• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۱

طالبانو هغه الوتنه لغوه کړې چې ټاکل شوې وه، له جرمني څخه ایستل شوي افغان کډوال کابل ته ولېږدوي. د جرمني «اېن‌ډي‌ار» په نوم خبري اژانس د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا اقدام په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور د پراخولو لپاره د دغې ډلې د هڅو یوه برخه ده.

د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه چې افغان ایستل شوي کډوال یې لېږدول، له جرمني څخه کابل ته ولاړه شي، خو طالبانو د الوتنې له ترسره کېدو لږ مخکې د هغې جواز لغوه کړ. ډیپلوماتیکو سرچینو اېن‌ډي‌ار ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل په جرمني کې د خپلو ډیپلوماتانو کموالی بللی دی.

طالبانو استدلال کړی چې له جرمني څخه د افغان وګړو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په دغه هېواد کې لا ډېرو کارکوونکو او استازو ته اړتیا لري. دا مهال یوازې دوه طالب استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیکونه لري.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو اېن‌ډي‌ار سره خبرو کې وایي چې د جرمني حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو راپور یې هم نه دی رد کړی.

اېن‌ډي‌ار همدارنګه د طالبانو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره شي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکسانډر ډوربینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو د فشار زیاتېدل به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یادې رسنۍ ته ویلي چې حکومت افغانستان ته د منظمې بېرته ستنولو د زمینې برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او د باور وړ همغږي لري. هغه په ورته وخت کې د حکومت دننه د احتمالي اختلافونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شویو ډیپلوماتانو د لرې کولو بهیر پیل کړی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر ډیپلوماتیکو استازولیو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. د افغانستان سفارت په برلېن او د افغانستان کونسلګرۍ په بون کې اوس د طالبانو د استازو له‌خوا اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د یوې سیاسي او ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه کاروي، څو په جرمني کې خپل ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴

قرغیزستان او قزاقستان له افغانستان نه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو د بانډ نیولو خبر ورکړی

۵

ټرمپ ومنله چې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې هغه «لیونی» بللی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: بامیان د بیارغونې، ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ یوه مهمه بېلګه ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
ملګري ملتونه: بامیان د بیارغونې، ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ یوه مهمه بېلګه ده
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي، یوه ګډ پلاوي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د خلکو د معیشت، د ښځو د پیاوړتیا، روغتیايي خدمتونو، خوراکي خوندیتوب او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخو کې روانې هڅې له نږدې ارزولي دي.

یاد پروګرام په ایکس خپاره شوي پیغام کې ویلي چې دغه سفر د بامیانو د سیمه‌ییزو نوښتونو او پرمختیايي فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوی و.

د یو اېن ډي پي په وینا، د سفر پر مهال هغه پروژې او فعالیتونه وڅېړل شول چې د خلکو د ژوند د ښه والي، اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو، د روغتیايي خدماتو د پراختیا، د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره پلي کېږي.

دغه سازمان ویلي چې بامیان د افغانستان د بیارغونې، ټولنیزې ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي او د سیمې تجربې ښيي چې د ټولنو د ملاتړ او پراختیايي پانګونې له لارې د خلکو د ژوند شرایط ښه کېدای شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې په بامیانو کې روانې هڅې د دې ولایت د مقاومت، بیا رغونې او دوامدار پرمختګ وړتیاوې په ډاګه کوي او د افغانستان د پراختیايي بهیر لپاره یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.

د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ۲۰۲۶ کال په څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د بنګلادېش د ۲۳ کلونو څخه د کم عمرو له لوبډلې سره صفر پر صفر مساوي پای ته ورسوله.

دغه لوبه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ خورا سخته وه، په پای کې هېڅ لوري ونه شو کولای ګول ووهي او لوبه په بې‌ګوله ډول مساوي پای ته ورسېده.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد مالدیف ته ماتې ورکړې وه او ښه پیل یې درلود. د فوټبال دغه ملي لوبغاړي اوس د خپلې بلې لوبې لپاره چمتووالی نیسي ترڅو په دغو سیالیو کې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د روانې میلادي میاشتې پر اوومه نېټه په خپله درېیمه لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي. د سپورت مینه وال د دغې لوبې لیدو ته ډېر په تمه دي ځکه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لوبې تل ځانګړی حساسیت لري.

