالو سیالیو، فشارونو او بېلابېلو شرایطو سره لا ډېر بلد شي او خپلې تخنیکي او سیالیزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

هغې زیاته کړې چې د لوبغاړو د چمتووالي لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې تمریناتي کمپونه جوړېږي، څو د لوبډلې غړې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره لا ښه همغږي او چمتووالی ترلاسه کړي.

د «افغان متحدو ښځو» د فوټبال لوبډله، چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له ډلې جوړه شوې، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې رامنځته شوه. دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د مراکش په کوربتوب د فیفا د ښځو د لړۍ سیالیو کې ګډون کړی و.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې راتلونکې دوستانه سیالۍ د نړیوالو سیالیو لپاره د دې لوبډلې د چمتووالي او تجربې د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

شپږ لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د غوراوي پړاو د بریا لپاره سیالي کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
شپږ لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د غوراوي پړاو د بریا لپاره سیالي کوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال اتلانو لیګ د لومړي پړاو غوراوي سیالۍ د مرکزي زون په کچه پیل شوې دي. دغه سیالۍ د کابل په کوربتوب ترسره کېږي او د بېلابېلو ولایتونو شپږ لوبډلې پکې د بل پړاو د جواز ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

د سیالیو له پیل مخکې د ګډون کوونکو لوبډلو د مسئولانو او مدیرانو ګډه غونډه او د پچې اچونې مراسم ترسره شول. په دې غونډه کې، چې د کابل د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مرستیال محمدشریف چاه‌ابي په حضور کې جوړه شوې وه، د سیالیو اصول، مقررات او د ترسره کېدو څرنګوالی هم د لوبډلو استازو ته تشریح شول.

د مرکزي زون په دغو سیالیو کې د اردو فوټبال کلب کابل، د پروان عقابان، د پنجشېر افق سبز، د دایکنډي افتخار کیټي، د لوګر باستان او د کاپیسا اله‌سای لوبډلې برخه لري.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې، سیالۍ نن د دوو لوبو په ترسره کېدو سره پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به د دایکنډي افتخار کیټي لوبډله د پروان د عقابانو پر وړاندې میدان ته ښکته شي او په دویمه لوبه کې به د کاپیسا اله‌سای لوبډله د پنجشېر له افق سبز لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ دویم پړاو ته د غوره لوبډلو د ټاکلو بهیر یوه مهمه برخه ده او د مرکزي زون لوبډلو ته دا فرصت برابروي چې خپلې وړتیاوې او سیالیز ځواک د هېواد په کچه نندارې ته وړاندې کړي.

کورنۍ لوبې؛ په میدان وردګ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۵ GMT+۱
کورنۍ لوبې؛ په میدان وردګ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې. یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه سیالۍ یې د اختر په مناسبت د «یووالي جام» په نوم ترسره کړې دي.

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) ویلي، په دغه سیالیو کې د والیبال ۶۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبه د شاهد بدلون او مجاهد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

دوی زیاته کړې، چې شاهد لوبډلې ۲ پر ۱ میدانونو مجاهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. سیمه‌ییز طالب ورزشي مسولینو همدارنګه ویلي، چې په جایزو کې یې اتلې لوبډلې ته یو موټر، دویم مقام ته ۲۵زره افغانۍ او درېیمې لوبډلې ته ۶ موبایلونه ورکړي دي.

د یادې ادارې په خبره؛ د یادو سیالیو موخه «د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ پیاوړتیا، ورزش ته وده او د اختر لمانځل» وو.