• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ایت‌الله محمد اسحاق فیاض مړینه ستره علمي ضایعه بللی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ایت‌الله العظمي محمد اسحاق فیاض مړینه یوه ستره ضایعه بللې او د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی. هغه زیاته کړې، ارواښاد فیاض، چې د افغانستان له اصلي زامنو څخه و، کلونه یې په عراق کې د دیني علومو په تدریس تېر کړل.

محمد اشرف غني په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې ایت‌الله فیاض د اسلامي نړۍ له نامتو عالمانو څخه و، چې د علم، تدریس او فکري خدمت اوږد تاریخ یې درلود.

هغه ویلي: «د ایت‌الله فیاض مړینه د اسلامي نړۍ او علمي ټولنې لپاره دردونکې ده. هغه خپل ژوند د دیني علومو زده‌کړې او تدریس ته وقف کړی و او د اسلامي فکر په پراختیا کې یې مهم رول ادا کړی دی.»

غني زیاته کړې چې مرحوم فیاض، چې د افغانستان له اصلي زامنو څخه و، کلونه یې په عراق کې د دیني علومو په تدریس او څېړنه کې تېر کړل او د شیعه مذهب له مهمو مراجعو څخه و.

په ورته وخت کې، د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې ازادۍ جبهې هم د ایت‌الله فیاض مړینه یوه لویه علمي ضایعه بللې او د هغه د فکر او علمي میراث ستاینه یې کړې ده.

دغه جبهې ویلي چې ایت‌الله فیاض د اعتدال، علمي استقلال او د افراط‌ګرۍ پر ضد د فکري دریځ له امله ځانګړی ځای درلود او د هغه علمي میراث به د سیمې په فکري تاریخ کې پاتې وي.

ایت‌الله محمد اسحاق فیاض د معاصر شیعه نړۍ له مشهورو مذهبي مراجعو څخه و، چې د اسلامي فقهې او دیني علومو په برخه کې یې پراخ اغېز پرې ایښی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان: ناامنه خوراکي توکي هر کال ۱،۵ میلیونه انسانان وژني

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې ناامنه خوراکي توکي هر کال په نړۍ کې د شاوخوا ۸۶۶ میلیونه ناروغیو او نږدې ۱،۵ میلیونه مړینو لامل ګرځي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې ماشومان تر ټولو زیانمنه ډله ده، او له پنځه کلونو کم عمره ماشومان د خوړو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو نږدې درېیمه برخه پېښې زغمي، سره له دې چې د نړۍ یوازې ۹ سلنه نفوس جوړوي.

راپور زیاتوي، چې دا ناروغۍ په ځانګړي ډول د نس ناستې په څېر حالتونو کې د ماشومانو لپاره ډېرې مرګونې تمامېدای شي، په داسې حال کې چې په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول کم‌عاید سیمو کې، د روغتیايي خدماتو محدودیت دا ستونزه لا پسې جدي کړې ده.

د راپور له مخې، د خوړو له لارې رامنځته کېدونکې ناروغۍ نه یوازې د مکروبونو او ویروسونو له امله خپرېږي، بلکې په خوړو کې موجود کیمیاوي مواد لکه زهرجن فلزي عنصر او مېتیل‌مرکري هم د ماشومانو د دماغي ودې، اعصابو او اوږدمهالو ناروغیو خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي: «د خوړو خوندیتوب یوازې یو تخنیکي موضوع نه ده، بلکې د هرې ورځې د ژوند برخه ده. ناامنه خوراک د عامې روغتیا یوه جدي ستونزه ده چې تر اوسه یې بشپړ انځور نه و څرګند.»

هغه زیاته کړې: «دا نوي شمېرې هېوادونو ته دا امکان ورکوي چې وپوهېږي د ناروغیو اصلي بار چیرته ډېر دی او خپلې پالیسۍ د هغې پر بنسټ جوړې کړي.»