دا څلور اړخیزې سیالۍ د مالدیف په کوربه‌توب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د لوبډلو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوې دي. د تنظیموونکو په وینا، دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام وکړي ترڅو اتله لوبډله معلومه شي.

اوکراین د سویډني جنګي الوتکو «ګریپن» د پېرلو تړون لاسلیک کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
اوکراین د سویډني جنګي الوتکو «ګریپن» د پېرلو تړون لاسلیک کړ
100%

اوکراین د سویډن له حکومت سره د «ګریپن» جنګي الوتکو د پېرلو لوی تړون لاسلیک کړی او اعلان یې کړی چې دا الوتکې به د دغه هېواد د هوايي ځواک د ملا تیر جوړ کړي. چې تمه ده ګریپن به د روسیې پر وړاندې جګړه کې د لومړی ځل لپاره وازمویل شي.

د اوکراین حکومت د اروپايي ټولنې له ۹۰ میلیارده یورويي پور څخه ۲،۵ میلیارده یورو د ۲۰ نوو ګریپن جنګي الوتکو د پېرلو لپاره ځانګړي کړي دي. سربېره پر دې، ټاکل شوې چې سویډن اوکراین ته د دغو الوتکو ۱۶ پخوانۍ نمونې هم وسپاري، څو د اوکراین د ښارونو او حیاتي تاسیساتو هوايي دفاع نوره هم پیاوړې شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تېره اوونۍ د سویډن له لومړي وزیر اولف کریسټرسن سره د تړون د لاسلیک پر مهال وویل: «موږ دغو الوتکو ته اړتیا لرو او دا زموږ لپاره د اوکراین په دفاعي تاریخ کې یوه نوې پاڼه ده.»

د راپور له مخې، که د تړون ټول پړاوونه عملي شي، نو د اخیستل کېدونکو الوتکو شمېر ښايي ۱۵۰ ته ورسېږي. پوځي شنونکي باور لري چې ګریپن به په راتلونکو میاشتو کې د روسیې د هوايي او دفاعي سیسټمونو پر وړاندې خپلې وړتیاوې وازمويي.

د سویډن د دفاعي پوهنتون استاد او پوځي کارپوه یوهان هووینن ویلي: «دا به د هغو سیسټمونو پر وړاندې ازموینه وي چې دغه الوتکه په اصل کې د مقابلې لپاره جوړه شوې ده؛ یعنې د روسیې پر وړاندې.»

ګریپن که څه هم د امریکا د «اېف-۳۵» پرمختللې جنګي الوتکې په څېر د پټې الوتنې وړتیا نه لري، خو د جګړې په سختو شرایطو کې د عملیاتو ځانګړې وړتیاوې لري. دغه الوتکه کولای شي له لویو لارو، لنډمهاله هوايي ډګرونو او حتا له عادي سړکونو الوتنه او ناسته وکړي، هغه ځانګړنه چې د اوکراین د جګړې له شرایطو سره مناسبه بلل کېږي.

د اوکراین د دفاع وزارت د نړیوالو همکاریو مسؤول اولیکسي انتونیوک ویلي چې د اوکراین هوايي ځواک د ناټو د معیاري او خوندي هوايي اډو پر ځای له بېلابېلو لنډمهاله ځایونو څخه کار اخلي او ګریپن په دقیق ډول د همدې ډول عملیاتو لپاره طرحه شوې ده.

هغه زیاته کړې: «یوازې شپږ کسیزه ډله کولای شي الوتکه تر لسو دقیقو په کم وخت کې د بل ماموریت لپاره چمتو کړي، چې دا د جګړې په شرایطو کې یوه مهمه ګټه ده.»

د اوکراین چارواکي وايي، د ګریپن د عملیاتو لګښت هم د اېف-۳۵ په پرتله خورا کم دی او د اوږدې جګړې په شرایطو کې دا اقتصادي برتري ځانګړی اهمیت لري.

