د دې پېښې جزییات تاجمحمد، هغه افغان پناهغوښتونکي رسنیو ته بیان کړي چې له دې پېښې ژوندی ژغورل شوی دی. هغه ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو سره یې ځان د اور له لمبو څخه راویستلی او تښتېدلی دی.
د نوموړي په وینا، کارګرانو تر یوې میاشتې زیات معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به هغوی د چړو او وسلو په زور کار ته اړ ایستل. هغه دا ادعا هم کړې چې یاد کسان د یوې داسې شبکې برخه دي چې له کډوالو کارګرانو ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کارګرانو د رسمي قرارداد له نشتوالي او د استثماري شرایطو له امله د کار دوام ته غاړه کېنښوده.
د اته ساعته کار په بدل کې۴۵یورو
په ایټالیا کې د کډوالو د کار ځواک استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې کله ناکله مرګونې پایلې هم لري. د «پلاچیدو ریزوتو څار بنسټ» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ سلنه کرنیز کارګران په غیرقانوني او غیررسمي ډول په کار بوخت وو.
د «ګلوبل مېټس» د راپور له مخې، دغه معلومات د پاکستان د پارلمان یوې کمېټې ته وړاندې شوي او په کې ویل شوي چې د افغانستان له لارې د تګراتګ بندېدل او د فارس خلیج په سوداګریزو لارو کې بېثباتي د پاکستان پر صادراتو او ټرانزیټي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د نړۍ وضعیت «څپڅپانده» وباله او زیاته یې کړه: «په دنیا کې ډېر لوی جنګونه شروع دي یا بالقوه امادهګي ورته نیول کېږي... په ټوله دنیا کې دتېل او ګازو نرخونه پورته شوي چې د هر څه پر نرخ منفي اثر کوي، خو په افغانستان کې هر څه نورمال دي».
کډوال او ستنېدل
امیرخان متقي افغانستان ته له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو ته په اشارې وویل: «۵ میلیونه مهاجرین چې په ټوله دنیا ورخوشې کړئ هغه یې طاقت نهلري؛ نارې یې هره ورځ تاسې اورئ؛ دا افغانستان ته راغلل په ډېر ابرومندانه شکل ځای پر ځای شول».
د کډوالو د ځای پر ځای کولو په تړاو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دمګړۍ ډېری ستانه کړای شوي افغانان د سرپناه برابرولو او د ورځني ژوند چلولو ته هک حیران دي او طالبانو له دغو میلیونونو ستانه شویو له منځه یوازې نږدې ۴۰ زره کورنیو ته د استوګنې خالي نمرې ورکړې دي.
تعلیم او تربیه
امیرخان متقي له دیني علومو سربېره پر عصري علومو له ټينګار سربېره وویل: «که موږ په دیني او عصري علومو کې ښه علم ولرو، ښه تعلیم یافته ولس ولرو، بیا د دنیا هېڅ قوت پر تاسې نهشي غالبېدای... که پر دیني او عصري علومو سمبال واوسئ بیا به قوت لرئ بیا به موږ هغه وخت هم په سیاسي او هم په نظامي ډګر کې کامیابه یو».
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو له نږدې پنځو کلونو راهیسې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو دروازې بندې کړي او د هلکانو لپاره هم د زدهکړو کیفیت خورا ټيټ شوی دی او د نړۍوال بنسټونو په وینا، یو مکتبي هلک د یوه ساده متن په لوستلو کې ستونزې لري.
امیرخان متقي ته په دغو ناستو کسانو کې ډېری یې له ۱۴ کلو کم عمر لري او د ځينو څارونکو په وینا، دا د طالبانو لپاره راتلونکي «سرتېري» دي.
د مدرسې زدهکوونکي
پر اطاعت ټينګار
امیرخان متقي پر اتفاق، اعتماد او اطاعت له ټینګار سربېره څرګنده کړه: «په ټول افغانستان کې یو فرد او یو مسوول داسې نهشته چې د مخالفت غږ یې پورته کړی وي. اتفاق، اتحاد او اطاعت دومره قوي دی، چې تاسو به تر اوسه پورې په ټول نظام کې د چا اواز نهوي اورېدلی چې ولې له ماسره داسې وشول».
خو څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر دې چې ټول نظام یوازې «طالب» وي او همداراز د تعلیم او تربیې په تړاو خپل مخالفت څرګند کړ او په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د ورته څرګندونو له امله په یوه ډول «تبعید» شوی دی.