هبت الله اخوندزاده د افغانستان په شمال لویدیځ او شمال ختیځ کې د خپلې ډلې د ۹ ولایتونو له والیانو، د علماوو شورا رییسانو او د استیناف محکمې له رییسانو سره په کندهار کې د یوې ناستې پرمهال ویلي، دوی چې کومه ټولبښنه کړې، هغه یې د غچ اخېستنو د مخنیوي لپاره کړې او افغانستان باید په سوله کې واوسي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې طالب چارواکي بښنې او د بدیو له منځه وړو ته هڅولي دي.
هبت الله ویلي، چې خپل جنګیالي یې د پخوانۍ ادارې له کارکوونکو نه د غچ اخېستنې له چارې راګرځولي، ځکه دده په وینا، هغوی وسلې کښېښودې او د همدې بښنې پر بنسټ حساب ورسره نه کیږي.
هبت الله زیاته کړې چې « دوی هم اسلحه کښېښوله، موږ هم عفوه ورته وکړه، بیا مو حساب نه دی ورسره کړی اوس یې هم نه ورسره کوو».
د طالبانو مشر دې تجربې ته په پام پر خپلو لاس لاندې کسانو غږ کړی، چې دوی هم ورته لاره غوره کړي.
نوموړي زیاته کړې: « نو چې موږ دومره غټه عفوه وکړه، د شلو کالو جنګونو چې په هغه کې ډیر ظلمونه شوي وو، نو کوښښ وکړئ خلک وهڅوئ تر څو عفوې سره وکړي».
د طالبانو مشر د خپلې ډلې غړي او دیني عالمان ددین په تړاو نصیحت ته هڅولي او ټینګار یې پرې کړی چې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي او دده په وینا، مسلمانان ناکامه نه کړي.
هبت الله هیله ښودلې، چې د طالبانو په دوره کې افغانستان داسې جوړ شي، چې هيڅ بدي پکې نه وي.
هغه دغه راز د شریعت او امربالمعروف او نهی عن المنکر پر پلیتابه ټینګار کړی او د طالبانو چارواکو او د علماوو شوراګانو مشرانو ته یې سپارښتنه کړې، چې دده فرمانونه لومړی په ځانونو پلې کړي او بیا یې خلکو ته ورسوی.
د طالبانو ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دیني عالمانو په دې ناسته کې له هبت الله سره خپل بیعت بېرته نوی کړی دی.
هبت الله داسې مهال له مخالفانو سره د حساب نه کولو یادونه کوي، چې په وروستیو پنځو کلونو کې د تېرې ادارې ګڼ سرتېري نیول شوي، شکنحه شوي او ځینې په زندانونو کې مړه شوي او په کوردننه پخواني سیاستوال د بیان، سیاسي فعالیتونو او ناستو پاستو له حقونو بې برخې کړای شوي دي.