طالبان: پنجشېر کې ۱۶۵ دښمنۍ حل او ورسره لسګونه تښتېدلې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
طالبان: پنجشېر کې ۱۶۵ دښمنۍ حل او ورسره لسګونه تښتېدلې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي
100%

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې ۱۶۵ دښمنۍ پر سولې بدلې شوې دي. د دوی په وینا، په دې سره په یادو دښمنیو کې ښکېلې لسګونه کورنۍ بېرته خپلې مېنو ته ستنې شوې دي.

د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې دښمنیو کې قتل، ذات‌البیني خصومتونه، حقوقي او ورته نور مسایل شامل وو او په وینا یې د دغو دښمنیو مخینه له ۱۵ تر شلو کلونو پورې رسېده.

ځايي طالب مسوولین ادعا لري: «په تېر رژیم کې تفرقې اچونې د هغو چارواکو لپاره د سرتېرو د جذب زمینه برابره کړې وه، چې لاسونه یې د پنجشېر د خلکو په وینو سره وو، خو د افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ سره، دغو دښمنیو ته په بشپړه توګه د پای ټکی اېښودل شوی او د ټول پنجشېر د اوسېدونکو ترمنځ د یووالي او اتحاد د رامنځته کېدو زمینه برابره شوې ده».

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه دښمنۍ د پنجشېر په ۷ ولسوالیو کې وې او پر سولې د یادو دښمنو له بدلېدو وروسته لسګونه هغه کورنۍ چې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې وې، بېرته خپلو مېنو ته هم ستنې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې دښمنیو کې یوازې ۳۰ د قتل پېښې وې او د دښمنۍ په موده کې په هرې دښمنۍ کې له ښکېلو خواو تر څلور کسان هم په قتل رسېدلي وو.

ولادیمیر پوتین: روسیه به اوکراین ته ماتې ورکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
ولادیمیر پوتین: روسیه به اوکراین ته ماتې ورکړي
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد به یې که اړتیا شوه په جګړه کې اوکراین ته ماتې ورکړي، خو په ورته وخت کې چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ له لارې دغه جګړه پای ته ورسوي او له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره پر شویو هوکړو او جوړجاړي عمل وکړي.

پوتین چې د روسیې د کلني اقتصادي فورم په څنډه کې د بهرنیو رسنیو له مدیرانو سره خبرې کولې، داسې هېڅ نښه ونه ښودله چې ګواکې د اوکراین د ختیځ ډونباس سیمې د پاتې برخو د لاندې کولو په اړه یې په خپل دریځ کې بدلون راوستی وي.

هغه وویل چې اوسمهال روسي ځواکونو د لوهانسک سیمه سل سلنه او د ډونېڅک د سیمې څه باندې ۸۵ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده او د دوی پوځي عملیات هره ورځ دوام لري.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې مسکو په بشپړ ډول چمتو او لېواله دی چې له اوکراین سره د سولې له لارې هوکړې ته ورسېږي، خو ټینګار یې وکړ چې دا هوکړه باید د هغو روغو جوړو پر بنسټ وي چې په اینچوریج کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې ورباندې خبرې شوې وې. د پوتین په وینا، که اوکرایني لوری هم دغو جوړجاړیو ته غاړه کېږدي، نو روانه جګړه به په ډېرې اسانۍ او طبیعي توګه پای ته ورسېږي.

ولادیمیر پوتین همدارنګه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې هېواد یې تراوسه د اوکراین پر وړاندې په حقیقي جګړه کې د خپل «اورېشنیک» په نوم نوی هایپرسونیک توغندی نه دی کارولی او یوازې د دغه توغندي ازموینې یې کړې دي. هغه وویل چې دا ازموینې د پایلو د ارزولو او په راتلونکي کې د ښاري اهدافو په ګډون د دغه توغندي د بشپړ کارولو په اړه د پرېکړې کولو په موخه ترسره شوې دي.

د اورېشنیک په نوم دا توغندی چې روسیه یې د اټومي سروکو د لېږدولو وړتیا لري، څه باندې ۵ زره کیلومتره واټن ویشتلی شي او لومړی ځل په ۲۰۲۴ کال کې د اوکراین پر وړاندې وکارول شو. پوتین تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د دغه توغندي شنډول او مخنیوی ناممکن دی، خو لوېدیځو کارپوهانو د روسیې دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.