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د خوړو له لارې رامنځته کېدونکو ناروغیو تر ټولو لویه برخه د مکروبي عواملو لکه باکتریاوو او ویروسونو له امله وه، چې شاوخوا ۸۶۰ میلیونه پېښې یې جوړولې. خو د مړینو لویه برخه بیا د کیمیاوي زهرجنو موادو له امله ثبت شوې، چې د ټولو مړینو نږدې ۷۳ سلنه جوړوي.

دغه سازمان وایي چې یوازې نیمه فلزي ماده او زهرجن کمیاوي عنصر د یو کال په ترڅ کې د یو میلیون څخه ډېرو مړینو سبب شوي، چې د زړه ناروغیو او سرطانونو خطر څو چنده لوړوي.

په راپور کې همداراز راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ناامنه خوراک له امله نړۍ ته شاوخوا ۳۱۰ میلیارده ډالر اقتصادي زیان اوښتی، چې د ژوند د لګښتونو له توپیرونو سره سم دا اندازه تر ۶۴۷ میلیارده ډالرو هم رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د خوړو د خوندیتوب لپاره باید حکومتونه د اوبو او حفظ‌الصحې سیستمونه ښه کړي، د خوړو د تولید او پروسس معیارونه سخت کړي او خلکو ته روغتیايي خدمات پراخ کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون، نړیوالې سوداګرۍ او ټولنیزې نابرابرۍ له امله د ناامنه خوراک ستونزه لا هم په زیاتېدو ده، او افغانستان په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره باید د «یو روغتیا» (One Health) تګلاره عملي شي، څو د انسان، حیوان او چاپېریال روغتیا په ګډه خوندي شي.

افغان او هسپانوي فعالان: اروپایي بنسټونه دې طالبانو ته رسمي بلنې نه ورکوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

یو شمېر افغان او هسپانوي فعالانو او ښاریانو د پنجشنبې په ورځ د هسپانیا د پلازمېنې مادرید په ښار کې د اروپایي پارلمان د دفتر مخې ته لاریون وکړ. دغو معترضانو له طالبانو سره د اروپایي بنسټونو د هر ډول رسمي بلنې، کوربتوب او تعامل پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

لاریونوالو د افغانستان د ښځو په ملاتړ د شعارونو په ورکولو او د بنېرونو په لېږدولو سره وویل چې له طالبانو سره هر ډول رسمي خبرې اترې د داسې یوې ډلې مشروعیت ته لاره هواروي چې د دوی په وینا په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د ښځو د سیستماتیک ځپلو مسؤله ده.

په دې غونډه کې ګډونوالو د یوې پرېکړه‌لیک په لوستلو سره وویل چې طالبانو په نږدې څلورو کلونو کې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په «لوی زندان» بدل کړی او میلیونونه ښځې یې له زده‌کړو، کار، د تګ راتګ له ازادۍ او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې له ګډون څخه بې‌برخې کړې دي.

په پرېکړه‌لیک کې د ماشومو نجونو او ښځو د جبري ودونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې دا ډول پالیسۍ د نجونو کرامت، امنیت او راتلونکی له لا ډېرو ګواښونو سره مخ کوي.

معترضانو ټینګار وکړ چې اروپایي بنسټونو ته د طالبانو بلنه ورکول د دې ډلې د قربانیانو سپکاوی او د افغانستان د میلیونونو ښځو د کړاوونو له پامه غورځول دي. د هغوی په وینا، له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې چې له حساب‌ورکونې او عدالت پرته ترسره کېږي، د ښځو پر ضد د ځپنې عادي کېدو او د جنسیتي اپارتاید د مشروعیت لامل ګرځي.

د پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې راغلي: «طالبان د سولې شریکان نه دي؛ هغوی د جنسیتي اپارتاید، د ښځو د منظم ځپلو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو عاملان دي. د طالبانو ځای په اروپایي پارلمان کې نه دی، بلکې د نړیوالو محکمو او عدالت پر وړاندې دی».

