ټرمپ: د راپورونو له مخې مجتبی خامنهيي د خپل بدن ډېری غړي له لاسه ورکړي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «پوډ فورس ون» پاډکاسټ سره په یوه مرکه کې د ایران د مشر مجتبی خامنهيي د فزیکي او رواني حالت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ما له هغه سره د لیدنې ویاړ نهدی ترلاسه کړی. که په روایتونو باور لرئ، هغه د بدن ډېری غړي له لاسه ورکړي دي».
ورته مهال هغه له ایران سره د اوربند د غځولو په اړه د روانو مذاکراتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې مجتبی خامنهيي په دغه خبرو کې مهم رول لري او وروستۍ پرېکړه به د هغه وي. نوموړي ویلي: «ښایي په راتلونکي کې له مجتبی خامنهيي سره ووینم».
ټرمپ دارنګه ټینګار وکړ، ایران منلې ده چې اټومي وسلې به نهلري او د ایران وضعیت په چټکۍ سره بدلېدو په حال کې دی. ټرمپ وویل، چې مجتبی خامنهیي د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو له مهمو اغېزناکو کسانو څخه دی.