ګډونوالو همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل پر ځای د هغوی له قربانیانو ملاتړ وکړي، د دې ډلې د حساب‌ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

په مصر کې طالبانو او اذربایجاني چارواکو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
100%

په مصر کې د طالبانو سفارت وايي، چې طالب سفیر مولوي عبدالمقیم قرار په قاهره کې د اذربایجان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی او د اذربایجان له سفیر سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

له دغه سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مراسم د اذربایجان سفارت له لوري جوړ شوي وو او د مصر یو شمېر حکومتي چارواکو او په دغه هېواد کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو هم په کې ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالمقیم قرار د اذربایجان سفیر ډاکټر الخان بولوخوف ته د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه او ورسره یې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې.

سفارت د دغو خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱
100%

طالبانو هغه الوتنه لغوه کړې چې ټاکل شوې وه، له جرمني څخه ایستل شوي افغان کډوال کابل ته ولېږدوي. د جرمني «اېن‌ډي‌ار» په نوم خبري اژانس د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا اقدام په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور د پراخولو لپاره د دغې ډلې د هڅو یوه برخه ده.

د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه چې افغان ایستل شوي کډوال یې لېږدول، له جرمني څخه کابل ته ولاړه شي، خو طالبانو د الوتنې له ترسره کېدو لږ مخکې د هغې جواز لغوه کړ. ډیپلوماتیکو سرچینو اېن‌ډي‌ار ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل په جرمني کې د خپلو ډیپلوماتانو کموالی بللی دی.

طالبانو استدلال کړی چې له جرمني څخه د افغان وګړو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په دغه هېواد کې لا ډېرو کارکوونکو او استازو ته اړتیا لري. دا مهال یوازې دوه طالب استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیکونه لري.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو اېن‌ډي‌ار سره خبرو کې وایي چې د جرمني حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو راپور یې هم نه دی رد کړی.

اېن‌ډي‌ار همدارنګه د طالبانو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره شي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکسانډر ډوربینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو د فشار زیاتېدل به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یادې رسنۍ ته ویلي چې حکومت افغانستان ته د منظمې بېرته ستنولو د زمینې برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او د باور وړ همغږي لري. هغه په ورته وخت کې د حکومت دننه د احتمالي اختلافونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شویو ډیپلوماتانو د لرې کولو بهیر پیل کړی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر ډیپلوماتیکو استازولیو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. د افغانستان سفارت په برلېن او د افغانستان کونسلګرۍ په بون کې اوس د طالبانو د استازو له‌خوا اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د یوې سیاسي او ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه کاروي، څو په جرمني کې خپل ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.

ملګري ملتونه: بامیان د بیارغونې، ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ یوه مهمه بېلګه ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي، یوه ګډ پلاوي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د خلکو د معیشت، د ښځو د پیاوړتیا، روغتیايي خدمتونو، خوراکي خوندیتوب او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخو کې روانې هڅې له نږدې ارزولي دي.

یاد پروګرام په ایکس خپاره شوي پیغام کې ویلي چې دغه سفر د بامیانو د سیمه‌ییزو نوښتونو او پرمختیايي فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوی و.

د یو اېن ډي پي په وینا، د سفر پر مهال هغه پروژې او فعالیتونه وڅېړل شول چې د خلکو د ژوند د ښه والي، اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو، د روغتیايي خدماتو د پراختیا، د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره پلي کېږي.

دغه سازمان ویلي چې بامیان د افغانستان د بیارغونې، ټولنیزې ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي او د سیمې تجربې ښيي چې د ټولنو د ملاتړ او پراختیايي پانګونې له لارې د خلکو د ژوند شرایط ښه کېدای شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې په بامیانو کې روانې هڅې د دې ولایت د مقاومت، بیا رغونې او دوامدار پرمختګ وړتیاوې په ډاګه کوي او د افغانستان د پراختیايي بهیر لپاره یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.